مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-08-25   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

بینظیر بوټو چا ووژله؟

اریک مارګولیس
سرچینه : انفارمیشن کلیرنګ هاؤس ( امریکا )


نېټه : ۲۴ / ۸ / ۲۰۱۳
ژباړن : نثار احمد صمد


د پاکستان پخوانیً پوځي دیکتاتور جنرال پرویز مشرف د پخوانۍ صدراعظمی بې نظیر بوټو د وژلو او هم د درغلۍ په تور تیره هفته متهم اعلان سو . پخوا هیڅکله هم د پاکستان کوم پخوانی مشر د جدي اتهاماتو په تور محکمې ته نه و راکش سوی .
بې نظیر بوټو د ۲۰۰۷ په ډسمبر کی په راولپنډی کی د انتخاباتی مبارزې په یو جلوس کی په یوه بمی حمله سره ووژل سوه . هغه په برتانیه او دوبۍ کی د جلا وطنۍ څخه تازه راستنه سوې وه او غوښته یې چی یو ځل بیا د خپل غښتلي پیپلز ګوند لخوا د صدراعظمۍ لپاره انتخاباتی مبارزه وکړی .
ما بېنظیره د ډیرو کلونو راهیسی پیژندله او د هغې وژنی سخت وارخطا او ټکاني کړم . زه همداراز د هغې متهم قاتل جنرال پرویز مشرف هم ښه پیژنم ، چی دې کار ما ته یوه ځاني لاس رسي راکړې ده .
ما که څه هم پخوا پر بې نظیری او د هغې پر فساد کونکو خپلوانو انتقادونه کړي دي ، خو په دې وروستیو کلونو کی چی هغه بې واکه سوې وه او په تبعید کی اوسېدله ، نو د دې جنګ ته چمتو مشرې سره می نږدې تماسونه لرل . په پاکستان کی زما ځینو مینه والو او لوستونکو پر ما ځکه انتقاد کاوه چی ګویا بېنظیر « جادو راباندی کړې ده » . نه یوازی یې د هغې لخوا غولولی بللم ، بلکی د دې شهۍ ، زړه ورې او سختی ښځی لخوا یې تر زیاتی اغیزې لاندی هم بللی وم .
خو ما دا مهال د پیپلز ګوند لپاره هغه نوی سیاسی پیشنهادي پروګرام کتلی و چی پر یوه خپلواکه تګلاره ، د فیوډالیزم پر ختمولو او په سوبه سرحد ( فعلأ خیبر پښتونخوا ) کی د قبایلی او اسلامی جنګیالیو سره پر پخلاینی یې ټینګار کاوه .
موږ دواړو د هغې تر وژل کېدو دوې ورځی مخکی ایمیلونه سره تبادله کول او په هغو کی ما خبردارئ ورکاوه چی ته باید په عام محضر کی پرته له دې چی په مرمۍ ضد موټرکی سپره نه یې ، لکه هندي چارواکي چی یې کوی ، را ښکاره نسې . موږ د مرمۍ ضد لباس او دې ته ورته ډیرو مسایلو په هکله بحث وکړ .
خو هغې زما خبردارئ هیڅ په باک هم رانه وړ او داسی ځواب یې راکړ : « اریک ، زه د خپلو ملاتړو په وړاندی راښکاره کیږم . دا هغه څه دی چی موږ یې په پاکستان کی کوو . »
هغې د تلیفون پر لاین راته وویل چی « که زه ووژل سم ، نو قاتلان به می د پنجاب چودهري وروڼه وی . » چودری شجاعت حسین او چودری پرویز الهی د مشرف تر ټولو مهم ملاتړې او خورا سیاسی پانګوال اشخاص دي .
خو د بېنظیر د قتل راهیسی د هغې په وژلو کی د دغو چودریانو د لاس لرنی په اړه هیڅ شواهد هم نه دي پیدا سوي . حال دا چی هغې په ټینګار سره ما ته د دوی نومونه را اخیستل .
په زړه پوری لا دا چی زه ، بېنظیر او د هغې زوی بیلاول ، لږ څه مخکی له دې چی هغه پاکستان ته خپل دغه بدمرغه ورتګ وکړی په لندن کی سره یو ځای وو . ما د هغې څخه د یو بل پاکستاني مشر چی له نږدې می پیژندئ او خوښاوه می ، یعنی ولسمشر ضیأ الحق  د وژل کېدو په هکله وپوښتل . خو هغې زما دا پوښتنه په تمسخر او تحقیر سره ایسته وغورځول ( ضیأ د هغې پلار ذالفقار علی بوټو اعدام کړی و ) ، او داسی یې راته وویل : « موږ هیڅ نه پوهیږو چی هغه چا وواژه . خو دا څه مهمه ده ؟ هغه نور مړ او له منځه تللی دی . » په ډیر افسوس او پیغور سره باید وویل سی چی ښایی پخپله د دې قتل هم د تل لپاره مرموز او پټ پاته وی .
ما ته د دې خبری  منل ډیر ګران دی چی مشرف دی د بېنظیر قتل طرح او ترتیب کړی وی . رښتیا خو دا ده چی هغې په چالاکۍ سره دئ چندانی هوښیار جنرال نه باله ( هغې ټوله پاکستاني جنرالان رټل او تحقیرول او هغوی بیا دا همداسی سپکوله او ویل به یې چی « هماغه نجلۍ » ) .
بې اعتباره سوئ مشرف  د یو تش په نوم مشر د مقدر سره مخامخ سو حال دا چی د امریکا په ملاتړ بې نظیری بیرته د پاکستان مشري واخیستله .
مشرف د واشنګټن په هدایت د ګڼ شمیر قبایلی  او مذهبی جنګیالیو  د وژلو امر ورکړی و . ده په ډیره خوښۍ او اشتیاق سره امریکایی پوځ ته اجازه ورکړه چی د ده د هیواد یوه برخه اشغال کړی او هغوی د افغانستان شخړی ته ښه ورداخل کړی . خو دا مشکله ده چی و انګیرو چی « مش » دی د خورا عوام پسنده بوټو د وژلو امر ورکړی وی ، هغه هم داسی چی کېدای سو دغسی قتل ناکامه سوی وای او غبرګونیز ګوزار یې پر راڅرګند سوی وای . دغسی یوې طرحی او نقشې به د ده پالونکې او ساتونکې امریکا هم سخته خښمولې وای چی لګیا وه د بوټو ـ مشرف ظاهري پخلاینه یې رامنځته کوله .
که څه هم زه مشرف د هغې د قاتل په حیث نسم ګڼلای ، خو د نواز شریف د حکومت د نسکورولو او هم پاکستان تر بهرني تسلط لاندی راوړلو په خیانت کی یې واضحأ مقصر او ګنهکار بولم . د دې سره سره کېدای سی په پنجاب کی د ده صمیمی ملاتړي او ملګری تر شک لاندی راسی لکه څنګه چی بی نظیری یې پخپله یادونه کړې وه . دغه انګیرنه او عقیده هم هیڅ اعتبار نلری چی وایی دا د وزیرستان قبایلی جنګیالیو وژلې ده .
د ملګرو ملتونو یوه ګرویږنه وایی چی که حکومت ( یعنی مشرف ) د هغې لپاره سم او صحیح امنیت نیولی وای ، نو کېدای سو چی د هغې د وژلو مخنیوئ سوی وای .
مشرف د هغو لویو قاضیانو د نیولو او وهلو امر جاری کړی و چی همدا نن د ده پر دوسیه ښه پیټیً اچوی . نو د پاکستان قضایًیه چی په قضاوت او پریکړو کی شهرت نلری ، کېدای سی چی په حقه سره د یوې خوا په پلویتوب متهم سی .
آن دا هم کېدای سی چی مشرف په نورو ګناهونو سره هم متهم سی چی هماغه د یو خورا مشهور بلوڅ قبایلی مشر وژنه هم پکښی شامله ده . د امریکا لخوا د بې پیلوټه طیارو عملیات چی پاکستان یې همدا نن په بلا ګرفتاره کړی دی ، هم د ده لخوا تصویب سوي دي . د پاکستان جنرالان په دې سخت خښمېدلی دي چی د دوی خپل یو جنرال محکمې ته راکش کیږی ، خو دا ځل باید اجازه ورکړی چی په پاکستان کی عدالت لورئ ونیسی . او دغسی کار به د بې نظیری وروستی سوغات وی ، پای .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery