مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

جنګي جنایتونه : داودخان چا وواژه ؟ (یوویشتمه برخه)


یوویشتمه برخه
صبورالله ســــــــياه ســـنگ
hajarulaswad@yahoo.com
پښتوژباړه: رحمت آریا

له یوه لاسه ټک نه خیژي
دغه لنډه لېکنه چې په هېڅ ډول نه شي کولای د (افغانستان د لومړڼي ولسمشر) محمد داؤد د سیاسي ښادنامو په سموالي یا نه سموالي، دهغه پر پړوالي یا نه پړوالي روښاني واچوي، غواړي یوازې د هغه او د هغه د کورنۍ د وژنې د څرنگوالي په اړه د یوشمیر شته مالوماتو ټولگه راډگر ته کړي.
هڅه به وشي د مخ په ودو گنگوسو د را سپړلو او څرگندولو لپاره چې کله دلته کله هلته اورېدل یا لوستل کیږي لږتر لږه د افغانستان د خلق ډ یموکراتیک گوند له پخوانیو لوړپوړو غړو (کریم میثاق، دستگیرپنجشیري ،سلیمان لایق ، خیال محمد کټوازي) او جنرال امام الدین سره د پرله پسې او اوږدو ټیلفوني مرکو او پوښتنو لړۍ راپیل کړو.
همدارنگه د دغې لېکنې په لا ښه والي کې د نوروکسانو مرستې ته اړتیا لېدل کیږي
۲۰۰۸ کال، د آپریل ۲۸
پته :
Siasang, 679 Rink Ave., Regina, SK., S4X2P3, CANADA
1 (306) 5020882 او 1 (306) 5438950 د ټیلفون شمیرهh

ددې لیکني [لومړۍ برخه] [دوهمه برخه ] [دریمه برخه ] [څلورمه برخه ] [پنځمه برخه ] [شپږمه برخه ] [اوومه برخه ] [اتمه برخه ] [نهمه برخه ] [لسمه برخه ] [یولسمه برخه ] [دولسمه برخه ] [دیارلسمه برخه ] [څوارلسمه او پینځلسمه برخه] [شپارسمه برخه ] [اووه لسمه برخه ] [اتلسمه برخه ] [نولسمه برخه ] [شلمه برخه ] دلته وګورئ. . .


د " مرجان" د پردې ترشا نقشه جوړوونکی
د دیارلس سوه او اووه پینځسوم لمریز کال د غوایي د اوومې له کودتا مخکې هم د محمد داؤود خان د وژلو نقشې کښل شوې وې. د دغې نقشې په خاورو کې د چا د لاس نښې په سترگو کیږي؟ دغې پوښتنې ته د سم یا لږ تر لږه رښتیا ته د نیږدې ځواب موندلو لپاره باید د څو سمو او ناسمو گزارشونو له کږلیچونو څخه واوړو.

۱ ) مرجان او توره په شاتگپالنه یا ارتجاع
ښايي باور کول پرې گران وي ، خو د میرمحمد صدیق فرهنگ د " افغانستان در پنج قرن اخیر" کتاب په ۸۴۱ پاڼه کې [ لومړی چاپ ، د عرفان ، تهران/ایران له خپرونو ، د غوایي میاشت ، دیارلس سوه او څلور اویایم لمریز کال � ۱۹۹۵ ز کال ، اپریل] د علي احمد خرم د وژل کیدا په اړه لاندنی پاراگراف په سترگو کیږي :
" [پرکال ؟] د نوامبر په مېاشت کې د پلان وزیر علي احمد خرم چې له یوه جاپاني پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې په خبرو اترو بوخت وو د پولیسو د ساتونکو د افسر د سترگو تر څار لاندې د یوه سړي په لاس چې په وچ زور د هغه دفتر ته ننوتلی وو را و ایستل شو او د سړک پرغاړه د تومانچي په مرمۍ ووژل شو. وژونکي چې د پلان له وزیر څخه غوښتل نوموړی دې تر هیواد مشر [محمد داؤود] پورې ورسوي ، د سړک د غاړې په گڼه گوڼه کې ورک شو. خو وروسته د مرجان په نامه یو سړی د بگرامیو پرسړک له یوه ښکاري توپک سره و نیول شو او د نیاوتون د حکم پربنسټ د وژونکي په توگه تورن و بلل شو. کمونیستانو پر هغه د اخواني تور ولگاوه خو د هغه وخت د عدلیې وزیر نوموړی پرچمی و باله. له دې چې خلکو پر حکومت ویسا او ډاډیینه نه درلودله نو د هېڅ لوري پر خبرو یې باور ونه کړ. څرگنده نه ده چې هیواد مشر له رښتینو خبرو تر کومې کچې خبروو خو خاورو ته د علي احمد خرم د مړي د سپارلو پر وخت د هغه وژونکی یې د تورې ارتجاع له چوپړیانو څخه و گاڼه." بس.

۲ ) مرجان چپی وو کې ښي اړخی؟
" د پلان وزیرعلي احمد خرم ووژل شو : پلټنو څرگنده کړه چې وژونکی [مرجان] په چپیانو پورې تړلی وو خو له ورایه له اخوانیانو سره یو ځای شوی وو. هیواد مشر [محمد داؤود] د مړي د ښخولو پر مهال گواښ وکړ او ویې ویل : دولت به هېڅکله او هېڅ څوک که چپي وي که ښي اړخی پرینږدي چې د افغانستان له برخلیک سره لوبې وکړي. خاورو ته د علي احمد خرم د مړي د سپارلو پرمهال د شوروي سفیر هم راغلی وو. ( د " قیام جمهوریت بیست و شش سرطان سیزده پنجاه و دو هجري شمسي" [ ۱۹۷۳زکال د جولای ۱۷] د کتاب ۱۹ پاڼه ، لیکوال او ټولگر : دیپلوم انجنیر کریم عطایي ، دویم چاپ ، سنټ گلن ، سویتزرلند ، ۲۰۰۴ز کال)

۳ ) مرجان ، گلبدین حکمتیار او جیمي کارتر
" د دیارلس سوه شپږ پینځوسم لمریز کال د لړم د مېاشتې په څلورویشتمه ڼېټه [۱۹۷۷ز کال د نوامبر ۱۶] په رڼا ورځ د پلان د وزیر علي احمد خرم وژنه یوه بوږنوونکې پیښه وه. د مرجان په نامه د لغمان د ولایت استوگن یو ښوونکی چې کمونیستي لید لوری یې له ورایه څرگند وو د وزارت په ودانۍ کې د پلان له وزیر څخه د لیدنې کتنې غوښتنه وکړه. دغه غوښتنه په ډیر ټینگار او له گواښونو ډکه وه.
وزیر له جاپاني پلاني پلاوي سره خپله غونډوه وځنډوله او مرجان سره د لیدنې په موخه د غونډې له خونې راووت. د مرجان له گواښه ډکه غوښتنه پر همدغه ځای پای ته ونه رسیدله. مرجان له خرم څخه وغوښتل چې هغه دې هیواد مشر داؤود ته و رسوي. خرم چې د گواښ او ویرې په منگولو کې راښکیل شوی وو د مرجان غوښتنه و منله او له هغه سره د ارگ پرلور وخوځید.

د [دواړو ترمنځ] د پوښتنو او ځوابونو لړۍ اوږده شوه.د وزیر مرستې ته کوم مأمور یا څارندوی را ونه دانگل. وزیر مخته او ترشا یې مرجان د وزارت له ودانۍ د ارگ پر لور په خوځېدا شول. علي احمد خرم د وزارت د ودانۍ مخته د مرجان د تومانچې د ډز له امله پر ځمکه را پریوت. وزیر ته د مرستې په رسولو کې ډیر ځنډ شوی وو. نوموړی په روغتون کې مړ شو.
مرجان و تښتید او په شاه شهید مېنه کې په خپل کور کې پټ شو. له پلټـنیزو هڅو او مقاومت پرته نوموړي له خپلې تومانچې سره ځان پولیسو ته وسپاره. نوموړي داؤود ته څرگنده کړه چې وزیر د وزارت په ودانۍ کې خوندي نه دﺉ.

خاورو ته د خرم د جنازې د سپارلو په وخت کې د ملگرو او عربي هیوادونو د سفیرانو تر څنگ د شوروي سفیر میخاﺋـیلوویچ پوازنوف هم راغلی وو. داؤود له ویرغاړۍ او نومیدۍ ډکه وینا واوروله. هغه چې نه شوای کولای خپل احساسات په خپل واک کې وساتي له دواړو د امریکا له متحده ایالاتو او شوري اتحاد څخه سر ټــَکـَونه وکړه او زیاته یې کړه چې د شوروي په مرستو کې هم شخصي گټې نغښتې دي. ( د داؤود خان دغه وینا په رسنیو کې خپره نه شوه. د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالرحیم نوین په بیړه د راډیو ودانۍ ته راغی او وینا یې له منځه یووړه.)
د پیښې د پلټنې لړۍ پیل شوه. د پیښې په تړاو ډیرې ریښې او څانگې و ځغلیدلې او بېځایه و پړسول شوه. یو شمیر مأمورین په پلټـنو کې وگومارل شول. مأمورینو ته د شپې تنخوا وټاکل شوه او د کورنیو چارو د وزارت ترځمکلاندې ودانې د پلټنو لپاره په پام کې و نیول شوه.
د نوي اساسي قانون پربنسټ د پلټنې واک څارنوالۍ ته ورکړ شوی وو خو څارندویانو و کولای شول د " مرستندویانو" تر نامه لاندې د پلټنې لړۍ ته لاره ومومي او په پای کې د پلټنې د پرمختگ لړۍ په خپله ولکه کې ونیسي. د پلټنې په ډله کې یوشمیر پیژندل شوي او ښکاره څارندویانو لکه باقي ، نبي ، اتمر، همکار ، قطره ، خیر محمد او نورو پرچمیانو برخه درلودله او څارنوالانو ته څرمه یا فرعي ونډه ورکړل شوه. ( د څارنوالو پر تندیو لا له پخوا د اخوانیت ټاپې لگول شوې وې ، ځکه چې د هغو په منځ کې یو شمیر د شرعیاتو له پوهنځي څخه راوتلي کسان هم ول.)

له هغه وروسته چې مرجان خپله خوله په څرگندونو او منلو پرانیستله او د علي احمد خرم وژنه او خپله اړیکه یې له اخوانیانو سره په تړاو ومنله نو د څارنوالانو ویره او وحشت لا زیات شو. له دې امله هغوی د څارندویانو برلاسۍ ته غاړه کښیښودله.
د عدلیې وزیر وفي الله سمیعي او د هغه مرستیال عبدالهادي هدایت کمزوی دریځ درلود ځکه، د هغوی پر نومونو د اسلامي غورځنگ د غړو او د " اخوانیانو" تور لگول شوی وو. له دې چې د عدلیې وزیر د چنگاښ په کودتا کې ونډه نه درلودله نو دې امله د دویمې کچې وزیرانو په کتار کې شمیرل کیده. نور څوک هم نه ول چې داؤود د پیښو له لړۍ او جرړوڅخه خبر کړي.

مرجان نه ووهل شو او نه وځپل شو او په خپله خوښه او زړه یې خوله په خبرو پرانیستله. وژونکی یوازې یو سړی وو او د پلټنې د ډلې غړي ډیر ول. د پوښتنو او ځوابونو لړۍ تر یوې مودې دوام وکړ. دوسیه بشپړه شوه او په پای کې په راډیو کې یې خبر ورکړل شو.
په دغه پیښه کې د امریکا متحده ایالات او د هغه هیواد ولسمشر نیغ په نیغه، گلبدین حکمتیار او په ولسي جرگه کې د شینوارو استازی محمد اعظم شینواری د لاس لرلو په تور پړ وبلل شول.
وژونکي داسې ومنله : " گلاب الدین حکمتیار د جیمي کارتر په لارښوونه د شینوارو له استازي محمد اعظم سره په گډه د میر علي احمد خرم د وژنې نقشه جوړه کړه. ددغې نقشې په پلي کولو کې ما [مرجان] ته حکمتیار لارښوونه را کړه او ما د کارتر نقشه پلې کړه."

( له دغې پیښې مخکې د جبل السراج د سمنټو د شرکت مشر، مهندس شیرآقا چې د محمد داؤود د ملي کلوپ د دور د ملگرو له ډلې څخه شمیرل کیده په خپل کورکې پرته له دې چې د کور شیانو ته یې لاس ور وړل شي ، ووژل شو. داسې انگیرل کیږي چې دغه وژنه کوم پاخه او تکړه جنایتکار په پخسناکۍ (غصه) او سړې سینې تر سره کړي وي)
محمد داؤود د پلټنې د ډلې جاج او په دوسیه کې وړاندې شوي لاسوندونه و منل. دوسیه په عادي توگه نیاوتون ته ولیږل شوه. هغوی ونه شوای کولای چې خپلې خپـړې کارتر ، حکمتیار او د شینوارو استازي ته و غځوي ، په پای کې یوازې د مرجان په زنداني کولو بسنه وشوه.

سره له دې چې مرجان کولای شوای و تښتي خو سرښندنه یې ومنله. خو که مرجان تښتیدلای وای چا کولای شوای د جیمي کارتر او گلبدین حکمتیار پښه په دغه پيښه کې ښکیل و گڼي؟
په همدغه وخت کې د شینوارو استازی محمد اعظم شینواری د محمد افضل خان شینواري زوی د دیورند له کرښې هاغه غاړه واووښت او وتښتید. نوموړي د شینوارو په سیمه کې ژوند کاوه او په جهاد کې یې هم برخه واخیستله. سره له دې چې د نور محمد تره کي او حفیظ الله امین د رژیم پروخت د هغه د کورنۍ ښځمنې او کوشنیان د څرخي پله زندان ته لویدلي ول ، پرکال دیارلس سوه او اووه شپیتم [۱۹۸۸] د ډاکټرنجیب په بلنه کابل ته راغی او د ننگرهار د والي په توگه وټاکل شو.

( ډاکټر حقشناس د خپلو نورو لیکنو په شان پرته له دې چې لاسوند وړاندې کړي د " دسایس و جنایت روس در افغانستان" د کتاب په ۴۷۴ پاڼه کې له عبدالسمیع ژوند څخه نوم اخلي او هغه د مرجان د پیښې د نیاوتون (محکمې) د مشر په توگه یادوي. ښایي د هغه موخه د عدلیې د وزارت د پلټنو رﺋـیس سمیع الدین ژوند وي ، ځکه د عبدالسمیع ژوند په نامه نه کوم څارنوال وو او نه کوم ورمنډگر 'قاضي")

د غوایي له اوومې [۱۹۷۸ز کال د اپریل ۲۷] وروسته مرجان له چا سره ونه لیدل. ویل کیږي چې ښایي مرجان روسیې ته لیږل شوی وي. (سره له دې چې مرجان د خلق د ډلې غړیتوب درلود خو بیاهم د نورالامیني او امیني په رژیمونو کې په زندان کې پاتې شو او آزاد نه شو.خلقیانو ادعا کوله چې نوموړي له گوندي لارښوونو څخه سرغړونه کړې ده. دا خبره ددې لامل شوه چې مرجان لیونی شي. د ببرک د رژیم پرمهال هم مرجان د څو مودې لپاره په زندان کې پاتې شو. هغه پرکال دیارلس سوه دري شپیتم [۱۹۸۴] تر درمنلې لاندې ونیول شو او پرکال دیارلس سوه او څلورشپیتم [ ۱۹۸۵] له بند څخه خلاص شو.د هغه مړی څه موده وروسته د کابل د [سړک ؟] ترغاړې وموندل شو، داسې ښکاري چې نوموړی د زیات الکهولي څښاک له امله چې [پلاستیکي شراب] بلل کیدل مړ شوی وي. [ د [داؤود خان د کي جي بي په لوموکې/داؤود خان در چنگال کي جي بي] د کتاب له ۱۳۳ تر ۱۳۶ پاڼو پورې او هم ۲۹۸ پاڼه، د الف هارون لیکنه ، ژباړه ، سـَمـَونه اویادَونه د حامد، د میوند د خپرندویې ټولنې خپرونه ، پیښاور/پاکستان، دسامبر ۱۹۹۷. ]

۴ ) مرجان او ډاکټر حلیم تنویر
د مرجان په اړه د پورتـنیو مالوماتو ۹۹په سلو کې برعکس د " تاریخ و روزنامـه نگاری افغـانســتان" [د ډاکټرحلیم تنویرلیکنه ، د صبور د اسلامي مرکز چاپ /پیښاور/پاکستان، جنوري ۲۰۰۰] د کتاب په ۲۱۶ او ۲۱۷پاڼو کې پرته له دې چې د " داؤود خان د کي جي بي په لومو کې / داؤود خان در چنگال کي جي بي " له کتاب او یا د لیکوال او ژباړونکي (الف هارون او حامد) څخه په کوم گوټ کې یاونه شوي وي ، مالومات ورکړل شوي دي.
دا دﺉ هماغه سل په سلو کې مالومات چې له هماغه ځایه څخه اخیستل شوي دي :

" د شاهدانو له ډلې څخه یو تن لیکي : " کله چې د دیارلس سوه اووه پینځوسم لمریزکال د مرغومي په میاشت کې [دسامبر ۱۹۷۸] د څرخي پله په زندان کې بندي شوم معلم مرجان مې په دویم بلاک کې ولید. لاس او پښې غورځول او خوځښت یې غیر نورماله او یو شېبه یې هم د یوه روغ رمټ انسان په څیر خبرې نه کولې. مرجان د د یارلس سوه اته پینځوسم لمریزکال د مرغومي په پینځلسمه نېټه [۱۹۷۹ز د جنوري پینځمه] د عمومي بخښنې په ترڅ کې له زندانه خوشې شو."

ډاکټر تنویر د "تاریخ و روزنامه نگاری افغـانسـتان" کتاب په هماغه ۲۱۷ پاڼه کې زیاتوي : " رښتیا خبره دا ده چې کمونیستانو مرجان د نوم په بدلون روسیې ته بیولی ، د هغه ماغزه یې ورگډ وډ کړل او د رښتیا د بربنډیدلو د مخنیوۍ لپاره یې مرجان په یوه لیوني بدل کړ او بیا یې کابل ته را ولیږه چې د هماغې دروهې د رښتونې خټې او تومنې په اړه څه ونه شي ویلای.

څو ترخې پوښتنې : د ډاکټر حلیم تنویر په وینا د مرجان د لاس او پښو غورځول او خوځښت چې غیر نورمال " ول ، نو ولې په بند کې له دوه کاله او څو میاشتو وروسته د هیواد له کرښو دباندې د یوې پياوړي دستگاه له پلوه دې په " عقـلي گډوډې" ککړ شي او له هغه وروسته دې ورڅخه یو" لیونی" جوړ شي؟ ولې کمونیستانو مرجان روسیې ته بیوه او هلته یې په یوه " لیوني بدلاوه ؟ " آیا کمونیستانو نشوای کولای مرجان ته د څرخي پله په زندان کې یو ساده امپول ورکړي چې خوله یې د تل لپاره ور وتړي او یا یې په یوه لیوني بدل کړي؟ دغه ماجرا یې ولې د " مرجان" د ښایسته نوم له بدلولو څخه را پیل کړه؟ ولې مرجان یې له روسیې څخه بیرته کابل ته راولیږه؟ او همدغو ته ورته څو نورې پوښتنې چې د [ځکه] ځواب نه لري.....

کاشکې ډاکټر تنویر د خپلو خبرو په پیل کې د " رښتیا خبرې ..." ضریب نه وای راوستای او دا یې نه وای هیره کړې چې : داسې یوې دستگاه ته چې د خپلو او پردیو مشرانو وژنه د ودکا د شرابو څښلو په څیر ساده وي ، نو د مرجان په څیر د یوه سړي وژونکي له غاړې ځړول چې پرته له وهلو او ټـَکـَولو یې ویلي ول " ما علي احمد خرم وژلی دﺉ " ښایي د یوې غوماشې له وژلو هم ساده وي.

که د ډاکټر حلیم تنویر د لیکنې هماغه پارگراف د مشرانو له دغې خبرې سره سمون خوړلای چې " حقیقت یا له ماشوم یا له لیوني وپوښتۍ" نو دا به ومنو چې ښایي روسیې د مرجان په لیوني کولو او په لوی لاس کابل ته د هغه په بیرته رالیږلو غوښتل د پلازمینې تلوسناک استوگن د " دروهې یا دسیسې په رښتنو" جرړو پوه کړي!

۵ ) مرجان او حفیظ الله امین
" د [افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند] د خلق د څانگې د ډیرو پټو پوځي سازمانونو پازوالي حفیظ الله امین او ډاکټر شاه ولي ، او د پرچم د څانگې د پټو سازمانونو پازوالي نور احمد نور او عبدالوکیل په غاړه درلودله. دغه داوړه سازمونونه د دوه اړخیزه ارگانیک ډاډ د نشتوالي له امله له یو بل سره ټینگ نه ول اوبدل شوي.

د همدغه یو گوني گوند د مشرتابه په ټولو پوړیو کې د خلق او پرچم د څانگو فرکسیونونو په برابره توگه ونډه اخیستې وه. د ا.د. خ.ډ.گ نا اټکل کیدونکي یووالي ، د " ملي غورځنگ" گوندي مشر سردار محمد داؤود ، واکمنې اشرافي کړۍ ، بیلابیل ښي لاسي سازمانونه او هم د سیمې په شاتگپالې ټولنې له هر وخت پخوا بوڅ، غچ اخیستونکي ، پرغزناک ، ترهوري او په ژوره توگه هیښ پیښ کړل. خو د انترناسیونالیستي یو موټې ورورۍ او د ا.د. خ.ډ.گ کې دننه د سیاسي او سازماني یو موټیوالي له پېڅې د " ملي غورځنگ" د گوند د مشرانو له لیونتوبه د ډکو دروهو جرړې او په دغه سازمان کې د نړیوال ښکېلاک د پټو او څرگندو ایجنټانو هڅې په خپل وخت بربنډې او د اصولي نرمښت او نوښت په رڼاکې شنډې او له خاورو سره یو شوې.

د گوندي یو والي د لړۍ غوړیدا او پرمختـلنه ، د مخ په ودې روڼ اندې ټولنیزې مبارزې چټکتیا ، د ا.د. خ.ډ.گ د ژوندانه او جگړیزې وړتیا غښتلي کیدل ، د هیواد انقلابي مبارزینو ته دا پیاوړتیا ور په برخه کړه چې د واکمن ملي غورځنگ د امر او نهی او د سردار محمد داؤود د ځانغښوتونکي بنسټپالنې او د دولت د نورو لوړ پوړو استازو پر وړاندې د پینځه کلنې ترهگرې پالیسۍ له تراخه زغم وروسته لانجمنه او ډیموکراته جگړه راپیل او د ۱۹۷۶زکال د مې د مېاشتې په لومړۍ د نړۍ د کارگرانو د یوموټیوالي د ښادۍ د لمانځنې په ورځ یې د لومړي ځل لپاره په واټونو کې د لاریونونو د سبمالولو له لارې د رژیم د چوپې خولې د دروهې کړۍ ورماته کړه. خو د د ا.د. خ.ډ.گ د سیاسي بیرو له دغې زړَورې او په وخت برابرې پریکړې څخه د هغه مهال پولیس لا مخکې خبر شوي ول ؛ او دغه خبره د غوایي له پاڅون وروسته را بربنډه شوه.

د سردار محمد داؤود د واکمنۍ په وروستي کال کې د سیاسي بیرو د غونډو لړۍ د نورمحمد تره کي د کور د کین اړخ په گاونډیتوب کې د خپل سري رژیم د پولیسو له پلوه ثبتیدلې او د " ملي غورځنگ" د مشر منگولو ته ور رسیدلې. هر گوره ، دولت د گوند له دغې پریکړې څخه په خبریدلو د ا.د. خ.ډ.گ د مشرتابه پرډلې یې د خپل برید لړۍ ته چټکتیا ورکړه. مخکې له دې چې سردار داؤود د ا.د. خ.ډ.گ پرمشرتابه برید وکړي ایران او عربستان ته یې سفر وکړ او د روحانیت غدکه (چپن) یې پرځان کړه او د بې ځایو پلمو او بېخوندو تلوسو په لټه کې شو.
د سردار محمد داؤود په شان حفیظ الله امین او ببرک کارمل هم هر یوه په بیلابیلو کچو د گوند د دواړو څانگو د یو والي په تړاو ویرې او اندیښنې درلودلې. هغوی د دوه اړخیزو ختاوتنو اوبدگومانیو له امله دې ته غاړه کښینښودله چې د گوند پوځي سازمانونو له یوبل سره یوځای او و اوبدل شي ، ځکه هغوی ویل چې افسران نه شي کولای پریو بل ډاډ وکړي.

دا چې آیا امین له سردار محمد داؤود سره تړاو او اړیکه درلودله یا نه ، په دې اړه د ډاډ وړ لاسوندونه نشته. خو حفیظ الله امین د سردار داؤود د دولت د بیروکراتیکې واکمنۍ پرمهال په آزاده توگه او د مبارزې د اصولو په نه پام کې نیولو، د پوځي سازمانونو او افسرانو چارې په ډاډه زړه پرته له کومې ستونزې پرمخ بیولې. له بله اړخه د سیاسي بیرو کار پوهه غړي به تـل او په پرله پسې ډول د سردار داؤود د کورنیو چارو د وزیر قدیر نورستاني د څارگرو ځالگیو تر سیوري لاندې څارل کیدل.

د کودتا د رژیم د ملي مصوؤنیت د سازمان دوسیې ددغه انکار نه منونکي حقیقت پرستـنې ولاړې وې چې سردار داؤود د ا.د. خ.ډ.گ د پوځي سازمانونو او افسرانو له کړو وړو څخه په بشپړ ډول خبر وو. هغه د " خلق" د ډلې افسران پیژندل او ددغو افسرانو د هر یوه د نامه ترڅنگ یې (√) نښه په سره رنگ کاږلې وه.
د سیاسي بیرو د غړو د دوسیو په پرتله د حفیظ الله امین دوسیه پریړه وه. د گوند د مشرتابه او د پوځي سازمان (د سردار محمد داؤود د ملي مصؤونیت لاسوندونه) ما په خپله د غوايي د پاڅون [۱۹۷۸ز کال د اپریل ۲۷] د لومړۍ اونۍ په پای کې د یوه پلاوي په مشرۍ و پلټلې.

کله چې له واکمنو کړیو سره د حفیظ الله امین د تړښت په اړه له نور محمد تره کي څخه پوښتنه کیدله هغه به په موسکۍ خوله ، نغوتو ، لغازو او غیر جدي توگه داسې ویل: هماغسې چې موږ د کارگرې پاړکې د دوران جوړونکې ایډیالوژۍ د خپراوي لپاره د " پیام وجدان" له خپرونې څخه گټه اخلو ، پرته له دې چې د واکمنو کړیو اندیښنې را وپارول شي زموږ گوند ته هم ښایي چې د پوځ په کرښو کې د پیژندل شویو کسانو له لارې د اصوالي نوښت او نرمښت په اډانه کې د مخکښو زیارگالو ایډیالوژي دود او ترویج کړي او د گوند سیاسي او ټولنیز بنسټ پیاوړی کړي.
که دغه گومانونه او ذهني ټړښتونه یوې خواته کښیږدو ، په دې شک شک نشته چې حفیظ الله امین یو انارشېست ، پیښه پاروونکې ، وېلاړ وال (اراده گرا) ، ځانخوښی ، بیرحمه ، د سړې سینې خاوند، پریکند، څوکۍ پال، لوړتیاپال، تیزهوښه ، هڅاند، زړور او د لوړهوډ لرونکی او د ریاضي ښه ښوونکې وو. هماغسې چې بارق شفیعي یې ستایي ، حفیظ الله امین لیواله وو چې د گوند د مشرتابه په کړۍ کې " یوازینی بې سیاله" مشر و اوسي. د غوایي له پاڅونه مخکې او له هغه وروسته د هغه په کړو وړو کې پیاوړې ځانـتـنۍ ، هرڅه پر خپله ستنه راتاوول (ځان چورلېځ) ، او د واکمنۍ خونړي تمرکز ته د څرگندو لوڅو پوڅو او هلو ځلو هڅې لیدل کیدلې.

حفیظ الله امین د بهرنیو چارو د وزارت په تالار کې د " دیارلس سوه او اووه پینځوسم لمریزکال د پاڅون" د لومړۍ کلیزې د لمانځنې په ماښامنۍ میلمستیا کې په برالا او څرگند ډول ویل چې هغه به په افغاني ټولنه کې د ستالین ونډه و لوبوي. د امین د سیاسي ژوند ستره نیمگړتیا او د هغه د ماتې لامل دا وو چې نوموړي د گوندي او دولتي اصولو اوتگلارو په پرتله شخصي اړیکو ته ډیر لومړیتوب ورکاوه. همدارنگه هغه گوندي اودولتي کړنلارو او سازماني موازینو ته پاملرنه نه کوله.
باید پوه شو چې طاهربدخشي ، کریم زرغون ، امان الله استوار، ظاهر افق او ابراهیم سامل ټول خلقي کادرونه ول چې د دیارلس سوه او اووه پینځوسم کال د غوایي د مېاشتې د اوومې [۲۷ د اپریل ، ۱۹۷۸ز کال] له پاڅون څخه مخکې له امین سره په گوند کې دننه د شخړو له کبله په یوه بڼه نه په بله بڼه دې اته اړ شول چې له گوند څخه لاس واخلي. له ډاکټر زرغون پرته ، نورو په بیلا بیلو ډولونو او تکتیکونو په نورو سازمانونو کې په جلا جلا نومونو خپلې مبارزې ته دوام ورکړ.

د حفیظ امین د خپلسرو پارَونو له ډلې څخه یوه یې د دیارلس سوه او شپږ پینځوسم لمریز کال د لړم په پینځه ویشتمه [ د نوامبر۱۶ ، کال ۱۹۷۷ز] نېټه د سردار داؤود د حکومت د پلان د وزیر علي احمد خرم د ترور نقشه وه. د کندز په ولایت کې د گوند د کنترول د کمیسیون پلټنو څرگنده کړه چې دغه نقشه د حفیظ الله امین له پلوه جوړه شوې وه.

زه په هغه وخت کې د گوندي کنترول د کمیسیون مشر وم. د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیرو د فوق العاده پلاوي په جوړښت کې ، د گوندي کنترول د کمیسیون غړي سلیمان لایق، د کندز د ولایت د ورهڼگرو پازوال نظام الدین تهذیب او د کمیسیون نورو غړو گډون درلود.
پلټنو څلور ورځې دوام وکړ. د پلاوي پوښتنو ته د نظام الدین تهذیب په کور کې د گوند له سلو تنو څخه زیاتو کادرونو ځوابونه وویل. د څیړنو له پایلو څخه را څرگنده شوه چې حفیظ الله امین د خپلې دروهې د پلي کولو لپاره د گوند له غړو او ان د گوند له کادرونو څخه گټه اخیستې وه او هغوی یې کارَولي ول.

له دغو پارَوونکو کړو وړو څخه د امین موخه دا وه : د مرجان د گواښنو په ویره کې دې علي احمد خرم ارگ ته ننوځي او ترهگر مرجان دې تر سردار محمد داؤود پورې بوزي. له هغه وروسته دې د سردار داؤود پرضد ترهگره کړنه ترسره او سردار داؤود دې ووژني. بیا دې پوځ په تیارسـي ودرَول شي. په دې توگه به حفیظ الله امین د وسله وال ځواک د پاڅون له لارې په آسانۍ سیاسي واکمني په خپلو منگولو کې راخپله او هم به د وسله وال ځواک د پاڅون په لړ کې خپل سیاسي سیالان او مخالفین دړې وړې او وځپي. (د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند پر مشرتابه د داؤود تر برید پورې د گوند د کنترول دوسیه ، د دیارلس سوه او اووه پینځوسم لمریزکال د غوايي د مېاشتې تر پینځمې [۱۹۷۸ز، د اپریل ۲۵] نېټې پورې د سلیمان لایق په کور کې خوندي وه. خو د سلیمان لایق د شفاهي گزارش پربنسټ دغه لاسوندونه د سردار محمد داؤود له برید سره سم له منځه ولاړل.)

د سیاسي دفتر د لیږل شوي پلاوي جاج اخیستنې او لید لوري د غوایي د پاڅون په پیښو کې په زباد ورسیدلې؛ ځکه د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت د جوړیدلو په سبا ورځ د امین لومړنی گام د خرم د ترور د زندانیانو را بلل ول او له هغو څخه د شینواري په نامه د یوه سړي آزادَول او پنځول ول چې نوي جوړ شوي دولت خپلې لومړنۍ مادي مرستې له شینواري څخه را پیل کړې. د نوموړو بندیانو له ډلې څخه یوازې وژونکی مرجان له زندانه خوشې نه شو.
کله چې د ا.د. خ.ډ.گ، د گوند د څار یا کنترول د کمیسیون له لارې د حفیظ الله امین دغه پارَوونکې دروهه را بربنډه کړه نو په بیړه یې له مرکزي کمیټې څخه د حفیظ امین د ایستلو او په لومړي سر کې د گوند د پوځي څانگې د پټو سازماني چارو له پازوالۍ څخه د هغه د شړلو سکالو را پورته کړه.

د سیاسي دفتر په یوه غونډه کې د پټ سازمان له پازوالۍ او له مرکزي کمیټې څخه د حفیظ الله امین د شړلو د مصوبې طرح کریم میثاق ولیکله. خو نور محمد تره کی او ببرک کارمل د مصوبې د لیږد او منلو مخه ونیوله.
تره کي د امین د شړلو خبره ځکه وځنډوله چې لومړی دې د یوې میاشتې په اوږدو کې د وسله وال ځواک لوړپوړي افسران او د پوځي څانگي مخکښ کسان د امین د اغیزو له کوډو څخه را وایستل شي.

د تره کي دغه دریځ په هېڅ ډول د سیاسي بیرو ډ ډیرو غړو لپاره د بسنې او منلو وړ نه وو. د دغه دریځ د پخې خټې او تومنې لامل لا تر اوسه څرگند نه دﺉ او پرهغه قضاوت کول هم گران ښکاري." ( ظهور و زوال حزب ډیموکراتیک خلق افغانستان" ، د اکاډیمسین دستگیر پنجشیري لېکنه ، له ۵۲ تر ۵۶ پاڼو پورې ، پيښاور / پاکستان ، ۱۹۹۹ زکال ، جنوري)

د همدغو خبرو پر سر د ۲۰۰۸ز کال د اگست پر شپاړلسمې نېټې د لاندنیو پوښتنو او ځوابونو لړۍ ورزیاته شوه :
سـیاه سـنگ: مرجان د پوهې او زده کړې له اړخه څه ډول سړی وو؟
پنجشـیری: مرجان لوړې زده کړې وې، په عالي دارالمعلمین کې یې لوستنې کړې وې او ساینس یې درس ورکاوه.

سـیاه سـنگ: ستاسو د څار یا د کنترول کمیسیون د مرجان د کارنامې د پلټلو لپاره چې تاسو یې مشري کوله او سلیمان لایق ، قدوس غوربندی او نظام الدین تهذیب یې غړي ول ولې کندز یې غوره کړ؟
پنجشـیری: مرجان د کندز د ولایت د علي آباد په ولسوالۍ کې په یوه ښوونځي کې ښوونکی وو. هماغلته ډیري خلک د نوموړي له سیاسي کړو وړو څخه خبر ول.
سـیاه سـنگ: ستاسو په وینا د څارکمیسیون د خپلې څلور ورځنۍ پلټنې په ترڅ کې له سلو څخه پورته گوندي کادرونو سره خبرې اترې کړي چې مرجان د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند غړی وو او د محمد داؤود د وژلو فرمان یې له حفیظ الله څخه تر لاسه کړی وو. د دغه پټ راز له رابربنډیدلو وروسته ستاسو په گوند کې کورنی غبرگون او د گوند ټولیز دریځ په څه ډول وو؟

پنجشـیری: د څار د کمیسیون د کار د پایلو له هر اړخیزو څیړنو وروسته په لومړي سر کې د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند له مرکزي کمیټې څخه د حفیظ الله امین د شړلو او له پټ پوځي سازمان څخه د هغه د پازوالۍ د بیرته اخیستلو سکالو تر خبرو اترو لاندې ونیول شوه. د هغه په څنگ کې د گوند مشرتابه لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره دې یوه خبرتیا خپره او په هغې کې دې ټینگار وشي چې مرجان اخوانی دﺉ او د افغانستان د خلق ډیموکراتیک گوند غړی نه دﺉ.

سـیاه سـنگ: آیا د مرجان په تړاو نوموړې خبرتیا خپره شوه؟
پنجشـیری: هو. موږ هغه خبرتیا په پراخه کچه خپره کړه.

محمد اقبال وزیری: بله نقشه
د ۲۰۰۸ زکال د جولای د مېاشتې په دیارلسمه نېټه کاندید اکاډیمیسین محمد اعظم سیستاني د " پسرلني سباوون د گولیو باران" ته لاندینی یادښت لیک را ولیږه:
" د نور محمد تره کي په حکومت کې د دفاع د وزارت د سیاسي چارو پخوانی رﺋیس محمد اقبال وزیری چې اوس په هالند کې کډوال دﺉ په خپل کتاب کې " د ثور پاڅون ، د کي جي بي دسیسې او د شوروي یرغل" [ د دانش د خپرندویه ټولنې خپرونه ، پيښاور، ۲۰۰۷] تردغه سرلیک لاندې " د شوروي اتحاد له خوا د محمد داؤود پرضد د کودتا تجویز" داسې لیکلي دي :

۱ ) ۷۲ پاڼه - [دغه پاڼه سیستاني صاحب له پښتو ، دري ته ژباړلې وه]

" د داؤود خان د جمهوري ریاست ارگ ته ، خلقیانو له دوه وو لاره څخه ځانته لاره پرانیستلې وه : یو شمیر ننگرهاریو ملگرو د داؤود خان د ناظر بازمحمد د زوي نیک محمد له لارې او بلې ډلې د گارد له بولندوی صاحبجان سره د پیژندنې او ملگرتوب له لارې (د یادونې وړ ده چې د لومړۍ ډلې مخ د غوايي له کودتا څخه مخکې لوڅ شو او له گارد څخه په شړوني ، د وسله وال ځواک نورو لیواگانو ته ولیږل شول.)

د خلقیانو له پلوه د مخابرې افسر آقا محمد د گارد بولندوی گومارل شوی وو، سره له دې چې د گوند د مشرتابه له پلوه د گارد ملگرو ته لارښوونه نه وه ورکړل شوې خو آقا محمد تر سهاره د محمد داؤود تر څار او سترگو لاندې د مخابراتو دنده پر مخ بیوله او خپله دنده یې په ډیرې پوهې او ورهڼې د خلقیانو په گټه تر سره کړه ، ان داؤود خان د کار تر پایه پرهغه بدگومانه نه شو.

په هغو شېبو کې چې داؤود خان یا د هغه نورو ملگرو آقا محمد ته لارښوونه کوله چې پلاني بولندوی یا پلانۍ قطعې ته دغه پیغام مخابره کړه نو اقا محمد به د مخابره کولو په وخت کې په ډیرې چالاکۍ او ټگمارۍ د مخابرې ځانگړې تڼۍ دومره کښیکاږله چې غږ به رشکین (مغشوش) کیده او بل لوري به نشوای کولای د داؤود خان غږ په روښانه او څرگند ډول واوري. په پای کې بل لوري نه شوای کولای قومانده ترلاسه کړي.

د ماخستن د لمانځه مهال وو چې د داؤود خان ملگرو پریکړه وکړه چې له ارگ څخه ووځي. له دغه پټ راز څخه محمد آقا خبر شو او خپلو خلقي ملگرو ته یې ورساوه. په پای کې د داؤود خان زوی شهید شو او نور کسان د گلخانې ماڼۍ ته و تښتیدل. په دې توگه د تیښتې پلان ناکامه شو."

۲ ) ۵۱ پاڼه - [دغه پاڼه سیستاني صاحب له پښتو ، دري ته ژباړلې وه]
د دیارلس سوه دريڅلویښتم کال [۱۹۶۴] د اساسي قانون پربنست د نبستأ ډیموکراتیکو لاسته راوړنو ټغر محمد داؤود ور ټول کړ او یواړخیز یو گوندي سیاسي جوړښت یې رامنځته کړ. محمد داؤود چې ددولت په چارو کې پر یو شمیر ناوړو کسانو ډډه لگولې وه د یوه گرگر (مستبد) واکمن په انځور کې یو ځل بیا را وځلید. محمد داؤود له خپل څنگ څخه د پخواني پاچا یو شمیر پلویان و شړل او روڼ اندي یې پرځان را ټول کړل. ان محمد نعیم خان [د محمد داؤود ورور] له دغې پو پنا کوونکې تگلارې څخه دومره زړه تورن وو چې د [محمد داؤود] له زوی عمر داؤود سره یوځای د هغه د وژلو په لټه کې شو.
دغې موخې ته د رسیدلو لپاره محمد نعیم خان ، عمرداؤود ته دنده سپاري چې په دې تړاو دې له پاچاگل وفادار سره خبرې وکړي. داؤود خان کلونه مخکې پاچاگل وفادارله پکتیا څخه کابل ته راغوښتی وو او په حربي ښوونځي کې یې زده کړې کولې. پاچاگل وفادار د آدینې (جمعې) او پیلنۍ (شنبې) په ورځو د هیواد مشر په کور کې وو او د دغې کورنۍ د غړي په توگه روزل شوی وو. داؤود خان پر پاچاگل وفادار بشپړ ډاډ درلود.
عمر داؤود ، پاچا گل خپل کور ته رابولي او له نوموړي سره د همدغې خبرې په گډولو هغه ته وایي چې اکا یې [محمد نعیم] هم غواړي په دې تړاو ور سره خبرې وکړي. بله ورځ نعیم خان او پاچا گل له یو بل سره گوري. پاچاگل د محمد نعیم د وړاندیز په ځواب کې وایي : " که داؤود خان د یوه لوړ غره پر سر بیده وي او زما په لاس کې گل وي ، زه به گل هغه ته نیږدې ور نه وړم چې د گل بوی یې له خوبه را ویښ نه کړي. تاسو خود هغه د وژلو په اړه له ما سره خبرې کوﺉ." دغه خبرې ماته پاچاگل په فرانکفورټ [جرمني / کال؟] کې ویلي دي. "

ښاغلی اعظم سیستاني په پای کې زیاتوي : " ما نوموړې خبره له داکټر اکرم عثمان سره یاده کړه. هغه وویل : عمرجان زما ټولگیوال وو او ترهغه ځایه چې زما په یاد راځي دومره پوهیږم چې عمرجان د چرگ د وژلو زړه نه درلود، څه دا چې یو سړی ووژني او په تیره بیا د خپل پلار وژنې ته دې زړه ښه کاندي. عمر ډیر بې تمې سړی وو او هڅه یې کوله چې ځان له سیاسته لیرې وساتي. خپل پلار ته یې ډیرژوردرناوی درلود. د هغه ترڅنگ سردار نعیم خان خپل ورور داؤود خان ته د زړه له کومې درناوی درلود او اړیکی یې لکه د پلار او زوی اړیکې وې. له دې امله کولای شم ووایم چې د لیکوال دغه ادعا بې خټې او تومنې ده او جرړې نه لري."

[][]
نور بیا
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery