مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جنګي جنایتونه : داودخان چا وواژه ؟ (درویشتمه برخه/ وروستۍ برخه)


کیڼ لوری : مولا گل ، او ورسره ورور یې کابل ته نیږدې د خاورو د هغې کواړۍ پر سر توغ ږدي چې تر لاندې د افغانستان د لومړنی ولسمشر شهید سردار محمد داؤود خان او د هغه د کورنۍ مړي پراته دي چې د ۱۹۷۸ز کال په کودتا کې د کمونیستو کودتاچیانو په لاس په دیرې بیرحمۍ ووژل شول د سردار محمد د ښخیدلو ځای تر دیرشو کالو پورې د پټ راز په توگه پاتې وو.

درویشتمه برخه/ وروستۍ برخه
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا

شـب رفـت و حـدیث مـا به پایان نرسـید
شــب را چــه گـنه؟ قـصـــه مـا بود دراز


ژباړه:
شپه ولاړه زموږ خبرې لا پاتې دي تر اوسه
د شپې گناه په څه ده ؟ کیسه زموږ اوږده وه


هماغسې چې پروسږ کال ویل شوي ول ، دغه لنډه څیرنه لا تر اوسه او هیڅکله به ونه شي کولای چې د (افغانستان د لومړني ولسمشر) محمد داؤود د سیاسي کارنامو پراخ اړخونه ، د هغه د گناه یا د بې گناهۍ سَموالی یا نه سَموالی را وسپړي.

د " پسرلني سباوون د گولیو د باران" په پای کې ښایي یو شمیر لوستونکي و غواړي یو څه د " پایلیزې اخیستنې" په نامه ولولي. له دې چې زه د نورو کسانو د ویناوو د ټایپ کوونکي په توگه ځان د " پایلیزې جاج لیکنې" د لیکلو جوگه نه بولم هیله من یم هغه مشران او کارپوهان چې کارپوهنیزه دنده یې تاریخ لیکنه ده پرته له دې چې په زړونو کې یې د هغو له پایلو څخه کوشنۍ اندیښنه یا خرخښنه را و پاریږي ، دغه تشه ډکه کړي.

پورته لیکل شوي دي : درویشتمه برخه/ وروستۍ" ، دا ځکه چې د محمد داؤود خان او د هغه د کورنۍ د وژل کیدا په اړوند نورې نوې لیکنې لاس ته نه دي راغلي چې د " بینوا او کابل ناتهـ" په ښکلو ویبپاڼو کې کښیښودل شي. خو په یاد ولرﺉ چې د " پسرلني سباوون د گولیو باران" څلورویشتمې او پینځویشتمې څنگیزې برخې یا ملپاڼې هم لري.

دوې راتلونکې برخې به چې په پراخو مالوتي څانگو پسولل شوي د هغو کسانو د نومونو له لښتـنـلیک سره به جوگه وي چې ددغې لیکنې له پیله تر نن پورې یې خپلې هڅې نه دي سپمولي ؛ نوموړې برخې د "فــــــــردا" www.farda.org او www.Benawa.com ویبپاڼو ته ولیږل شي.

که د دوستانو ملاتړ، یاري ، زغم او د زړه له کومې تاوده پیامونه را سره نه وای نو د" پسرلني سباوون د گولیو باران" به هم د پاڼو پر کرښو نه وای راغلای.

سـياه ســنگ
د ۲۰۰۹ز کال د مارچ پینځلسمه

د ټیلفون شمیرې : 1 (306) 5438950 او 1 (306) 5020882
د ډاگ پته : Siasang, 679 Rink Ave., Regina, SK., S4X2P3, CANADA
 

ددې لیکني [لومړۍ برخه] [دوهمه برخه ] [دریمه برخه ] [څلورمه برخه ] [پنځمه برخه ] [شپږمه برخه ] [اوومه برخه ] [اتمه برخه ] [نهمه برخه ] [لسمه برخه ] [یولسمه برخه ] [دولسمه برخه ] [دیارلسمه برخه ] [څوارلسمه او پینځلسمه برخه] [شپارسمه برخه ] [اووه لسمه برخه ] [اتلسمه برخه ] [نولسمه برخه ] [شلمه برخه ] [یویشتمه برخه ] [دوویشتمه برخه ] دلته وګورئ. . .

د دوه وو برخـلېکونو تر منځ کرښه
Carlotta Gall چې د افغانستان او پاکستان په تړاو گزارشونه یې ډیري وختونه د New York Times په ورځپاڼه کې راغبرگیږي ، د الیانور گال او سندیگال لور ده ( ښایي د ډیرلږ شمیر کسانو لپاره د سـندی گال نوم چې د افغانستان د جهاد د کلونو په اوږدو کې له نامتو څیرو او " د افغانستان لپاره د سندیگال د بلنې د ټولنې " بنسټ ایښودونکی وو ، نا آشنا وي.)
میرمن گال د ۲۰۰۹ زکال د جنوري په ۳۱ نیټه نیو یارک ټایمز ته یوه لیکنه ولیږله. د لیکنې سرلیک دا وو : " د هغه راز له مخې څادر لیرې شو چې پر یوه پـَیـر د پای ټکې ږدي". نوموړې لیکنه په لاندینۍ پته د ۲۰۰۹ز کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه خپره شوې ده.
www.nytimes.com/2009/02/01/world/asia/01afghan.html
کله چې د ۱۹۷۸ ز کال [د اپریل د ۲۸/۲۹] په مرگونې خونړۍ شپې ، د شپاړلسو مړیو د ښخولو فرمان ورسید ، د وسله وال ځواک یوه ځوان خو ویرجن افسر وغوښتل د دغه ځای جغرافیا په خپلو یادونو کې ژوندۍ وساتي. افسر، د خپلو همکارانو د خبرو اترو له منځه پوه شوی وو چې هغوی د افغانستان د لومړني ولسمشر " سردار محمد داؤود خان" او د هغه د کورنۍ مړي تر خاورو لاندې کړي دي. افسر ، د ښخولو له ځایه د سړک تر غاړې واټن په شمارلو گامونو میچ کړ.
له هغه اله گوله ځپلي دَور وروسته ، د کمونیستي کودتا په ترڅ د داؤود خان وژنې ، له ځان سره د دیرش کلن ناورین د جگړو لړۍ نغښتې درلودله. دغې خونړۍ جگړې چې د پای څرک یې لا تراوسه نه دی څرگند ، هره افغانه کورنۍ دړې وړې او تاواني کړه.

د پخواني وسله وال ځواک افسر پادشاه میر له دیرش کلنۍ جگړې وروسته د حامدکرزي د واکمنۍ تر رڼا لاندې له څه ناڅه آزادۍ او آرامۍ وروسته یو پټ راز را بربنډ کړ. اوسنۍ واکمني د شاهدانو په مرسته د دې جوگه شوه چې د لومړني ولسمشر او د هغه د کورنۍ د مړیو هډوکي بیا و مومي چې ډیر ژر خاورو ته له بیا خارو سپارلو ورسته به د هغوی د فاتحې لمانځنه ترلاس لاندې ونیول شي.
محمد داؤود د " افغانستان د جمهوریت" بنسټ ایښودونکی او د " مډرن" دولت د پرمختگ ځلانده څیره وه. هغه خپل د اکا زوی ، د افغانستان وروستنی پاچا محمد ظاهر، د دیارلس سوه او دوپینځوسم لمریز کال د چنگاښ د شپږویشتمې [۱۹۷۳ ، جولای ۱۷] په کودتا کې را وپرځاوه او پينځه کاله وروسته د هغه وژنې ، هیواد د وینو او ورانیو د ژور تـل پر لور و خوځاوه.
د محمد داؤود دري څلویښت کلن لمسی نادر نعیم وایي : " که له هر افغانه وپوښتـﺊ چې دغه ټوله [وراني] له کومه ځایه راپیل شوه نو هغه به هرو مرو درته ووایي : د داؤود خان له وژل کیدا وروسته چې د دوه وو برخلیکونو ترمنځ یوه کرښه ده. د دیارلس سوه او اوه پینځوسم لمریزکال د غوایي اوومه [۱۹۷۸ز د اپریل ۲۷] د افغانستان د خپلواکۍ وروستۍ ورځ وه."
په هغه شپه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د محمد داؤود د کورنۍ اتلس تنه غړي او د ماڼۍ یو شمیر کارمندان او افسران ووژل شول او له ښاره دباندې د شپې د تیارې په تورتم کې تر خاورو لاندې شول. څوک نه پوهیدل چې چیرې.
د ژول شویو کسانو په ډله کې د ولسمشر د کورنۍ اتلس تنه غړي ، د ولسمشر ماندینه ، ورور ، درې لوڼې ، درې زامن ، زوم ، ننږور او څلور تنه لمسیان ول.

د هغه څه پر بنسټ چې نادر نعیم یې وایي د محمد داؤود د کورنۍ ټول غړي د دیارلس سوه او اووه پینځوسم لمریز کال د غوایي د مېاشتې په اتمې [۱۹۷۸ز د اپریل ۲۸] نېټې د سهار د څلورو او پینځو بجو په شا او خوا کې د سرو گولیو په باران کې ووژل شول. له یوې ورځنۍ خونړۍ جگړې وروسته ، د امام الدین په نامه یو افسر له یوې ډلې سره د ولسمشرۍ ماڼې ته ولاړ چې ولسمشر ونیسي. محمد داؤود د کودتاچیانو له ډلې سره تـلل ونه منل او د خپلې تومانچې اور یې د هغوی پرمخ پرانیست. د تومانچې د اور په ځواب کې یاغي توپکوال پر محمد داؤود او د هغه پر کورنۍ د گولیو په باران کې را توی شول.
کمونیستانو د ولسمشر له وژلو وروسته د شلو مېاشتو په اوږدو کې د وینو ویالې و بهولې او کار هغه ځای ته ورسید چې د دیارلس سوه او اته پینځوسم کال لمریز د مرغومي په میاشت کې [ ۱۹۷۹ز دسامبر] د " شوروي اتحاد" سره لښکر پرافغانستان یرغل وکړو او د لس کلن نیواک په اوږدو کې په زرگونو افغانانو ووژل شول او یا تري تم شول.

ډیري بلهاریان " قربانیان" د وسله وال ځواک اډې ته نیږدې د څرخي پله د لمن د لمر خاته لورته په بې نښو گورونو کې تر خاورو لاندې کیدل.
پروسږ کال ، د اوسنۍ واکمنۍ د پلټونکو یوې ډلې د دوه تنو شاهدانو په مرستې د نوموړي ځای پلټنې پیل کړې. له دغو دوه تنو شاهدانو څخه یو تن د نن ورځې کورناستی جنرال او د پرون ورځې د [څلورم زغره وال ځواک] د څارنې او ساتـنې/ حفظ و مراقبت] مدیر پادشاه میر وو. هغه ته امر شوی وو چې د [زیس] په موټر کې ټول راوړل شوي مړي په څرخي پله کې پوځي اډې ته نیږدې د شپي په تور تم کې تر خاورو لاندې کړي.( د پادشاه میر په وینا ، په نوموړې شپه کله چې مړي تر خاورو لاندې کیدل ، د کودتا له مشرانو څخه یو تن ډگرمن محمد اسلم وطنجار هم هلته وو)
پادشاه میر د یوې مرکې په ترڅ کې روښانه چې په څه ډول یې مړي له خپلو همکارانو سره د شوبلې په یوه کیندل شوي مورچل " موضع" کې واچَول. کله چې مړي په کیندل شوي ځای کې واچول شول ، پادشاه میر د مړیو د جسدونو په منځ کې پښې کښیښودلې چې له اسلامي دود سره سم د مړیو مخونه قبلې ته واړوي.

نوموړي زیاته کړه : " ما ونه شو کولای مړي و پیژنم ، خو دومره پوهیدم چې د داؤود خان له کورنۍ څخه ول." همدا شان پادشاه میر د یوه موټر چلوونکي خبرې په یاد راوړي. هغه ویلي ول : " ما کلونه کلونه د دغې کورنۍ چوپړ کې کړی دی."
له هغه وروسته چې " د مړیو پر جسدونو د خاورو اچولو " امر وشو ، ښاغلي پادشاه میر لومړی د لوی موټر ترپال را واخیست او د مړیو پر مخ یې خپور کړ او بیا یې د قبر له څنډې د سړک تر غاړي پورې (۹۰) گامونه و شمیرل تر څو د گور ځای ځایگی یې سم په یاد پاتې شي.

په دویمه شپه د پادشاه میر مرستیال ته فرمان ورکړ شو چې دیارلس نور تازه جسدونه په بل قبر کې هماغه شا او خوا ته تر خاورو لاندې کړي.
ښاغلی میر ډیر ژر له کابله ووت او په غرونو کې د کمونیستي ضد مقاومت له پاڅون سره یو ځای شو ؛ څو کاله وروسته یې د محمد داؤود د کورنۍ د پاتې غړو یوه تن ته د مړیو د برخلیک څرنگوالی څرگند کړ.
د هغو ورځو شپاړلس کلن بزگر، مولاگل یو بل شاهد دی. مولاگل د کودتا په لومړیو ورځو د هماغه داستان سرچینه د هغو سرتیرو له خولې چې دده پر ځمکه یې کیږدۍ وهلې وه ، ترلاسه کړې وه او خپلې مور ته یې ویلې وه.

درې میاشتې وروسته ، کله چې سرتیري ولاړل ، مولا گل د مور په غوښتنې د قبرونو تر شا او خوا ډبرې راټولې کړې او د " شهید د توغ" په نامه یې یو ټوکر پر قبر په رَپا کړ.
دغه ماجرا د واکمن گوند د " تلاشي ډلې" ته بس وه چې لاس په کار شي. هغوی د مولا گل پر کور را توی شول. شپاړلس کلن ځوان غرونو ته و تښتید او له مجاهدینو سره یو ځای شو ؛ د مولاگل له تیښتې وروسته ، کورنۍ یې پاکستان ته ولاړه.

ښاغلي گل هم دغه پت راز ، له ځان سره ساتلی وو تر څو چې شپږ مېاشتې مخکې [د ۲۰۰۸ز کال د جولای / اگست میاشت] د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ د گور د موندلو د پلټونکي کمیسیون کارمندان د (کابل) د خواجه غار کلي ته راغلل.
د محمد داؤود لمسی سردار محمود غازي د قبرونو د کیندنې پر مهال هم وو. نوموړي له ښاغلي پادشاه میر غوښتنه وکړه چې کابل ته راشي او مرستې ته ور ودانگي. جنرال له خپلې وروستۍ نښې سره را ورسید.
ښاغلي غازي وویل : " موږ ټول د غونډۍ پر سر ولاړ وو. جنرال پادشاه میر د ځمکې یوه گوټ ته گوته ونیوله او زیاته یې کړه : " دلته ...!" دوې ورځې وروسته د کیندونکو ډلې هغوی وموندل."

د عامې روغتیا د وزارت مرستیال او د کمیسیون سمبالوونکي فیض الله کاکړ وویل : " د هډوکو بیا پیژندنې څو میاشتې و نیولې. د دیرش کالو په اوږدو کې د پـریـړ او زاږه ترپال کرباس د مړیو مخونه رَژَولي ول او یوازې د ترپال اوسپنیزې کړۍ پاتې وې. د مړیو جامې له منځه تللي وې. د ولسمشر د خور ، عایشې ، پیژندنه د هغې د ځانگړو اورتوپیدیکو بوټانو له مخې وشوه ، د ولسمشر د زوی عمرداؤود ، پیژندنه د اوږو د سر د دوه وو چټک تسمو د کړیو له مخې چې د خپل کمربند په دوه وو څنډو به یې تړلې ، وشوه."

په پای کې محمد داؤود هم د غاښونو د قالب او د قرآن مجید د سرو زرو د یوه کوشني ټوک له مخې وپیژندل شو چې تل به یې د خپلې کرتۍ په استرکې دننه د ټټر پرسر ټومبه.
ډاکټر کاکړ د محمد داؤود د یوه تن د یاورانو ، جنرال انور شاه خان له خولې وویل : " د قرآن مجید دغه ټوک د سعودي عربستان پاچا د افغانستان ولسمشر ته ور کړی وو."
د کمیسیون کارمندانو د دربار له جامه مینځونکي غلام درویش سره چې د محمد داؤود جامې به یې مینځلې هم خبرې اترې وکړې. هغه وویل : " هو. ولسمشر تل قرآن مجید د خپلې کرتۍ په جیب کې دننه ایښوده."

د ډاکټر کاکړ په وینا ، د هډوکو څیړنه څرگندوي چې پر ولسمشر د گولیو باران شوی وو او زوی یې عمر په دوه وو گولیو وژل شوی وو.
د محمد داؤود د خوښینې او د هغه د لور له خوا د لمسي د مړیو څرک چې د کودتا په ورځ ټپیان شوي ول او په روغتون کې یې سا ورکړې وه ، لا تراوسه نه دی لگیدلی. د دغې کورنۍ څو تنه پاتې غړي لومړی بندیان شول او بیا له هیواده د باندې ووتل. د هغوی یو شمیر د ۲۰۰۱ ز کال په پای کې د طالبانو له پرځېدنې وروسته افغانستان ته راستانه شول.

د محمد داؤود د فاتحې لمانځنه به نه یوازې د افغانستان د تاریخ یوه خونړۍ څنډه په نښه کړي ، بلکه د هغه د کورنۍ پاتې غړو په ځانگړې توگه هغو کسانو ته چې دیرش کاله مخکې یې پرهرونه لیدلې ول ، رواني آرامي ور په برخه کړي.
د محمد داؤود لمسیانو ، ښاغلو غازي او نعیم وویل ، هغوی هیله من دي چې خاورو ته د مړیو دویم ځل سپارل د ملي پخلاینې د لړۍ درشل وگرځي او داسې یوه کمیسیون ته لاره پرانیزي چې د تیرو دیرشو کالو د ورانیو حساب او کتاب چې د هر حکومت تر سیوري لاندې شوي وي ، را څرگند کړي.

ښاغلی غازي د محمد داؤود د زوم محمد نظام زوی دی. د غازي پلار په هغه وخت کې د بهرنیو چارو د وزارت کارمندوو چې د غازي له نیکه سره یوځای ووژل شو. غازي زیاته کړه : موږ دلته د وینې په بدل کې د وینې د غچ ، یا د دښمنۍ په بدل کې د دښمنۍ لپاره نه یو راغلي. د رښتیا او رښتونولۍ له مخې باید څادر لیرې شي او د افغانستان د ولس مخې ته دې کښیښودل شي."
دغې کورنۍ ته د وژل شویو کسانو د هډوکو بیا موندنې د زړه تسل ورپه برخه کړی دی. ښاغلي غازي زیاته کړه : " موږ مسلمانان یو. مړي باید آرامځایونه او ژوندیان باید لمانځنځایونه ولري چې لمنځنې ترسره کړای شي. که دغه غوښتنې تر سره شي ، زموږ زړونه به خورا زیات تسل شي."

مل کرښې
۱) له څیړنیز اړخه ، د نیویارک ټایمز په گزارش کې یو شمیر بیلگې سمې نه دي. د ساري په ډول لاندینۍ کرښې :
- محمد داؤود او کورنۍ یې د دیارلس سوه او اووه پنځوسم لمریز کال د غوایي د مېاشتې په اومې نېټې [۱۹۷۸ز د اپریل ۲۸] د سهار د شپږو او اوو بجو او په پیاوړې انگیرنې د سهار د شپږ نیمو او اوو بجو ترمنځ ووژل شول ، نه د هغې ورځې د سهار د څلورو او پینځو بجو تر منځ.
- په ارگ کې دننه د وژل شویو افسرانو او کارمندانو شمیره څرگنده نه ده ، خو دومره څرگنده ده چې د محمد داؤود له کورنۍ څخه یوازې عمر داؤود د نیمې شپي په تور تم کې او نور ټول د غوایي د اوومې له تور ماښام وروسته د دیارلس سوه او اووه پینځوسم لمریز کال د غوایي د مېاشتې د اتمې [۱۹۷۸ز کال د اپریل ۲۷ او ۲۸] نېټې د شنه سهار د گولیو تر باران لاندې ونیول شول.

۲ ) د دغه گزارش په انځوریزه برخه کې مولا گل او وروریې د هغو کواړیو خاورو پر څنډه لیدل کیږي چې تر لاندې یې د محمد داؤود او د هغه د کورنۍ مړي ایښودل شوي ول.

[][]

لیکوال : ریجـاینا (کـاناډا)
د فبرورۍ دریمه ، ۲۰۰۹
ژباړونکی : آټآوا [ کاناډا]
د مارچ اتلسمه ، ۲۰۰۹

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery