مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

راځئ کالي ورکړوـ

ګل احمد احسان
راځئ کالي ورکړوـ
که څه هم په هیواد کي مو هره ورځ جنګونه وي، ژوند مو په اعزاب کي دی خو بیا هم خپله اسلامي خوشحالي چي راکړل سوې له لاسه نه ورکوو.
دونیا خو نو همداسي له غمونو او کړاونو سره ده کله چي لوی او کوچینی اختر راځي نو دنړۍ ټول مسلمانان تر خپل وس او توان پوري دنووو کالیو په اغوستلو، ښه خوراکونو او میلمیستیاوو سره اخترونه لمانځي .
دادی ددې روژي اختر ته هم یوازي دونه ورځي سته چي کالي خپل ځان او ماشومانو ته وکړو او له خپل توان سره سم هغه خوراکي توکي چي په عادي ډول يې په نورو ورځو کي نه خورو رانیسو او دوه تر دروو ورځو پوري رخصتي کوو، د دوستانو کره ځو، له ملګرو سره مختلفو سیمو ته ځو او هیله لرو چي وخت مو ښه تېر سي مګر ماته دا هم یوه پوښتنه وي او هر وخت يې په اړه فکر کوم ، کوم کسان چي دغه ډول امکانات نه لري ایا هغوی زوړونه هم نه لري ؟
ایا هغوی ماشومان هم نه لري ؟ او که يې نوي کالي او ښه خوراکونه زړه نه غواړي ؟ دا هغه پوښتني دي چي ما هم ژر جواب کړې او تاسي هم دادی ژر جواب پیداکی چی یا هرڅه يې زړه غواړي، دزړه ټوټې او اولادونه يې هم ښه لیدل زړه غواړي خو وس او توان يې نه رسیږي .
ریا نه کوم، درواغ نه وایم، کبر نه دی او ځانښودنه هم نه کوم یوازي يې ددې لیکني دلاري هغه کسانو ته پام کوم چي وس لري ترڅو خپل یو ګاوندۍ او یا لیري سیمي کي غریب مسلمان په کالیو پټ کړي ماشومانو ته يې هم یوه یوه جوړه کالي ورکړي الحمد الله ما همداسي وکړل الله دي يې قبول کړي .
اوس نو که تاسي په هره سیمه کي یاست دیوې جوړې کالیو توان لرئ نو تلوار وکړئ او خپل نژدې دوست، ګاونډي او یاهم یوه غریب او مسکین مسلمان ورور ته کالي ورکړئ ترڅو هغوی يې هم وکولای سي په څو پاته ورځو کي  يې جوړ کړي او د اختر په سهار يې واغوندي .
په تاسي کي به ډېر داسي کسان هم وي چي له دې اندازې څخه يې څو چنده ډیره مرسته کړې وي خو چي تر اوسه مو مرسته نه ده کړې ښه وخت يې دی، ثواب يې هم څوچنده درکول کیږي .
څونه به مو ښه کار کړی وي، خپل دماشومتوب اخترونه هم در په یاد کړئ چي اکثرو هیڅ امکانات نه درلودل په خورا سختۍ کي يې ژوند وو او که چا ورسره مرسته کړې وي نو تر اوسه يې له زړونو نه ده وتلې نو اوس داسي مرسته وکړئ چي دراتلوونکي نسل دماشومان له زړونو ونه وزي او هروخت زموږ د دغې پېړۍ اوسېدوونکي  په ښو نومونو یاد کړي .
الله دي موږ ټولو ته دلا نوري مرستي کولو توان او توفیق راکړي .
آمین
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery