مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-09-10   مخپرونکئ : ــ-------------------------------

جنرال ريچارډز: طالبان نور مات شوي دي

په افغانستان كي د ناټو پوځي مشر ډګر جنرال يويډ ريچارډز د بي بي سي راډيو له پښتو څانګي سره په يوه مركه كي ويلي چي دى دا نه مني چي طالبان پياوړي شوي دي.
دا په داسي حال كي ده چي د ناټو غړي هيوادونه په وارسا كي افغانستان ته د نورو سرتيرو پر لېږلو سلا مشورې كوي، خو جنرال ډيويډ ريچارډز ادعا كوي چي طالبان مات شوي دي.
دى وايي:
((زه اصلاً دا خبره نه منم چي موږ له ستونزو سره مخ يو، موږ د خپل ماموريت په پيل كي يو چي شپږ اونۍ وړاندي مو پيل كړى دى، زه د ښو سرتيرو په څېر پر نډ مهالو ستونزو نه زړه ماتى كېږم، موږ امنيت ټينګوو.))
نوموړى په دې اند دى چي افغانستان ته د نورو سرتيرو اتګ به پر طالبانو د حملې لپار دوى ته نوره موقع هم برابره كړي.
دى كه څه هم له طالبانو سره د هري نښتي پايله په خپله ګټه ګڼي، خو چي له ده څخه پوښتنه شوې چي طالبان لا ولي دومره فعال دي، نوموړي يې علت دا وښود چي ناټو س تيري غيرله پنجوايي څخه تر اوسه په بل ځاى كي په طالبانو پسي نه دي ور وتلي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery