مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2011-02-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کندهار د ارغنداب د ترکو کلاچه ولی او چا ورانه کړه؟

لاروی

تاسو ډیرو به له رسنیو څخه دا خبر ترلاسه کړی وی چی د اکتوبر په میاشت کی د امریکایی ځواکونو په رهبرئ د یو نظامی کنډک له خوا د کندهار د ارغنداب ولسوالی د ترکو کلاچه  د ۲۵ ټنه بم په کارولو په مکمله توګه چی ۲۷ کورونه یی لرل هوار کړ او ټول اټکل ۳۲۴ وګړی یی په بشپړه توګه شهیدان سول، ماشومان، ښځی او نارینه، ټول په ډیره بې رحمانه ډول له منځه ولاړل.

د دې حقیقت ترڅنګ چی نړیوال یرغلګر په ځانګری توګه امریکایان ظالم، بداخلاقه، له انسانی نورمونو څخه لری زمونږ د هیواد دښمنان دی او هغوی د ملکی او نظامی خلکو تر منځه توپیر نه کوی خو په واقعیت کی د داسی پیښو شاته یو ډیر تریخ حقیقت پروت دی او هغه دا چی د درانو له خوا د خلجو په وړاندی ناروا تعصب د دې سبب ګرځیدلی چی د هغوی کلی بمبارشی او داسی څوک پیدا نشی چی دهغوی پوښتنه وکړی. داسی ډیری بیلګی سته چی هغوی ئی په نړیوالو ځواکونو ځپلی، په القاعده او طالب باندی ئی تورن کړی، او په نیمو شپوکی د هغوی کورونو ته ورلویدلی د هغوی عزت ئی تر پښو لاندی کړئ او ځوانان ئی ور وژلی یائی په بیلابیلو تورونو بګرام، ګوانټانامو، پلچرخی او د هیواد په بیلابیلو زندانونو کی بندیان کړی دی. دهغوی مالونه او جایدادونه ئی تری نه قبضه کړی او هغوی ئی له خپلو کورونو پسی اخیستی دی. خو که کله د هغوی خپل توکموته څه لږ مالی یا ځانی تاوان اوښتئ دی نو له کرزی نیولی بیا تر رازق او خان محمد پوری غوغا ګډه وی ترڅو د پیښی اصلی عاملین پیدا کړی او محکمی ته ئی راولی.
ګیله پر دې ده چی ډیر لیکوالان او په رسنیو پوری تړلی خلک په ځانګړی ډول پښتانه د دې پرځای چی دې حقیقت ته ئی پام شی یا خپل فکر او قلم د واقعیتونو او سمو موخو لپاره وکاروی د ځان ښوونی لپاره ئی کاروی او پر واقعیتونو باندی سترګی پټوی. چیرته د درستو ولسونو او پرګنو تباه کیدل او له منځه تلل او چیرته دغه ستاسو له حقیقت او د پیښو له اصلی انځور څخه لیری د پیښو وړاندی کول او تحلیلول

که رښتیا خبره د افغانانو د مظلومیت وی او تاسی هر یو غواړی چی د دوی پر بیوزلۍ زړه وسوځی نو ښه به داوی چی د پیښو په اصلی لاملونو باندی خبره وکړئ او هر څوک په هغه اندازه ملامت کړئ چی چا څونه د هغوی په زورونه کی لاس لرلی وی. بهرنی ځواکونه، دکرزی اداره، جنګی داړه ماران او طالبان په ګډه سره لګیادی افغانان وژنی خو دا کړنی له ټولو قومونو سره یوشان نه دی. دې ټکی مو پام وی چی ولی په ځانګړی توګه د ترکو کلاچه په نښه شوی، حال داچی تاسو ټول په یوه خوله وایاست چی امریکایان او د هغوی مخالفین ټول د پښتنو زورونی ته تمبه سوی دی او پښتانه له هری خوانه پکی د جنګونو قربانی سول. دې ته پام نه کوئ چی آیا ټول پښتانه په یو ډول زوریږی او که په پښتنو کی یو خاص توکم ته اوښ چو دئ.

د ترکو کلئ ځکه وران سو او خلک ئی تباه سول چی دا خلک په پښتنو کی خلجی دی او خلجی پښتانه سره له دې چی د پښتنو ډیره لویه برخه تشکیلوی خو د درانو په ټول واکیز پیر کی له احمد نه نیولی بیا تر حامده دوی زوریږی او دا اوسنئ حکومت په خپل ټول مټ زور او له نړیوالو ځواکونو او شمالی لنډه غرو سره په ګډه د هغوی په له منځه وړلو، مهاجرت ته اړ ایستلو، په طالبانو او القاعده باندی تورولو، په حکومت کی له ونډی نه ورکولو او ... باندی اخته دی او لا لګیادئ زړه ئی نه په یخیږی.  

له توجه او ملتیا مو مننه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery