مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-27   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

جهاني د ايران پالو او کلتور دښمنو اشخاصو د سترګو خار دی. .

حضرت ولي هوتک
فغانانو هیچا ته اجازه مه ورکوئ چي دقلم هستۍ اوملي ارزښتونه مو سپک کړي ! خپل ارزښتونه وپالئ ، ددې وطن اوخاوري داصلي بچیانو درناوی او قدر وکئ ، مه پريږدئ چي ښاغلی جهاني د ايران پالو او د هغوی په نوم د پرديو رسنيو د چټياتو او بې ځايه مخالفتونو ښکار سي ! انساني او علمي تفکر. ملي کادرونه د یو هیواد بډایه معنوي او ټولنیزه شتمني ده. هره ټولنه په خپلو انساني ارزښتونو او لوړوشخصیتونو ویاړي او خپل وتلي شخصیتونه او علمي څیرې نړۍ ته ورپېژني او ویاړ په کوی. موږ هم له نیکه مرغه په خپل هیواد کی دا سي علمي ، وتلي څیرې او ملي کادرونه، اود ویاړ وړ شخصیتونه لرو. دا مهمه نه ده چي پوه، باوقاره، انسان دوست، او نیک انسانان دکوم قوم دي ، بلکي مهمه دا ده چې دوی د بشریت ګډه سرمایه او د الله(ج) یوه پېرزوینه ده، باید زده کړه ورڅخه وسي او پر قدمونو یې باید قدمونه کښېښول سي، د دې ډول اشخاصو افکار باید نورو ته انتقال سي او له دوی څخه باید زده کړه وسي. د اطلاعات او فرهنګ وزارت دافغانستان د ملي- معنوي شتمنیو ساتونکی، وده ورکوونکی او مهم چوپړ کوونکی حکومتي ارګان دئ،چي د ګڼ شمېر سازمانونو، موسساتو ، ارتباطاتو او اړيکو او ګڼ شمېر منل سويو تګلارو مجموعه جوړوي او رهبري کوي یې. زموږ د اطلاعات او فرهنګ وزارت هم د ناسمه انګېرنو، منفي سياليو ، د مثبت فکر د کمښت ، يود بل څخه د کرکي ، دمثبتو او منفي ارزښتونو د تفکيک نه کولو او نوور منفي ټولنيزو ښکارندۍ پر ځاى مثبتي ټولنیزي ښکارندۍ لکه زغم ، نوښت ، ګډي هڅي، د غوره بدلون لېوالتيا ، د انرژي او ښکلا احساس مسئووليت منل، علم او پوهي ته وده ورکول، د اطلاعات او معلوماتو نشر او پراختیا، دملي کلتور او هڅوب ترقي یې دنده او د انساني ارزښت ته وده ، دنوي مبتکر او دروڼ انده نسل روزنه او دې ته ورته لوړو ارزښتونو په ایجاد او وده او پراخولوکي اغېزه لري.چي دې ته ټولیزه پانګه هم ویلای سو. له نیکه مرغه نن ورځ د دغي پانګي د ساتني او ودي دپاره ښاغلی عبدالباري جهاني صاحب په څېر یو دروند اودافغانستان دملي سرود جوړونکی شاعر لرو. د داسي يوه هېواد دپاره ډېره مهمه ده لکه زموږ هیواد چي هیوادوال دتاوتریخوالي، تعصب، شخړو،بیعدالتۍ اودناپوهۍ د ناوړه حالت څخه وسم حالت یعني ټولنیز عدالت، مساوات، سولي، د پوهي خپریدا، پراخ تفکر او دسالم قضاوت ولور ته بوزي. له نیکه مرغه دافغانستان داطلاعات او فرهنګ ښاغلی وزیر جهاني صاحب همدا سرمایه هیواد ته راوړی ده او د ولس او هیوادوالو او دافغانستان دملي فرهنګ په خدمت کی دئ، خو له بده مرغه یو شمېر متعصبي کړۍ او د پرديو د تالۍ څټي دا دروند سپین ږری تخریبوي . افغانانو هیچا ته اجازه مه ورکوئ چي ارزښتونه مو سپک کړي ، خپل ارزښتونه وپالئ او ددې وطن داصلي بچیانو درناوی وکئ . په درنښت . حضرت ولي هوتک
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery