مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

که امنيتي ځواکونو ته توجهه وشي؟

ع، ابراهيمي

 

تېره اونۍ د افغان امنيتي ځواکونو د نازېدو يو ځانګړۍ اونۍ وه، پدې اونۍ کې عيسی خان لغمانی دومره ونازېدو چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې امنيتي ځواکونو پياوړی مثبت مرال واخيسته، عیسی خان هغه څوک دی، چې اوس ورته ټول ولس د غازي عیسی خان لغماني نوم اخلي او په ډېر احترام ورته قايل دي.

لغماني تېره اونۍ هغه ۶تنه ځانمرګي بريد ګر (ټق چپه ) کړل چا چې غوښتل پر ملي شوراء بريد وکړي او په ملي شوراء کې ناست ټول غړي له منځه یوسي، پدې کار سره ولسمشر، اجرائیه رئيس، د ولسمشر لمړي مرستيال، د ملي شوراء غړو، لوړ پوړو چارواکو او وطن پرستو ملي تاجرانو په نغدي تحفو ونازوه.

امنيتي ځواکونو سر په لاس کې نیولی او د وطن ساتنه کوي، خو پکار ده چې د تل لپاره د دوی پوښتنه د لومړي درجه مسوولینو له لوري وشي او لاس پرې کش شي، خو ليدل کېږي چې داسې نده ورځ تر بلې (امنيتي ادارو) کې فساد اوج ته رسېږي او ولس له دوی څخه فاصله اخلي او صحرايي محکمو ته مخه کوي.

ولسمشر ته پکار ده، چې د اداري فساد له منځه وړولو لپاره لکه څنګه يې چې ژمنې کړي عمل وکړي، د فساد په اصلي زنځيري کړيو له منځه وړولو او هېوادوال لدې بدحاليو څخه خلاصون لپاره لاس په کار شي، په اجرائيه قوه کې، چې امنيتي سکتور هم بلل کېږي له ډېرو ستونزو سره مخ دی، په کورنيو چارو وزارت کې ټولې مقررۍ د پيسو په مټ ترسره کېږي، هغه څوک چې پیسې ورکړي په پيژتونو کې هغه آرامه او نسبتاً ښه ځای ته ورکول کېږي او هغه څوک چې پیسې نه ورکوي د تباهۍ لور ته روان دي، لوژستيکي برخه کې هم له فساده خلاصه نده، د پيسو د ترلاسه کولو په مقابل کې په هېڅ هم بسنه نه کوي، دوی لومړی د ګمارنې پروخت پیسې اخلي او له همدې ځایه د پيسو پيداکولو اربه وچلېږي، هره مياشت او په هر قرارداد کې د سربازانو په سر پیسې ترلاسه کوي، اتل او قهرمان سربازان يې ټوله ورځ پدې سرګردانه ساتلې وي، چې مشران يې څنګه جیبونه ډک کړي ، قربانی سرباز ورکوي خو جيبونه یې د مشرانو ډکېږي.

دفاع وزارت هم لدې رنځه ندی خلاص، دې وزارت ته پکار ده، چې د ملي روحيې د ژوندي ساتلو په موخه کار وکړي، ولې دا وزارت د قومونو ترمنځ د نفاق اچونې مرکز شوی، په ښکاره يو قوم د بل او بل د بل قوم پرخلاف خبرې کوي، چا د احمدشاه مسعود او چا بيا د داودخان او غفارخان انځورونه په موټرونو ځړولې وي، په عملياتو او قراردادونو کې بې عدالتۍ هم اوج ته رسيدلې دي.

پکار ده، چې اوسمهال ټول حقايق برملاء کړو، کوم چې د وطن لپاره په ګټه وي، ډېر وطندوسته او پر وطن مين سرتېري لرو، چې د وطن په خاطر د سرڅخه هم تېرېدای شي، ولې ځينو همداء د شخصي ګټو په خاطر حالات بدل کړي،  په تاسف چې حالات هغه شان ندي لکه څنګه چې د امنيتي ځواکونو مسوولين يې په خبري رسنيو کې يادووي، پکار ده، چې مشران په منظم ډول پلان جوړ کړي، د جوړشوي پلان له مخې وزیران، معينان اوقومندانان له قطعاتو څخه ليدنې ترسره کړي، او په جدي ډول اجراات ترسره کړي.

له بل لوري وزیرانو او اړونده معینانو ته پکار ده، چې د سکرترانو او د دفتر رئيسانو له خولو څخه ځانونه خلاص کاندي، او حقيقي حالاتو څخه ځان خبر کړي، هغه څوک چې په رېښتني ډول دندې پرمخ وړي بايد تقدير شي، هغه څوک چې لارښوونو ته ضرورت لري لارښوونې ورته وشي او هغه څوک چې په رشوت، اختلاس او نورو منفي کارونو کې لاس وهي له دندې ګوښه شي.

په ټول افغانستان او په ځانګړي ډول په پښتون مېشته ولاياتونو کې اوسيدونکې د سولې او آرام ژوند هيله مند دي، په تېرو کالونو کې افغانانو ډېرې ستونزې ليدلي او  ډېرې قربانۍ يې ورکړي، اوس دا ولس سولې، آرامۍ او ښه ژوند ته اړتيا لري، افغانان نه يوازې د ځان بلکه د ټولې نړۍ اوسيدونکو ته ښه ژوند غوښتونکی دي، دوی همېشه د خپلو امنيتي ځواکونو څخه ننګه او ملاتړ کړی، امنیتي ځواکونو هم په هره برخه کې د سرپه قيمت د خاورې او ولس څخه دفاع کړې، پکار ده، چې په مرکزکابل او د ولاياتو په مرکزونو کې مشته مشران چې د همدې سرتېرو په سرونو پیسې اخلي خپلو دندو ته متوجه شي او د سرتېرو پرسر له سوداګرۍ څخه لاس واخلي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery