مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جنګي جنایتونه : داودخان چا وواژه ؟ (دوویشتمه برخه)


دوویشتمه برخه
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا

له یوه لاسه ټک نه خیژي
دغه لنډه لېکنه چې په هېڅ ډول نه شي کولای د (افغانستان د لومړڼي ولسمشر) محمد داؤد د سیاسي ښادنامو په سموالي یا نه سموالي، دهغه پر پړوالي یا نه پړوالي روښاني واچوي، غواړي یوازې د هغه او د هغه د کورنۍ د وژنې د څرنگوالي په اړه د یوشمیر شته مالوماتو ټولگه راډگر ته کړي.
هڅه به وشي د مخ په ودو گنگوسو د را سپړلو او څرگندولو لپاره چې کله دلته کله هلته اورېدل یا لوستل کیږي لږتر لږه د افغانستان د خلق ډ یموکراتیک گوند له پخوانیو لوړپوړو غړو (کریم میثاق، دستگیرپنجشیري ،سلیمان لایق ، خیال محمد کټوازي) او جنرال امام الدین سره د پرله پسې او اوږدو ټیلفوني مرکو او پوښتنو لړۍ راپیل کړو.
همدارنگه د دغې لېکنې په لا ښه والي کې د نوروکسانو مرستې ته اړتیا لېدل کیږي
۲۰۰۸ کال، د آپریل ۲۸
پته :
Siasang, 679 Rink Ave., Regina, SK., S4X2P3, CANADA
1 (306) 5020882 او 1 (306) 5438950 د ټیلفون شمیرهh

ددې لیکني [لومړۍ برخه] [دوهمه برخه ] [دریمه برخه ] [څلورمه برخه ] [پنځمه برخه ] [شپږمه برخه ] [اوومه برخه ] [اتمه برخه ] [نهمه برخه ] [لسمه برخه ] [یولسمه برخه ] [دولسمه برخه ] [دیارلسمه برخه ] [څوارلسمه او پینځلسمه برخه] [شپارسمه برخه ] [اووه لسمه برخه ] [اتلسمه برخه ] [نولسمه برخه ] [شلمه برخه ] [یویشتمه برخه ] دلته وګورئ. . .

بیا هـم مـرجـان ...

د "Conflict in Afghanistan: A Historical Encyclopedia"، کـتاب په ۱۴۹پاڼه کې چې د Frank Clements لېکنه ده د "خـرم، عـلـی احـمــد له 1931 تر 1977" سرلیک لاندی داسې راغلي دي :

" علي احمد خرم په [کابل/افغانستان کې] خپل کار د پلان په وزارت کې له ۱۹۵۶زکال څخه را وروسته پیل کړ. نوموړی په ۱۹۵۷ز کال کې د کابل پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي او په ۱۹۶۸ د [امریکا په پنسلوانیا کې] د پیتـزبور له پوهنتون څخه فارغ او تر ۱۹۶۸ز کال پورې د امریکا په متحده ایالاتو کې د نورو زده کړو لپاره پاتې شوی دی. خرم په ۱۹۵۸ ز کال کې د پلان په وزارت کې د پلان جوړولو او د پلانونود همغږۍ د څانگې مشر وو او تر ۱۹۷۱ ز کال پورې د پلان جوړولو او سوداگرۍ د څانگې د مشر په توگه پاتې شو. له ۱۹۷۱ تر ۱۹۷۷ز کال پورې یې د پلان د وزیر په توگه کار کاوه.

د علي احمد خرم د وزارت په دور کې محمد داؤود پریکړه کړې وه چې د هیواد له اوږو څخه د شوروي د مالي مرستو د پیټې دروندوالی راټیټ او د پرمختگ په چارو کې د مالي مرستو لپاره ایران او عربي دولتونو ته مخ واړوي.
له همدې امله علي احمد خرم ته ویل شوي ول چې تر لاس لاندې او په پام کې نیول شوي پروژې دې ژر تر ژره پای ته ورسوي او د شوروي د نورو مرستو له منلو څخه دې ډډه وکړي.

خرم د ۱۹۷۷ز کال د نوامبر په شپاړلسمه نېټه د محمد مرجان په پلوه ووژل شو. مرجان ویل چې دغه وژنه یې د " اسلامي انقلاب" په نامه تر سره کړې ده ، د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د " خلق" له ډلې سره د هغه تړاو نورې پوښتنې را پورته کړې وې. نوموړی په ابدي حبس محکوم او وروسته د عمومي بخښنې په لړ کې له زندانه خلاص شو."
(References: Louise Dupree & Albert Linette, eds 1974
Afghanistan in the 1970s, New York: Praeger), ABC CLIO, 2003



" مرجان د کي جي بي مرۍ"
ما د دیارلس سوه او یو اویایم کال د وري د مېاشتې په دیارلسمه [۱۹۹۲ داپریل ۲۶] د " افغان ، ملي یو والي" د خپرونې په دریمه گڼه کې د " هاشم میوند وال په وژنه کې پر محمد داؤود د بې بنسټو تورونود لگولو" تر سرلیک لاندې یوه لیکنه خپره کړه او ټینگار مې کړی وو چې د علي احمد خرم ، میراکبر خیبر ، سردار محمد داؤود او د هغه د کورنۍ او زموږ د نورو زرگونو هیوادوالو د وژنې پریکړه د کي جي بي څارگرې ادارې کړې وه." (غوث الدین فاﺋـق د " رازې که نمیخواستم افشأ گردد" د کتاب ۱۰۸ پاڼه ، پیښاور/پاکستان د افغاني مطبوعاتو مرکز، ۲۰۰۱زکال ، مارچ)

" زه اخواني نه یم"

د مرجان په لاس د علي احمد خرم د وژنې په اړه د " چند سطر شکسته در باره تجاوز روس در افغانستان" (نوی ډیلی/ هند ، د لیتو د خپروندیې ټولنې خپرونه) په کتاب کې په ۱۹۸۱زکال کې په ډیر لنډیز راغلې او همدغه لیکنه په ۱۹۹۵ زکال کې د " پگاه" د میاشتنۍ خپرونې په پینځمه گڼه کې په کاناډا کې د دویم ځل لپاره خپره داسې شوې ده :

د دیارلس سوه او اوه پینځوسم [۱۹۷۸ز] کال په وروستیو شپو ورځو کې د هوایي ځواک له یو شمیر افسرانو سره یو ځای و نیول شوم چې د څرخي د پله د زندان دویم بلاک ته و سپارل شوو. د وخت په تیریدلو د زندان له چاپیریال سره اشنا کیدلو ؛ وا مې وریدل چې مرجان هم د بلاک د همدغه دالان په خونو کې بندي دی. د علي احمد خرم د وژنې خبر او د هغه د وژونکي اعترافات مې د رسنیو له لارې اوریدلي ول او د مرجان لیدنه راته په زړه پورې وه.

له یوې مودې وروسته مې مرجان ولید او غوښتل مې له نیږدې ورسره وگورم. مرجان /..../ لوړه ډنگره ونه او له هډوکو ډک وچ مخ یې درلود. د تفریح په ترڅ کې د بلاک په انگړ کې دریده ، خپله غاړه به یې لږ کږه نیوله او تر ډیر وخت پورې به یې سترگې لمر ته نیولې. مرجان ډیرې لږ خبرې کولې او د بې سر او پایو خبرو لور او گودر یې مالوم نه وو او خبرې یې بې انډوله وې.

یوه ورځ مې له مرجان څخه د پلان د وزیر د وژنې په اړه پوښتنه وکړه. هغه ځواب راکړ :" هر هغه څه چې تاسو د راډیو له لارې اوریدلي او په ورځپاڼو کې مو لوستلي ، له اخواني توب او له گلبدین حکمتیار سره زما له نیغو اړیکو پرته ، نورې ټولې خبرې سمې وې!"

موږپه لومړیو کې انگیرل چې گڼې مرجان د [افغانستان د خلق] ډیموکراتیک گوند او واکمن حکومت له ویرې درواغ وایي خو د وخت تیریدلو او د خلقي حکومت د پرله پسې وژنو لړۍ چې موخه یې د اخوانیانو ، مساواتیانو او په روس پورې د نه تړل شویو چپیانو وژنه وه بل ډول انځور رامنځته کړ ، له ټولو د پام وړ خواشینوونکې خبره د دویم بلاک په انگړ کې د دیارلس سوه اته پنځوسم لمریزکال د غبرگولي د مېاشتې په اتمه او یولسمه نېټه [ ۱۹۷۹ز کال د مې ۲۹ او د جون لومړۍ] د داؤود د واکمنۍ د دور د بندیانو ډله ییزه وژنه وه (په وژل شویو کسانو کې داسې بندیان هم ول چې د خپل بند قانوني موده یې تیره کړې وه لکه ښاغلی فصیح د بامیانو د ولایت د یکاولنگ له ولسوالۍ څخه)

ددغو ټولو پیښو په لړ کې چې زموږ ترمخ تیریدلې د مرجان د خطرناکې دوسیې په پام کې نیولو سره د هغه ژوندي پاتې کیدل موږ ټول په شک کې و غورځولو او پوه شوو چې ترکاسې لاندې بله نیم کاسه هم شته.

د څرخي پله په زندان کې د مرجان د دوسیې مستنطین او د دهمزنگ د محبس مدیر غني عمرزی صافي هم له موږ سره د زندان په حجره کې بندیان ول. مرجان چې هر وخت نوموړي کسان لیدل نو د خپل د لاس د گوتو په کږولو به یې ویل : " هغوی زما د لاس گوتې را ماتې کړې دي."

یوه ورځ مې له غني څخه د مرجان د " اخوانیتوب یا نه اخوانیتوب" په اړه وپوښتل. هغه ماته ځواب را نه کړ. هر گوره ، زموږ شک هغه مهال په یقین واوښت چې مرجان د دیارلس سوه اته پینځوسم لمریز کال د مرغومي د مېاشتې د شپاړلسمې [ ۱۹۸۰ز کال د جنوري شپږمه ] نیټې له عمومي بخښنې یوه اونۍ مخکې له یو شمیر نورو بندي پرچمیانو سره یو ځای له بنده آزاد شو"(دو تصحیح و یک تبصره، فـــرهـاد لبیب، گڼه 91، د مـارچ لومړۍ 2009، www.kabulnath.de)

" مرجان نه خلقي وو ، نه پرچمي "

د ۲۰۰۹ زکال د فبرورۍ په شپاړلسمه نېټه جنرال خوشحال پیروز صافي په ورین تندي ومنله چې د مرجان د ژوندانه او د هغه د کارنامو په اړه یو شمیر پوښتنو ته ځواب را کړي.

سـیاه سنگ: ویل کیږي چې تاسو مرجان له ډیر نیږدې پیژانده؟

جنرال پیروز: له مرجان څخه زما پیژنده زما د دندې په تړاو وه. کله چې نوموړی د علي احمد خرم د وژنې په تور و نیول شو زه د کورنیو چارو د وزارت د منتظره قطعې د کشف آمر وم. د هغه له نیول کیدلو وروسته مې پینځلس شپې په یوې خونې کې ورسره تیرې کړې. د یوه ساتونکي په توگه ما د مرجان د ځاني امن او خوندي ساتلو دنده درلودله.

سـیاه سنگ: هغه څه ډول سړی وو؟

جنرال پیروز: که ستاسو موخه د هغه د څیرې بیلگې وي ، مرجان تور بخونې لمرسوځولې رنگ درلود ، لوړه ډنگره ونه ، غټې سترگې او ډکې وروځې یې درلودلې ، له رواني اړخه لږ نا آرامه او عصبي وو. د پلار نوم یې غلام سخي وو. یو ورور یې ډاکټر افضل نومیده چې په روسیه کې یې زده کړې کړې وې او په سید نور محمد شاه مینه [کارته نو] کې یې ژوند کاوه. سره له دې چې مرجان د یوې بې وزلې کورنۍ له ټغر څخه سر راپورته کړې وو خو ښوونځي یې په لوړو نمرو او لوړې درجې پای ته رسولی وو. په تنکۍ ځوانۍ کې یې گلان پلورل. د لید لوري له اړخه ویلای شم چې ښې زده کړې یې کړې وې ؛ هغه لوړې زده کړې یې ترسره کړې وې او په منځنۍ کچه یې هر اړخیزه مالومات هم درلودل. مرجان د ننگرهار ولایت په شگه کې زیږېدلی وو او په ټبر زاخیل وو. مرجان درې ماندینې درلودلې، دوې ماندینې یې له شگې او یوه ماندینه یې له کندز څخه وه.

سـیاه سنگ: له دغو دوه وو گزارشونو څخه کوم یو یې رښتیا یا لږ تر لږه له رښتیا سره ډډه لگوي. گزارشونه وایي چې : " مرجان د بگرامیو پر سړک له ښکاري توپک سره و نیول شو" او " مرجان د [پلان د وزیرعلي احمد خرم له وژنې وروسته] و تښتید او ځان یې په شاه شهید مینه کې خپل کورته ورساوه. نوموړی د تیښتې او مقاومت له هڅو پرته ځان له یوې تومانچې سره پولیسو ته سپاري."

جنرال پیروز: د دیارلس سوه شپږ پینځوسم کال د لړم د مېاشتې په څلورویشتمه نېټه د څلنۍ " چهارشنبې" په ورځ [۱۹۷۷ د نوامبر ۱۶] مرجان و کولای شول چې د علي احمد خرم له وژنې وروسته د پیښې له سیمې څخه وتښتي. وروسته څرگنده شوه چې په ټکسي کې سید نور محمد شاه مېنې ته د خپل ورور کورته تللی وو. له هغه وروسته مرجان له ډیرو گړنگونو او کږلیچونو په تیریدا ځان د یک لنگه کوتل ته رسولی وو او له هغه ځایه یې غوښتل له بگرامیو څخه ولاړ شي او ځان د خلکو له سترگو په کوم گوټ کې پټ کړي. د لارې په اوږدو کې د نساجي د رﺋـیس موټر ناڅاپه د مرجان مخې ته ورځي. مرجان موټر دَرَوي او له زور زیاتي او گواښونو څخه کار اخلي او غواړي چې ده ته هم په موټر کې ځای ورکړي. په دغې شېبې کې د مرجان هڅې بریالۍ نه وې ځکه په همدغه شېبه کې یو بل سړی تیریږي چې دوه سپیان له ځان سره لري او پیښه یې له ورایه څارله نوموړي سري لیدل چې یو ناپیژندل شوی سړی شکمنې لوڅې پوڅې او هلې ځلې کوي. هماغه سړی د مرجان پرځان خپل سپیان خوشې کوي. مرجان بله لار نه لري او بیرته سید نورمحمد شاه مېنې ته را گرځي. په پای کې د هماغې ورځې د ماسپښین په څلورو بجو د سید نورمحمد شاه مېنې د ۲۴ سړک [کارته نو] د نانوایي په تم ځای کې د پولیسو گوتو ته لویږي ، سره له دې چې په لاس کې یې توپک او تومانچه وه ، نیول کیږي.

سـیاه سنگ: آیا خرم په هماغه تومانچې وژل شوی وو؟

جنرال پیروز: نه! د عدلي طب پلټنو او څیړنو څرگنده کړه چې د پلان د وزیر له مړي څخه د امریکایي Walther تومانچې گولۍ موندل شوې وه. خو دا څرگنده نه شوه چې نوموړې والتر تومانچه په څه ډول ورکه شوه. آیا مرجان نوموړې تومانچه په کوم نا مالوم ځای کې لیرې غورځولې وه یا یې په پټه چاته ورکړې وه؟ زه نه پوهیږم. خو له وژونکي څخه یو ښکاري (چره یي) توپک او یوه اسپانوي "Llama" تومانچه لاس ته راغلې وه.

سـیاه سنگ: آیا تاسو پوهیږﺉ چې د مرجان گوتو ته نوموړی ښکاري توپک په څه ډول ورغلی وو؟

جنرال پیروز
: د مرجان ورور ډاکټر افضل د پلټنې ډلې ته داسې وویل : د علي احمد خرم له وژل کیدلو دوې ورځې مخکې ما مرجان ته په کور کې ډیر نصیحت وکړ او ورته مې وویل چې تا زده کړې کړي دي او تا ته ښایي چې له ورانکارو او غیر قانوني کړو وړو څخه ځان لیرې وساتی خو مرجان د تل په شان له ما سره شخړه کوله او زما د خبرو پروا یې نه کوله. وروسته خبر شوم چې دغسې یو غټ جنایت یې تر سره کړی دی. مرجان د پیښې له سیمې څخه له تښتیدا وروسته ، زما د ماندینې په وینا زما کورته راغی او له هغې یې و غوښتل چې ښکاري توپک او تومانچه دې ورته په بیړه ورکړي. زما ماندینې مقاومت او مخالفت وکړ. خو مرجان په دې بریالی شو چې نوموړې وسله له اجازې پرته را پورته او له کوره ووځي.

سـیاه سنگ: د مرجان تر څادر لاندې د پټو نقشو او کسانو په اړه څه مالومات لرﺉ؟

جنرال پیروز : مرجان د خپلو شخصي او خصوصي کیسو ترڅنگ چې هره شپه به یې ماته کولې د پلټنې د ډلې د پوښتنو او ځوابونو لړۍ به یې هم ټکی په ټکی را ته ویله. یوه شپه مرجان راته داسې وویل : " دوه کاله مخکې [۱۹۷۵] کله چې زه کندز ته د ساینس د ښوونکي په توگه ولاړم هلته په امام صاحب کې له گلبدین حکمتیار سره آشنا شوم. هغه ماته وویل ' غریب سړی یې او روزگار دې هم سم نه دی.مگر زه در سره مرسته کولای سم چې ژوند دې ښه سي. گلبدین زیاته کړه چې : ' له ما سره اړیکه ټینگه وساته. تا له ځان سره پاکستان ته بیایم او له یوې مودې وروسته بیرته هیواد ته را ستنیږو" لنډه دا چې له هغه سره پاکستان ته ولاړم او هلته مې د پوځي زده کړو یوه دوره تیره کړه. هیواد ته د ستنیدا په وخت کې ماته حکمتیار د شگې په سیمه کې وویل :" دلته د څو شېبو لپاره د یو چا لیدلو ته ورځو." له هغه وروسته زه یې یوه سړي ته ور وپیژندلم اوورته یې و ویل : " دا سړی زما نوی ملگری دی." نوموړي سړي له روغبړ او د هر لور او گودر له خبرو وروسته یې یوه سړي ته چې بزگر ښکاریده گوته ونیوله او ویې ویل : " ایا کولای شی د هغه سړي ژوند په یوه ډز واخلی؟ " هک پک پاتې شوم او گلبدین ته مې وکتل. گلبدین غلی او بې تفاوته ولاړ وو. پوه شوم چې اوضاع خراپه ده. ما هم له ناچارۍ پریکړه وکړه او ناپیژانده بزگر مې په یوه ډز مړ کړ. حکمتیار په ډیره سړه سینه ماته مخ را تاو کړ او په موسکا یې وویل : " آپرین ! ښه نښه ویشتلای شي. له هغه وروسته د کندز په لور و خوځېدلو."

سـیاه سنگ: مرجان د علي احمد خرم په اړه څه ویل؟

جنرال پیروز: زه به یې تاسو د مرجان له خولې ووایم." ماته یوه ورځ گلبدین حکمتیار داسې دنده را وسپارله : کابل ته ولاړ شه او علي احمد خرم د کار له دفتره دباندې را وباسه. له هغه سره یو ځای د وزیرانو په موټر کې پورته شه او ورته ووایه چې تا ارگ ته داؤود ته بوځي. له دې چې د وزیرانو موټران د ارگ په دروازه کې نه پلټل کیږي د خرم په مرستې په ډیرې آسانۍ کولای شی د داؤود خان د کار دفتر ته ولاړ شی او هلته یې ځای په ځای ووژنی. ددغې پیښې په ترڅ کې به درې تنه نور ستا امنیت ونیسي."

سـیاه سنگ: ولې د نورو وزیرانو له ډلې څخه علي احمد خرم په نښه شوی وو؟

جنرال پیروز: د مرجان په وینا خبره په هیڅ ډول د پلان د وزیر پر سر نه وه. هر وزیر چې گوتو ته ورغلی وو د هغه کار کیده د هغه موخه دا وه چې د وزیرانو په ځانگړي موټر کې ارگ ته دننه ولاړ شي او د سردار داؤود لیدلو ته ورسول شي. د مرجان موخه د ولسمشر وژل ول او له وزیر سره یې سر او کار نه درلود. مرجان د خپلې نقشې د پلي کولو لپاره د پلان وزیر ځکه غوره کړ چې د نورو وزارتونو برخلاف د پلان د وزارت ودانۍ په ډیر ښه ځای کې د سړک په غاړه کې پرته وه ؛ او نوموړې ودانۍ نه کومه څلور دیوالي او نه ساتونکي درلودل. په دې مانا چې په ډیرې آسانۍ یې کولای شول ځان خپلې ټاکلې موخې ورسوي.

سـیاه سنگ: او د علي احمد خرم د وژل کیدلو څرنگوالی؟

جنرال پیروز: مرجان وویل : کله چې زما زړه مې ډاډه شو چې هغوی زما امنیت د افغان لوی پلورنځي [فروشگاه بزرگ افغان] ودانۍ ته نیږدې نیولی دی او د کومې خرابۍ په رامنځته کیدلو د امنیت نیوونکو ټکسي زما د ژغورنې لپاره را دانگلای شي نو د پلان د وزارت له دروازې نیغ په نیغه د وزیر سکرتر ته ورغلم او هغه ته ومې ویل: د پلان ښاغلي وزیر صاحب ته یو ډیر ضروري او مهم پیغام لرم. سکرتر وویل : وزیر صاحب له یوه بهرني میلمه سره د لیدلو په غونډه کې بوخت دی. سترگې په لار کښینـﺊ چې غونډه پای ته ورسیږي. ما وویل : نه ! نه شم کولای سترگې په لار پاتې شم. زه باید همدا اوس هغه ووینم. سکرتر وویل : اجازه نشته. وزیرصاحب ته ستاسو تگ هېځ امکان نه لري. هغه د جاپان له یوه سوداگریز پلاوي سره ډیره مهمه او ضروري غونډه لري. ما وویل : زما کار تر ټولو مهم او ضروري دی او پرته له دې چې د سکرتر ټینگار او مخنیوی په پام کې ونیسم د وزیر خونې ته ننوتلم او هغه ته مې په بیړه وویل چې ما له ځان سره د داؤود خان د لیدلو لپاره ارگ ته دننه بوځي. مخکې له دې چې علي احمد خرم کوم غبرگون له ځانه څرگند کړي وړاندې ولاړم او د هغه د دفتر د ټیلفون مزی مې پریک کړ. وزیر بله چاره نه درلودله او له ما سره یوځای له خونې را ووت او په لاره روان شوو. وزیر موټر ته د پورته کیدلو په حال کې خنډونه رامنځته کول. له بلې خوا وخت مې له لاسه ورکاوه او له بل لوري خلک او څو تنه وسله والو کسانو مخته را دانگل. ما چې داسې ولیدل نو ما هم وزیر په ډزو وویشت او په ټکسي کې و تښتیدم.

سـیاه سنگ: آیا دا رښتیا ده چې مرجان د پلټنو په لړ کې نه وهل شوي او نه ټکول شوی او هر څه یې په خپله خوښه وویل؟

جنرال پیروز: سل په سلو کې رښتیا ده. مرجان له وهلو ټکولو پرته هرڅه په خپله ومنل. دا هم باید ور غبرگه کړم چې د مرجان له نیول کیدلو وروسته تر څو اونیو پورې په ولچک او زولنو کې ساتل کیده. چارواکي اندیښمن ول چې مرجان ځان ونه وژني او یا کوم بل خطرناک کار ته لاس وانه چوي.

سـیاه سنگ: آیا د ځان وژنې نښې نښانې په هغه کې لیدل کیدلې؟

جنرال پیروز: مرجان په څو څو ځله ماته ویلي ول چې : کاشکې یوه تیره اوسپنه ، میخ ، چاکو یا تیغگی مې لاس ته راغلی وا ی چې ځان مې ددغه ژوند له شر څخه خلاص کړای وای.

سـیاه سنگ: ویل کیږي چې مرجان رواني ستونزې درلودلې ، آیا رښتیا ده؟

جنرال پیروز: په پخوانیو یې نه پوهیږم. خو دومره پوهیږم چې د چا خبره د مرجان " اعصاب لږ خراب" ول. ما د مرجان په ساتلو کې پینځلس شپې ورځې نوکریوالي وکړه ، بیا کورته ولاړم ، دوه ورځي ورسته بیرته راغلم په هکپکوالي مې ولیدل چې د مرجان رنگ تک ژیړ او مخ ، لاس او پښې یې شنې اوښتې وې او سر یې په یوه دستمال کې پیچلی وو. ما وپوښتل چې څه ورباندې شوي ول ما ته وویل شول : کله چې ته نه وی ، د کابل ولایت د قرار گاه بولندوی هاشم (غویی هاشم / هاشم گاو/دا د مرجان تکیه کلام وو چې هر چا ته به یې " غویی/ گاو" ویل) د مرجان خونې ورغلی وو او له هغه یې یو شمیر پوښتنې وکړې. یا مرجان سم ځوابونه نه ول ورکړي یا یې داسې شیان ورته ویلي ول چې هغه یې ډیر سخت په قهر کړی وو. په پای کې نوموړي بولندوی مرجان ته د ناموس سپکې سپورې او ښکنځل وکړل ؛ د مرجان دوې ماندینې هم د کورنیو چارو وزارت ته راوړل شوې وې او هغوی ته یې په نغوتې سپکې خبرې کړې وې. مرجان د ښکنځولو په اوریدلو د خونې له گوټ څخه کوشنی میز را پورته کړ او د بولندوی هاشم په ککره یې وواهه او هغه یې په ځمکه را څملاوه. په همدې ترڅ کې مرجان بولندی ته لاس واچاوه چې د هغه تومانچه را واخلي. وسله والو ساتونکو په بیړه را ودانگل او مرجان یې ټینگ ونیو چې تومانچه یې لاس ته ور نه شي. د وسله والو ساتونکو یو تن د تومانچې میل د مرجان په ککره دومره ټینگ وواهه چې د مرجان د ککرې پوټکي او هډوکي ژور ټپ واخیست. ددې لپاره د مرجان د ټپي کیدلو پازوالي بیرته د مرجان په غاړه ور و غورځوي هغوی وویل چې مرجان د بولندوی هاشم له وهلو ورسته د تشناب په لور منډه کړه او خپله ککره یې د لاس مینځلو د اوبو په نلکه ټپي کړه. هر گوره همدو پیښو ته ورته او د مرجان نورو کارونو ته په کتنې کولای شو ووایو چې مرجان په نسبتأ ژورې عصبي ناروغۍ اخته شوی وو. د ساري په ډول ، مرجان به په نا څاپه سترگې لمر ته نیولې او تر شونډو لاندې به په بې مانا ډول غومبیده.

سـیاه سنگ: د مرجان د سیاسي اړیکو په اړه څه مالومات لرﺉ؟

جنرال پیروز: مرجان د خپلو اعترافاتو او کیسو پربنسټ د گلبدین حکمتیار د اسلامي گوند غړی وو.

سـیاه سنگ: آیا مرجان د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند غړی نه وو؟

جنرال پیروز: دا چې وایي مرجان کیڼ اړخی وو او یا کیڼ اړخی لید لوری یې درلود له سره تر پایه غلطه ده. په هماغو لومړیو پینځلسو ورځو کې چې زه له مرجان سره وم ، هغه راته داسې وویل : نه پوهیږم زه لیونی شوی یم یا د پلټنې ډله لیونۍ ده. و مې پوښتل ، څنگه؟ مرجان وویل : نن یې ماته ویل چې که ته ومنـی چې د خلق د ډلې غړی یې ، موږ دې خوشې کوو!

سـیاه سنگ: د پلټنې د ډلې نومونه مو په یاد دي؟

جنرال پیروز: صدیق واحـدي وردک ، مـیر گل ، له مرجان څخه پلټنې کولې او یو بل تن هم وو چې هر څه کوم نوم یې زما په یاد نه راځي.

سـیاه سنگ
: الف هارون د " داؤود خان د کې جي بي په لومو کې" کتاب لیکلی ، نوموړی کتاب حامد ژباړلی او ځینې سَـمَونې یې هم پکې راوړي دي. په نوموړي کتاب کې د پلټنې د ډلې د غړو نومونه داسې یاد شوي دي : " باقي ، نبي ، اتمر ، همکار ، قطره ، خیر محمد او نور پرچمیان ..."

جنرال پیروز: دا سمه ده چې نوموړي کسان ټول د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د پرچم د ډلې غړي ول. خو راځـﺊ لومړی په هماغه کال کې چې د مرجان د پلټنې خبره تر لاس لاندې وه د هغوی برخلیک ته پام وا چوو او بیا د خبرې له سموالي یا نه سموالي څخه جاج واخلو:

باقــي د کورنیو چارو د وزارت د پیژند مدیراو د کابل د قاضي له کلا [قلعه قاضي] څخه وو. نوموړي د کورنیو چارو له وزیر سره د ستونزې له امله لومړی د هلمند ولایت د امنیې د بولندوی په توگه ټاکل شوی وو او بیا کورناستی شو او رسمي دنده یې نه درلودله. د اتمر نوم غلام علي وو او د کورنیو چارو د وزارت د څارگرې څانگې غړی وو. اتمر له کارپوهنیز اړخه نه شوای کولای د مرجان د پلټنې په پلاوی کې برخه واخلي. په همدې توگه نبي د ترافیکو د ریاست کار کوونکی وو، قطره د قوای کار بولندوی او خیر محمد د ښوونې او روزنې آمر وو. دغو کسانو له کومو سوریو او سرچینو کولای شوای د مرجان د پلټنې په لړۍ کې برخه واخلي؟

سـیاه سنگ: ستاسو له خبرو داسې ښکاري چې د مرجان لپاره د پردې ترشا نقشه جوړوونکی گلبدین حکمتیار وو ، نه حفیظ الله امین. آیا همدا پایلیزه جاج اخیستنه سمه ده؟

جنرال پیروز
: حفیظ الله امین دومره ساده سړی نه وو چې د سردار محمد داؤود د له منځه وړلو لپاره داسې یوه ساده نقشه را و باسي او د وزیرانو په موټر کې د علي احمد خرم له لارې مرجان ارگ ته دننه ننه باسي او نقشه پلې کړي. البته ، همدغه حفیظ الله امین داسې کارونه تر سره کړي چې له هغو سره په پرتله د علي احمد خرم وژنه " هېڅ" بلل کیږي. خو کله چې رښتیا ویل کیږي باید یوازې او یوازې هماغه " حقیقت " دې پرته له زیادښت او کمښت او پرته له شخصي دریځ نیولو او غرضونو وویل شي.
شي
[][]
نوربیا
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery