په کندهار کي د ټولټاکنو لړۍ نن سهار وختي د یو شمیر چاودنو وروسته پیل شوی ده .
کندهاریان چي د سهار پر پنځو بجو د اتو پرلپسې درندو چاودنو له خوبه پاڅولي وه وروسته تر هغه جوپې جوپې د رایه ورکولو مرګزونوته رارون دي چي معلومه شوه چاودني یوازي د خلکو د بیرولوپه موخه په ویرانو ساحو کي د طالبانو لخوا تر سره شوي وې ، په ښار کي کلک امنیتي تدابیر او پر موټر او موټرسایکل ګرزبندیز خلک یوڅه له ستونزو سره مخامخ کړي دي او خلک د ډیرو لیرولیرو ساحو څخه په پښو د رایه ورکولو مرکزو ته راروان دي . یوازي چي کومه کمي احساسیږي هغه په انتخاباتو کي د ښځو وڼده ده . د کندهار په زرغونې انا لیسه کي چي د مرکز په سطحه تر ټولو لوی د رایه ورکولو مرکز شمیرل کيږي یوازي د ګوتو په شمار ښځي پکښي لیدل کیږي جي خپلي رایه واروي .