مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2006-09-18   مخپرونکئ : ــ-------------------------------

د يو افغان وتلى شخصيت په هکله مو خبروو

افغان وتلى عالم او پوه شخصيت ډاکتر اشرف غني احمدزى غواړي خپل ځان د ملګرو ملتونو د سرمنشى څوکى ته کانديد کړي . ٥٧ کلن افغان او نړيوال سياست پوه اشرف غنى چې د بيروت ، امريکا او نورو نړيوالو پوهنتونو څخه په نړيوالو ، انسان پيږندنې ، مالى او اقتصادي چارو کې د پام وړ لوړې زده کړې لري او د نړۍ د ماليې د وزيرانو غوره لقب يې خپل کړى، د هغو ٧ تنووتلو کسانو په لست کې اځي ، چې د ملګرو ملتو د مشرتوب څوکۍ ته يې ځانونه ورپيږندلى دي . له دغو کسانو څخه يوازې يو تن د اروپا او نور ټول د اسيا له وچې څخه دي.د ملګرو ملتونو د اوسني مشر کوفى حنان دنده د روان زيږديز کال تر پايه ختميږي او ټاکل شوې ده ددغه سازمان په ٦١ عمومى ناسته کې هم په دغه موضوع خبري وشي . ډاکتر اشرف غني هغه وتلى ، زړه سوانده عالم او منل شوي او پيږندل شوي نړيوال شخصيت دى ، چې کلونه کلونه يې د دنيا په مشهورو پوهنتونو، نړيوال بانک او نورو نړيوالو چاروکې دندې سرته رسولې دي . د بن له پريکړو وروسته د نوموړى پرله پسې هڅې او منډې وې ، چې د و ان اوويجاړ افغانستان او بې وزله افغان ولس له پاره يې د نړيوالې ټولنې پراخه قتصادي او مالي ژمنې تر لاسه کړې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery