مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-14   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

نړیوالی رسنۍ د حقایق نه پټوی!

 

د فرانسی صدراغظم ښاغلی والس د همدغه هیواد ملی اسمبلی ته د  خپلو خبرو په یوه برخه کی وویل:
((«هو، فرانسه د تروریزم، جهادیزم او تندلارې اسلام په مقابل کې په جگړه کې ده. فرانسه د اسلام او مسلمانانو په مقابل کې په جگړه کې نه ده. فرانسه او د دې هیواد جمهوررئیس هم موږ ته دا خبره کړې ده چې فرانسه به تل د خپلو اتباعو حفاظت او ساتنه کوي، لکه چې تل یې کړې ده.»
که چیری د فرانسی د لومړۍ وزیر دا خبره رښتیا وای چی وایی (( اسلام ضد جګړه نه کوو))، نو به یی اجازه نه ورکوله چی په فرانسه کی همهغه جنجالی مجله دوهم ځل بیا  د محمد مصطفی صل الله علیه وسلم کاریکاتور رسم کړی، پر کوم چی څو ورځی وړاندی وینی توی شوی.
هغی مجلی چی څو ورځی وړاندی ورباندی  حمله شوی وه او تر ۱۷ کسانو پوری پکشی  ووژل  شول،  کوم چی محمد ص ته یی توحین کړی وو د هغه کارتون یی رسم کړی وو اوس بیا اعلان کړی دی چی بیا به په ورته عمل لاس پوری کوی او بیا به همدهغه شان کارتون رسم کوی او دا وار به یی د چاپ شویو مجلو شماره څو چنده ډیره وی. دا نو څه مخنی لری؟ دا خو د جګړی ژبه ده چی فرانسویان یی د اسلام په مقابل کی کاروی.
محمد صل الله علیه وسلم د تروریستانو رهبر  نه دی بلکی  د نږدی دوه میلیارده مسلمانانو رهبر دی. که چیری غربیان پدی پوهیږی چی   محمد ص د ټولو مسلمانانو رهبر دی نو ټول غربیا  د فرانسی صدراعظم او  هغه هیواد  بی شرمه فرانسوی مجلی ته د د سمی لاری لارښونه وکړی همدارنګه د فرانسی ولس او  د همدغه هیواد رسنۍ  د پر خپلو اعمالو بیا له سره غور وکړی، محمد ص ته د توحین نه کوی، کاریکاتورونه د نه رسموی همدارنګه نور جنجالونه د نه جوړی د اسلامی او غیری اسلامی نړۍ ولسونو تر منخ د جګړو ته لمن نه وهی.
غربیان د پدی ښه پوهه شی چی له شرق یی نیولی بیا تر غرب او له شماله تر جنوبه چی په نړۍ کی څومره مسلمانان ژوند کوی محمد ص خپل رهبر بولی او رهبر یی دی، کله که هر څوک همدغه د مسلمانانو رهبر ته توحین کوی معنی یی دا ده چی ټول اسلام ته توحین کوی.
اسلام د سولی دین دی مسلمانان سوله خوښونکی دی. که بل څوک ورباندی ونه لګیږی مسلمانان پر چا نه لګیږی هیله ده چی غربی رسنۍ د داسی خپرونو  څخه ډډه وکړی چی د مسلمانانو احساسات راپروی.
 غربی سیاستوال او غربی ولسونه د د اسلام او تروریزم تر منځ توپیر وکړی  همدا  نن چی په سوریه کی کومه ډله  چی د اسلامی دولت په نوم راپورته شوی او ټول اعمال یی غیری اسلامی او غیری انسانی دی، بی له شکه چی تر شا یی همدغه غرب ولاړ او د غرب د لاس مسول دی. نو که یوه  خوا غرب د داسی تروریستانو لکه چی همدغه اوس په عراق او سوریه کی د مسلمانانو په مقابل کی ولاړ دی، جوړوی بیا همدغه تروریستان د مسلمانانو او اسلام په مقابل کی استعمالوی دا د اسلام او مسلمانانو په مقابل کی ستر جنایت دی چی غربیان یی  تر سره کوی . دا څنګه کیدلای شی چی یو ډله راولاړیږی وحشت، ترور او غیری اسلامی او غیری انسانی کړنی د مسلمانانو په مقابل کی تر سره کوی بیا نوم د اسلامی دولت  ورکول کیږی.
غربیان باید پدی پوهه شی چی د همدغه تش په نوم  د اسلامی دولت  په نوم ډله د اسلام او مسلمانانو سره هیڅ دول اړیکی نه لری دا اسلام ندی چی همدغه ډله یی تر سره کوی، اسلام او مسلمانان د همدغه ډلی قربانیاد دی باید غربیان یی توپیر وکړی.
همدا اوس چی غربیان دوا کوی چی ګویا موږ د دغه تروریستی ډلی په مقابل کی ایتلاف جوړ کړی او په مقابل کی یی عواړی حګړه وکړو او  له منځه یی یوسی ټول دروغ دی. که چیری دروغ نه وای نو دا ډله خو د صدام حسن له حکومت څخه قوی یا په افغانستان کی د طالبانو له حکومت څخه  قوی نه ده چی له منځه یی یوړلای شول ولی همدغه د اسلامی دولت په نوم تروریستی ډله له منځه نه شی وړلای. خو نه عواړی له منځه یی یوسی.
موږ هم د غرب په دوه مخی سیاست ښه پوهیږی دا ډله یی ددی په خاطر جوړه کړی ده چی یو خوا د همدغی ډلی پر سر  له اعربی دیکتاتورو هیوادونو چی به سر کی یی د سعودی عبرستان شیطان حکومت، دی باج واخلی او له بلی خوا په همدغه تروریستی ډله باندی اسلام بدنام کړی او مسلمانان ورباندی وټکوی.
موږ د فرانسی صدراعظم، د  غربی نړۍ سیاستوالو او ولسنو ته دا پیعام رسول عواړو چی ترور، وحشت وینی تویونه په اسلام کی جواز نه لری. مسلمانان سوله خوښونکی خلک دی، اسلام د سولی دین دی، عواړی چی د نوری نړۍ سره د سولی په فضا کی ژوند وکړی. تاسو غربیان باید د داسی اعمالو مخه ونیسی چی د مسلمانانو احساسات راپروی لکه په فرانسه کی چی یادی شوی رسنی څو ورځی وړاندی تر سره کړل او اوس بیا عواړی ورته عمل وکړی.
همدارنګه موږ د اسلامی او غیری اسلامی نړۍ پر ټولو رسنیو هم غږ کوو چی د فرانسی د هغه مجلی په ځواب کی چی د محمد رسول الله کاریکاتور یی وړاندی رسم کړی وو او اوس بیا  د رسمولو تبیه لری په مقابل کی غږ پورته کړی همدغه مجله  او همدارنګه نوری غربی مجلی ډی ته پری نږدی چی بیا په داسی بی شرمانه اعمالو لاس پور کړی.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۲۰۱۵/جنوری/۱۴


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery