مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ځوانان او نوی ولسمشر ؟


لیکوال : انجینرالفت مومند


د افغانستان نوی حکومت رامنځ ته کیدو کې بسته یو کال مخ په پوره کیدو کې دی خو پوښتنه دلته ده چې اوس چې دغه نوي حکومت په پوښو ودریدو آیا دا به وشي کولاي دغه نوي فاریغانو او هغه چې مخکې د ټاکنو نه د کار موندنې په تلوسه کې ناست دي دوي ته د کار زمینه برابره کړي نن د نوی حکومت ۲۲ تمه ورځ ده خو هماغه زوړ ملا او او زاړي تراویح اورو نه نوی فاریغان په کار باندی سمبال شول او نه هغه چې د ټاکنو نه مخکې پدی تلوسه او هیله و چې نوي ولسمشر به دوي ته د  کار زمینه برابره کړي خبره دلته نه خلاصیږي که یو مقدار د نوی ځوانانو او پخوانیو فاریغانو نه پکار وګمارل هم شي دا به بسنه ونه کړي ځکه نن سبا د افغانستان ۷۰٪ ځوانان د بیکاري نه سرټکوي او لا نور هم مخ په زیاتیدو دي بلې خوا نه دغه عمل که همداسي شتون ولري نو هغه ځوانان چې نن سبا پدي هیله باندي پوهنتونونو کې ورځي او شپي سبا کوي چې سبا به د هیواد چوپړتیا مصدر ګرځي هغوي هم مخکې د مخکې نه ناهیلې کیږی ځکه هغوي د خپلو مشرانو حالت ګوري چې د کار موندنې برخه کې څومره ستونزو سره مخ کیږی نوی کابینه به کله جوړیږی او کله به خپلو کارونو باندي پیل کوی  د نوی کابیني وزیران لاتراوسه معلوم شوی ندی دا به کله معرفې کیږي او بیا به دوی د تائید رایې کله ترلاسه کوي د هغه څه دي چې د ځونانو هیلې مړاوي کوي له بلې خوا سرپرست وزیرانو نه دا حق هم اخیستل شوي چې نوي ځونان پکار وګماري کچیري کوم وزرات کې ځاي هم شتون ولري نو باید چې نوي وزیر راتګ پوري ماتل ووسي که داسي حالت ته زر تر زره د پای ټکې کیښودل نه شي نو دا د ځوانانو په ورځني ژوند باندي ډيري زیاتې منفي اغیزي لري زه نه پوهیږم چې نوی ولسمشر دغه برخه کې بیړنې ګامونه ولې نه پورته کوي په افغانستان کې خو د نورو هیوادونو پشان د حکومت لخوا بیکاره ځوانانو ته خرچ هم نه ورکول کیږي که داسي وي بیا که نوی کابیني کال هم نېولې نو ځوانانو به زغملې وي خو ګورو چې نن سبا ّپه هیواد کې هر ځوان باندي د یو کورنۍ مسولیت په غاړه دي که دغه ځوان ته د کار زمینه برابره نه شي نو کیداي شي هغه ځوان چې د هیواد د پرمختګ او سولې خوبونه ویني هماغه د هیواد مخالفینو سره یا کوم بل غیر قانونې کار ته لاس واچوي لکه په بلخ ولایت کې چې یو کس د کورنۍ ستونزو لامله غلا ته لاس واچو او پایله کې یې قتل ته سر وختو خدای دي ونه کړي چې زموږ نور ځونان داسي کوم منفي عمل ته لاس پوري کړي خو باید نوي حکومت زر تر زره دغه سکالو(موضوع) ته پاملرنه وکړي نه یواځي دا بلکه دي ته هم باید پاملرنه وکړي چې هر کال په زرګونو نوي زده کړیالان فارغ کیږي باید دوي ته د کاري فرصتونو لار برابر کړي ترڅو نور کوم زده کړیال مخکې د فارغ کیدو نه ددي فکر ونه لري چې کله چې دې فارغ شي نو آیا دي ته به کاري پیدا شي کنه باید نوی ولسمشر د هیواد داخلې ستونزو ته زیاته پاملرنه وکړي چې ترټولو اړینه یې نن سبا دغه د ځوانانو د بیکاري کچه ده باید چې نور دغه ستونزي ته د پای ټکې کېښودل شي او دا هله کیداي شي چې موږ هیواد د خپلو معدنونو نه ګټه پورته کړي پدی سره به نه یواځي د هیواد منځ کې د بیکاري کچه لمنځه لاړه شي د هیواد اقتصادي کړکیچ کې به هم د پام وړ مثبت بدلون رامنځ ته شي خدای دي وکړي چې زموږ نوی ولسمشر ډاکټر صیب اشرف غني نور دغه ستونزي ته د پاي ټکې کیږدي د تل لپاره او نور زموږ ځوانان د کار موندنې لپاره بهرنې هیواد ته لاړ نه شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery