مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-15   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

له افغانستان سره دامريکاوعدې دولس له شک سره مخامخ دي .

حبيب الله غمخور
که امريکاپه افغانستان کي سولي اوثبات ژمنه وي کولاي سي ډير ژرپدې هيوادکي سوله تامين کړي . موږ ډير عاجل دامريکاسره دامنيتی همکاريوتړون لاسليک کړ .خودلاسليک گټۀ یې موږ تراوسه نده ليدلې . داگټه دافغان ولس سره مرسته نه کوی چې امريکايي چارواکي وايي موږ پوځ روزو.دپوځ روزلونه وړاندي که پاکستانی چارواکي وروزی اودخبره په کلکه ورته وکړي چې دافغانستان پر خلاف دهرډول لاسوهنې نه لاس په سرشي . پر کنړ دافغان ولس دښمن هيواد پاکستان لخوادتوغندی بريدونو سلسله ،داده په همدې ولايت کي ډير ژر په مخامخ جگړه بدله سوه اوهمد اوس دمعلوماتوله مخې د کنړ په دانګام ولسوالې کې حالت ډیر خراب دی .د وطن دښمنانولخوا د پاکستان د پوځ په مرسته ډیر پراخ لمنه برید روان دی . ددې ترڅنگ حمیدګل همدا نن ددسمبر ۱۵ د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې آی ایس آی پخوانی رئیس متقاعد جنرال اودافغانانوتاريخی دښمن دتنظيم سالاروپلار حمید ګل وايي، طالبان تر هغو له جګړې لاس نه اخلي چې ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه نه وي وتلي. حمید ګل چې دامريکاترنېغې حمايي لاندي وواوهمدا اوس هم دی ډيره جالبه خبره کوي دې تو رمخی (دي نیوز) پاکستانۍ ورځپاڼې ته وویل چې ده ته دا د منلو نه ده چې امریکا لومړی وویل چې ۹۸۰۰ پوځیان به د روزنې لپاره پرېږدي خو اوس وايي چې ۱۰۸۰۰ به پرېږدي. تاند 15 December 2014 حمید ګل دتل پشان دخپلو نوکرانوپر شا لاس تيروی ورته وايي :«دا د افغانانو سایکالوژي ده، دوی به هیڅکله د خپلې خاورې اشغال ونه زغمي او جګړ ته به دوام ورکړي. ». خوهمدې محميدگل پر افغانستان داتجاوزنه باله چې مجددي ،ربانی اودانوردتنظيمو رهبران چې دوي روزلې وه ارگ ته راوستل اودولت یې دويته تسليم کړ .دطالباقنوپه نوم حکومت دچاپه اراده چلېده ،اياډيرکم تورلېنگی پنجاپی پوځ دلته وو؟همدا اوس په کنړاونور وچايوکي جگړه دچالخوالخوارهبری کيږي .داواسکټ سمبلا اوله بمانوډک موټران دچالخواراولېږل کيږي ؟ متاسفانه دېته له افغانستان سره دوستی اودسولي په راوستوکي مرسته بولي! ډيره دشرم خشبره ده چې پداسی حالاتوکي زمور دولتی چارواکي دحميدگل تردې بېشرمانه څرگندولو۱۵ دقيقی وروسته له پاکستانی چارواکو نه غوښتنه کوی چې ددوي په اصطلاح طالبان دافغانستان دولت دسره خبروته حاضرکړي . تاند- راپورونه وايي چې د افغانستان حکومت له پاکستانه غوښتي چې خبرو ته د طالبانو په راوستلو کې ملموس رول ولوبوي. د افغانستان حکومت باور لري چې طالبان د پاکستان د لاس اله دي او که پاکستان وغواړي هره شېبه کولی شي چې دا ډله له جګړې لا ساس اخیستو ته اړ باسي. 15 December 2014 حميدگل داڅرگندونې پسله هغه کوی چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف په اسلام اباد کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تر کتنې وروسته په يوې ګډې خبري غونډې کې د وينا پر مهال وايي ، پاکستان به په افغانستان کې د افغانانو تر مشرۍ او رهبرۍ لاندې ددې هېواد دسولې له پروسې سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي . تاند" 2014.11.15 همدا ډول په مسکوکښي د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف پاکستان غواړي چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هیواد کې د ستونزو د مخنیوي لپاره له روسیې سره په افغانستان کې د سولې په پروسه کې کار وکړي. خوزمااودبې شمېره اوذاگ څېړونکوله نظره پاکستانی چارواکودخپلې زېږېدوله ورځې دافغانستان په اړه خپلې دښمنۍ ته دوام ورکړئ اوتل یې تردې اوهغه نامه لاندی په افغانستان کي دافغانستان دملي گټوپرخلاف هڅوکي دخپلو گټو ترلاسه کولولپاره هڅې کړی .اوپه افغانستان کي دسولي اوثبات راوستوپه پرسه کي دافغان دولت سره دهمکاری ترنامه په سيمه کي دژوری ستراتېژي موخی هم ساتي،ځکه دوي نه غواړي چې دافغانستان اوهندوستان ترمنځ مناسبات دوستانه وی . ماله هغې ورځې چې امريکاافغانستان ته راغله اودطالبانوپه نوم يوځل بيادافغان ولس سولی ،ثبات اوسوکالی پرخلاف پټ اوښکاره لاسوهنه پيل دلته اوهلته ځانمرگی بريدونه بمی چاودنې اونوري مداخلې پيل سوې ،مادنړۍ دټولوډله ايزورسنيوله لاري چې پدې هکله یې زمانه پوښتنه کړې داخبره کړې چې دطالب اويابل چاپه نوم دنوی مخالفت اوجگړې پيل دپاکستانی چارواکودنوي ديپلوماسی پيلامه ده،امريکادپاکستان لاسونه ډير ژر اوپه يوه امر لنډه ولاي سي دې نوروزياتو تبلېغاتو ته چې نړيوال غولوی اړتيانسته .همدا اوس هم په تکرارداخبره کوم چې که امريکاپه رشتياپه افغانستان کي سولي ،ثبات ته ژمنه وی په يوه اونۍ کښي ددې ټولوناوالو مخه نيولاي سي ،چې متاسفانه تراوسه امريکاهم لکه دافغانستان بې وسه اوبېکسه دولت چې لايې دحکومت درک نسته پردې ملت تپل سوی دچوکيو اومقامو نوپرويش نه سره جوړېړي داخبره کوی چې پاکستان دافغان ولس دښمنان روزی اويادافغانستان پرخلاف حرکتونه اوفعاليتونه سمبالوي .تاسو وگو رې پاکستان له يوې خوادامريکا اونړۍ نه دتروريزم پرخلاف دمبارزې په نوم هرکال ترسل ميليونه زيات دالرترلاسه کول اوداترلاسه کونه همدا اوس همروان ه ده ،خوددې ترڅنگ ترهگرکم نه بلکې خپله یې په ډيره بې شرمئ دافغانستان پر خاوره مخامخ بريدونه پيل کړه . دافغانوکله اوجدی غوښتنه له امريکا اوټولوهغوهيوادونوله دولتی چارواکو او مشرتابه نه چې دافغانستان سره یې دستراتېژيکو ،امنيتی اونورونومونو دهمکاری تړونونه لاسليک کړی دادچې دپاکستان له دولت نه دافغانستان په خاوره کي دپټی اوښکاره پوځی ، استخباراتی اوسياسی لاسوهنوپروسې ته دپاي ټکی کښېږدي . موږ پدې باوريودغه په گوته سوی هيوادونه په خاصه توگه امريکا اوانگلستان په ډيرساده بڼه کولاي سی دپاکستانی لاسوهنو مخه ونيسی ،غيرله هغه به دنړۍ والی ټولنې دټولو تشو وعده سرۀ همدا آش اوهمدا کاسه وي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery