دخپریدو نیټه : 2008-09-07 مخپرونکئ : فضل غني حقمل
دزرداري په بلنه ولسمشر کرزی پاکستان ته ځي
فضل غني حقمل
بېنوا-کابل
دولسمشرۍ دمطبوعاتي دفتر یوه
خبرپاڼه وايي جمهوررئیس کرزي نن دپاکستان نوي ټاکل شوي ولسمشر آصف زرداري ټیلفون وکړ اوهغه ته یې ددې ملک
دنوي ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو مبارکي وویله.
په خبر پاڼه کې ویل شوي دپاکستان نوي ټاکل شوي جمهوررئیس آصف
علي زرداري له ولسمشر کرزي څخه وغوښتل چې دنوموړي دلوړې په مراسمو کې چې ډیر ژر به په اسلام آباد کې ترسره شي ګ
ون وکړي.
خبرپاڼه کاږي ولسمشر کرزي پدغو ټیلفوني خبرو کې دپاکستان دخلکو دښېرازۍ اودولسمشر زرداري دبریا
یتوب هیله ښکاره کړه.