مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نظام ړنګېدل د ارګ د داخلي کړيو په لاس!

اباسين عزت

 

د اساسي قانون له مخې جمهور رئیس خورا ډېر صلاحيتونه او مسووليتونه لري، چې په بشپړ ډول په ياد قانون کې ذکر شوې دي.

د قانون له مخې جمهور رئيس د رايې ورکوونکیو د آزادو، عمومي، پټو او مستقيمو رايو له لارې په سلو کې تر پنځوسو زياتو رايو په تر لاسه کولو انتخابېږي،  د همدې قانون په درې شپېتمه ماده کې راغلي چې جمهور رئیس د کار تر پيل دمخه، د ځانګړې کړنلارې سره سم، چې د قانون له ليارې تنظېمېږي لوړه کوي او لوړې په يوه برخه کې داسې راغلي (د افغانستان د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه او د افغانستان د خلکو حقوق او ګټې خوندي کوم او د لوی خدای (ج) له درباره څخه د مرستې په غوښتلو او د ملت په ملاتړ د افغانستان د خلکو د پرمختګ او هوسايۍ په لاره کې خپلې هڅې جاري ساتم).

په همدې ډول نورې ډېرې مادې دي چې د جمهور رئیس  صلاحيتونه پکې ذکر شوي دي.

د ۱۳۹۳ لمريز کال د ولسمشرۍ په لومړۍ پړاو ټاکنو کې چې د همدې کال د وري په ۱۶مه نېټه ترسره شوې ډېری ولس د اوسني جمهور رئيس محمداشرف غني ملاتړ وکړو، خو پنځوس جمع يو رايه يې تر لاسه نه شوه کړی او د قانون له مخې ټاکنې دوهم پړاو ته د دوو مخکښو نوماندو تر منځ د غبرګولي په ۲۴مه نېټه ترسره شوې، او په پايلې کې يې د همدې کال د تلې مياشتې په ۷مه نېټه اوسني جمهوررئيس د ملي مشر حامدکرزي، ملي او نړيوالو سياسيونو او د ولس په مخکې لوړه وکړه.

د لوړې مراسمو وروسته او د انتخاباتي مبارزو د ژمنو په دوام يې یادونه وکړه چې نظام به له فاسدو چارواکو په بشپړ ډول پاکوي، په عدليي او قضايي ارګانونو کې به مثبت تغيرات راولي، ولسي جرګې او ولايتي شورا غړو ته به کاري چوکاټ تنظيموي، هر چارواکی به اهليت ته په ليدو ګماري او په ټوله کې به ارګ او نظام د چاپلوسو او خودغرضه اشخاصو له لومو پاکوي.

ولې بدبختانه د ولس هيلې نيمګړې پاتې شوې، ولسمشر تر دې دمه په خپلو کړو ژمنو کې پاتې ثابت شوی، د دولت او ولس تر منځ فاصله ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده، امنيت یوازې د ارګ تر ديوالونو محدود دی، اقتصاد ورځ تر بلې د زوال خواته درومي، انکشافي او د بيارغونې کارونه کم شوي دی او داسې نورې ډېرې خبري دي چې ليکل او لوستل يې ساعتونه وخت ته اړتيا لري.

د پورته ذکر شویو ستونزو سره بیره اوسني دولت د ارګ دننه چارواکو له لاسه د ړنګېدو په حال کې دی، يو شمېر چارواکو په زنځيري شکل د جمهور رئيس له خوا تاو دی، او تر ټولو لویه دنده يې دا ده چې جمهور رئیس ته چاپلوسي وکړي، د هېواد هر کونج با امنه وښايي او د خیرخيریت خبرې ورته وکړي او په همدې چاپلوسۍ خپل ځان تر ولسمشره نور هم نږدې کړي.

همدا ډله خلک دي چې جمهور رئيس ته خلک پيشنهاد کوي چې د ښآروال، والي، ولسوال، قوماندان او نورو په صفت مقرر شي، له مقرر کېدوونکو څخه په زرګونه ډالر باج اخلي.

دې ډلې ته خپلې ګټې تر هر څه او هر چا ډېر ارزښت لري او د خپلو ګټو څخه په مقابل کې ولسي او ملي ګټې نظرانه کوي.

ياده ډله په سلګونه فیسبوکونه لري، چې د عامه افکارو د مشوش کولو لپاره ترې ګټه اخلي، کله چې وغواړي يو څوک بدنامه کړي د همدې فیسبوکونو څخه ګټه اخلي او د امکاناتو په مصرف کولو کې د ټاکل شوي شخص په مقابل کې لاريونونه تنظيموي تر څو چې ولسمشرذهنيت د ټاکل شوی شخص په اړه خراب کړي او دوی خپل شوم هدف ته ورسېږي.

که ولسمشر د دې ډلې په له منځه وړلو فکر ونکړي ليرې نده چې د محلي وحدت حکومت به د همدوئ په لاس وړنګول شي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery