مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

تروریزم د پاکستاني دولت رسمي دریځ!

سرلوڅ مرادزی

دهېواد یو شمېر چارواکي په دې اند دي چې د افغانستان په اړه پالیسي په پاکستان کې یوازې د هغه هېواد د پوځ او استخباراتو( ISI) لخوا ټاکل کیږي او ملکي چارواکي په دې پالیسۍ کې زیات واک نه لري. د کشمیر په اړه هم ورته انګېرنه کیږي چې د پاکستان ملکي چارواکي د سیاستونو په نچوړ او پلیتابه کې بې لاسوــ پښو دي او له یو مخې د بخښنې وړ او معاف ګڼل کیږي!
خو د پاکستان ټول شپيته کلن لنډګنډ تاریخ ښۍ چې د افغانستان په اړه په بنسټيزه تصمیمونو او تګلارو کې پوځي او ملکي لوړپوړي چارواکي یوځای پریکړه کوي او په ګډه هغه پلې کوي. که په کلي کې د سپیو خپلو منځو کې سره ورانه ده، خود بهرني مسافر په وړاندې ټول یوځای غاپي او داړې لګوي!
د پاکستان پخواني دیکتاتور پرویز مشرف چې د پوځي کودتا په مټ ۹ کاله پر پاکستان واکمن پاتې شوی، یوې هندې رسنۍ (ای پي این) سره خپله تازه مرکه کې وايی«د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن او طالبان د پاکستان لپاره اتلان دي!»
نوموړی په دې مرکه کې وړاندې ځي او زیاتوي، موږ له ټولې نړۍ مجاهدین پاکستان ته اشرکړل، طالبان مو وروزل او د جګړې لپاره مو افغانستان ته ولیږل. همدارنګه اعتراف کوي چې د لښکرطیبه په ګډون مو ۱۲ نورې تروریستي ډلې چمتو کړي چې په کشمیر کې د هند په وړاندې، د پاکستان لپاره وجنګیږي.
هندي رسنۍ سره، د پرویز مشرف د مرکې ډنډورې چې د تروریزم په ملاتړ د پاکستان لمن په شا اړوی،لا د نړۍ ګوټ ګوټ ته د رسېدو په لار کې دي چې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د بهرنیو چارو سلاکار، زوړ ګېدړ او پوخ مکار سرتاج عزیز د داسې څرګندونو د تعفن پټولو لپاره رادانګي او هڅه کوي پرهغو سیاسي خاورې وپاشي او د مشرف یو څه پرده وکړي. د همداسې څرګندونو په تړاو، نوموړی د چارشنبه په ورځ له پاکستاني ډان تلویزیون سره د خبرو په مهال وايی «هیواد یې پر طالبانو اغېز او نفوذ لري خو بشپړ کنټرول پرې نه لري.» او پسې زیاتوي «دا د افغانستان د حکومت کار دی چې له طالبانو سره خبرې وکړي، د پاکستان دنده دا ده چې د دوی ترمنځ د خبرو امکان برابرکړي.تاند»
دلته وینو یوازې د بیان ژبه توپير لري. پرویز مشرف د یوه نظامي پتوګه په ښکاره او بربنډه له ترهګرو د ملاتړ خبرې کوي، د افغانانو ټولوژنې مسولین او قاتلان د پاکستان اتلان بولي، خو سرتاج عزیز بیا له دغه ګناهګارو او قاتلانو څخه ملاتړ، په نرمه او دیپلوماتیکه ژبه بیانوي.
د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف چې تېره اوونۍ امریکا ته له سفر تازه راستون شوی هم وایی، نه شو کولای یوخوا طالبان ووژنو او بلخوا دوی خبرو ته راوبولو!
ښکاره ده چې نواز شریف د طالبانو په اړه داسې څرګندونې د کندوز ولایت وروستی پېښو ته په اشارې ترسره کوي. نواز شریف غواړي افغان دولت په غوږ ووهي چې تاسو طالبان ولې په کندوز او نورو ولایتونو کې د جګړې په مهال وژنۍ او یا د داعش مخه په ننګرهار کې نیسۍ؟!
نواز شریف افغان دولت ته وایی، که چیری تاسو په میړانه او په داسې بڼه لکه په کندوز کې، طالبان وژنۍ او په ننګرهار کې د داعش جرړې باسي، نو بیا خو پاکستان پر دغو ترهګرو لویه پانګونه کړې، دغه ترهګر خو د پاکستان اتلان دي، پر دغو ترهګرو خو پاکستان د سیمې او نړۍ بدنامي اخیستي، که دوی چیری په جګړه کې کمزوري شي، په هغو خبرو کې چې پاکستان يي غواړي د دوی په خوله يي افغانستان سره وکړي، نوموړی هېواد بیا خپلو پلان شویو موخو ته نه شي رسېدای!
په دې توګه، پاکستان غواړي طالبان او ترهګر، د افغانستان په کور دننه جګړه کې غښتلي او پیاوړي اوسي، څو د خبرو په مهال لویه بریا او لاسته راوړنه ولري.
البته پرویز مشرف او د پاکستان نورو پوځي او استخباراتي چارواکو، د ترهګرو په ملاتړ او په افغانستان کې د هغو د جنګولو په اړه پخوا هم ورته څرګندونې کړې چې دلته يي یوازې د یوه بل بدماش خبرې د بېلګې پتوګه رااخلم:
د زاهد حامد په نوم د ISI یو پخواني چارواکي خپله یوه مرکه کې وايی« افغانستان له تاریخي نظره د پاکستان یوه نه بېلېدونکې برخه ده. دی وايي له ۱۹۷۵ څخه چې لا شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل نه و کړی، ISI په افغانستان کې فعاله وه. نوموړی په مرکه وړاندې ځي او زیاتوي « امریکایان هم د ستراتیژیکو هدفونو لپاره راغلي دي. نو پاکستان باید د افغانستان برخلیک په خپل لاس کې واخلي ځکه دا موږ و چې شوروي اتحاد مو مات کړ. موږ امریکایان هم ماتولی شو ځکه چې د امریکایانو اکمالاتي لار پر پاکستان سپره ده. که د چا خوښه وي یا نه وي، پاکستان په افغانستان کې برلاس لري. د پاکستان امنیتي ادارو داسې برلاسۍ ته بې توجهي نه ده کړې. تاند»
له بده مرغه پاکستان تر اوسه په دواړو سنګرونو، یانې هم د جګړې او هم د خبرواترو په ډګر کې د افغان دولت په وړاندې خپل پیاوړتوب او لوړتوب ساتلی دی. پاکستان په دواړو برخو کې افغانستان سره شمېرلې او پخه لوبه کوي. پاکستان، هند هم خپل رقیب بولي، خو په سیمه کې افغان دولت خپل اصلي سیال، مخالف او دوښمن بولي!
همداراز پاکستانی دولت تر افغان دولته چې نوی او کم تجربه دی، په سیمه کې پخه تجربه لري او زیات لوبېدلی دی.
خو پاکستان دا هرڅه په نرمه، پسته او دیپلوماتیکه ژبه پرمخ وړي. د افغانستان په وړاندې د پاکستان کړه وړه د پښتو دې متل ته ورته پاتیږي چې وايی« کارغه مرداري خوري او مښوکه څنډي!»
پاکستان د ټولې نړۍ په مخکې خپل هېواد کې ترهګر ساتي او د افغانستان په وړاندې يي جنګوي، خو هممهال نارې وهي چې ترهګر پاکستان ته له افغانستانه ورځي. همدا نن پاکستانۍ ملیشه د طالب او داعش په جامه کې د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې جنګیږي، خو پاکستان منکر دی او افغانستان يي نور اقدامات خو پریږده، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته نه شي کش کولای!
بل پلو طالبانو سره د خبرو اترو په اړه هم، پاکستان څو مخه لري چې یوازې یو مخ يي په کراچۍ کې د ملاعمر په وژنه او یا مړینه، افغانانو او نړیوالو ته بربنډ شو او نور مخونه يی لا تر پېړ او تور ماسک لاندې پټ دي.
یو دولت چې دومره درواغجن اومکار شي چې د دوه کاله مخکې مړي په نوم فتوې، احکام او اعلامیي خپرې کړي، ایا هغه به بیا هم د سولې د خبرواترو په نوم درواغ ونه وايي او بلې توطيي ته به په کمین کې نه وي ناست؟
 دلته مې له داسې څرګندونو څخه موخه دا ده چې افغان دولت او افغانان د ځینو نورو هېوادو لکه امریکا پشان، له کوم خیالي دوښمن سره نه، بلکې د واقعي دوښمن سره مخ دی. افغانان ټول باید دغه تریخ حقیقت بلاخره درک کړي.
افغانانو په یوموټيتوب سره لا تر اوسه د پاکستان په وړاندې غوڅ دریځ نه دی نیولي. افغانان تر اوسه لا هلته، دلته پاکستانی دولت د ریښتیني دوښمن پرځای، د جهاد د پیر وروراو خپل شمیري. زیات افغانان اوس هم پاکستان د اسلام ټينګه کلا بولي او په سجدو يي روږدې دي!
پاکستاني استخبارات د افغانانو دغې حالت ته په کتو سره، خپل شوم پلانونه د افغانانو په وړاندې وخت په وخت تنظیموي او هر ځل يي په لا نوي تلک کې ښکاروی او وژني.
دلته نه یوازې د پاکستان په وړاندې د افغان دولت غوڅ دریځ او د هغه پلیتوب ته اړتیا ده بلکې ټول افغانان باید د ریښتیني دوښمن په وړاندې، په واحد غورځنګ او یوه لیکه کې ودریږي.
پایله:
د پرویز مشرف څرګندونو یوځل بیا په ډاګه کړه چې د پاکستان دولت خپله یو تروریستي دولت دی!
مجاهد، طالب، القاعده، داعش، لښکرطیبه او داسې نورې تروریستې ډلې او نومونه یوازې د پاکستاني چارواکو لخوا، وخت او شرایطو ته په کتو سره وړاندې شوي او یا وړاندې کیږي.
افغانان باید نوره دا خبره چې طالب، داعش او نورې تروریستې ډلې چیرې، ولې او د څه لپاره، پالل او روزل کیږي، ختمه وبولي.
دوښمن او تروریست دولت معلوم دی او هغه پاکستان دی. د افغانستان د څلویښت کلونو ویجاړیو او ورانیو او د میلیونونو افغانانو د ټولوژنو اصلي محرک او دښمن پاکستان دی. په افغانستان کې د ټولو کورنیو جنګونو او د افغانانو ترمنځ د بېلتون پالنې اصلي لمسوونکي او پاروناکي پاکستان دی.
هغه هېوادو په تېره بیا امریکا ته چې غواړي تروریزم سره په سیمه کې مقابله او جګړه وکړي، پکار دي افغانستان سره د تروریزم په وړاندې چې ټاټوبی يی پاکستان دی، په یوه لیکه کې په ریښتیا ودریږي.
داسې نشي کېدای چې امریکا دې، د تروریزم قرباني افغانستان او د تروریزم ځاله او زیرمه پاکستان یوشان برابر او دوستان وګڼي.
بلخوا اوس افغانانو ته پکار دي چې په پوره یووالي او یو موټیتوب، د پنجابي دوښمن په وړاندې، بالمثله پالیسۍ، پراخې او غوڅې مبارزې او جګړې ته مټې رابډ وهي.
کله چې دوښمن معلوم وي، نو بیا باید په ډاډه زړه او په ټولو لارو او وسایلوهغه په نښه شي!
د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر ۳۰ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery