For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
ايتلافي ځواکونو دځان ساتني په موخه ډزي کړې وې
دخپریدو نیټه  2006-05-31  م  خپرندوی : ۶۳ بېنوا - کابل چا پي بڼه

ايتلافی قواوو د کابل په خيرخانه سيمه کی د خپل سر د ساتنی په موخه په مظاهرچيانو ډزی کړی وی

دا ټکی په افغانستان کی د ايتلافی قواوو وياند خبريالانو ته څرګند کړ.
هغه وويل چی د دوی يوه باروړونکی موټر د خيرخانه په کوتل کی له تخنيکی ستونزی سره مخ شو چی وروسته يی بيا ګن د افغان ملکی وګړو موټر ووهل .
وياند وايی چی د ايتلافی ځواکو له خواه لمړنی بيړنی څيړنی دا ښيی خو وروسته به بيا نور جزيات هم روښانه شی.
په دی پيښه کی چی د دوشنبی په ورځ را منځ ته شوه څه باندی ١٢ ملکی موټر چی د واده يو ګل پوش موټر هم پکی وو د ايتلافی ځواکو د لاری لاندی شول .
له دی سره سم د کابل ښار د سترو لاريونو شاهد وو چی په سلګونو زره امريکايی ډالره يی پانګوال زيانمن کړل.

ميرويس جلالزي   

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com