For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کارانو په محکمه کي راتلای سي نه هغوئ ته په امتیاز ورکولو سره
ارزګان : قران کريم ته د سپکاوي په پلمه لاريون وسو
دخپریدو نیټه  2010-07-29  م  خپرندوی : ۴۹ بېنوا - کندهار چا پي بڼه

لودين

په ارزګان ولايت کي په زرګونو تنو لاريون وکړ او په ترينکوټ کي د امنيه قوماندانى پر ودانۍ د ډبرو وارونه وکړه .
د لاريون برخه وال وايي  چي تيره شپه بهرنيانو د ترينکوټ اړوند په مراباد کي د ملکي خلکو په کورنو کي عمليات کړي کله چي ديوه کور ښځو ورته قران کريم راايستلي دي او ورته ويلي يي ده چي د دغه قران شريف په روي سره مو مه ځوروي خو بهرنيانو قران شريف په برچو وهلي ، څيرلي او سپکاوي يي ورته کړي دي 
د ارزګان امنيه قوماندان جنرال جمعه ګل همت وايي چي لاريون کوونکي تر زرو تنو زيات وه او سخت غوڅه سوي وه چي د امنيه قوماندانۍ پر پوليسو يي د ډبرو ګذارونه کړي او ٧ تنه پوليس يي ټپيان کړي هم دي . چي وروسته پوليسو د لاريون کوونکو د ويرولو په موخه هوايي ډزي وکړي خو چا ته پکښي زيان نه دي رسيدلي .
لاريون دا مهال پاي ته رسيدلي دي او ټول لاريون کوونکي د ترينکوټ په مسجد جامع کي د والي له لوري د ټاکل سوي پلاوي سره په خبرو بوخت دي .

  

تجارتي اعلانونه   په بېنوا کي داعلاناتوخدمتونه ( ارکوزیا افغان اعلانات)تاسو ته وړاندي کوي     call :+93(0)700300169      www.arakozia.com
amantel