مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-09-10   مخپرونکئ : ــ-------------------------------

طالبان : ١٨ بهرنى او کورنى عسکر مو وژلى دى

دطالب جنګياليويو وياند قارى يوسف ادعا کړې ده چې زابل کې يې دکابل او کندهار د لويې لار په اوږدو کې پرون له افغان او بهرنيو ځواکونو سره په جګړه کې ١٨ تنه افغان او بهرنى عسکر مړه او ټپيان کړي دي . د زابل ولايت د پوليسو مشر پکتين په سيمه کې د جګړې پخلۍ کوي مګر دطالب حنګياليو ادعا دروغ بولى او وايى يوازې ٢ تنه دولتى عسکر ژوبل او يو طالب جنګيالى وژل شوي دي . ده ومنله چې د ٤ ساعتونو له پاره د کابل او کندهار لويه لار د ترافيکوپه مخ تړل شوې وه .طالب وياند منلې چې يو طالب د جګړې په مهال مړ شوي دي .په سيمه کې عينى شاهدانو د جګړې پخلۍ کوي او وايى د جګړې په مهال يو شمير موټرو اور اخيستى وو او سوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery