مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-15   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

سنډې ټایمز: د امریکا درې ټرېلیوني جګړه

 


ژباړه : ډاکټر نجیب الله بارکزی

لیکونکی او څیړونکی: Joseph Stieglitz & Linda Bilmes

 

د بوش اداره د جګړی د ګتو او لګښتونو په هکله خطا وتلی وو. جورج بوش او د هغه سلاکارانو د یوی ګړندی او کم لګښتی جګړی په تمه وه. مګر موږ داسی یو ګران او پر لګښته جګړه تجربه کړه چی څوک تصور هم نشی کولای.

د جګړی مستقیم نظامی لګښت چی حتی د جګړی اوږدمحاله مصارف لکه د جګرییړ ټپیانو درملنه او مراقبت هم پکښی شامل ندی،  اوس لا د ویټـــــــنام د ۱۲ کلنی جګړی د لګښتونو څخه اوښتی دی، او د کوریا د جګړی د دوه برابرو څخه هم ډیر شوی دی.

د یوه عادلانه سناریو د طرحی  پر بنسټ، دغه مصارف د لمړی خلیج جګړی لس برابره او نږدی ۳۵٪ د ویټنام د جګړی څخه ډیر دی. او دلمړی نړیوالی جګړی دوه برابره دی.  زموږ په تاریخ کی ترټولو ګرانه جګړه دویمه نړیواله جګړه وه  چی پکښی ۱۶.۳ ملیونه عسکرو د څلورو کلونو لپاره د جرمنی او د جاپان په مقابل کی جنګیدل.  مصارف یی چی د ۲۰۰۷ کال د انفلاسیون په پام سره،  ۵ تریلیونه ( ۵ ملیون ملیون) جوړوی. په هغه وخت کی مصارف پر هر یو عسکر باندی د ۲۰۰۷م ډالرو په ارزښت ۱۰۰ زره امریکایی ډآلره وو، د عراق په جګړه کی دغه رقم ۴۰۰ زره امریکایی ډالره دی.

د امریکی اکثریت وګړی دغه مصارف تر اوسه ندی احساس کړی. د وینی بیه د داوطلبو او قراردادی سربازانو لخوا ورکول کیږی. د هیواد خزانه د یوی خوا د پور په پیسو تآمینــــــږی او د بلی خوا پر مالدارو او سرمایه دارو خلکو باندی هیڅ مالیات ندی زیات شوی، برعکس مالیات نور هم کم شوی دی.

جګړییز مصارف یو واقعیت دی، حتی که نوی نسل ته هم انتقال سی...

د جګړی په درشل کی د جګرییز لګښتونوپه اړه ډیری خبری اتری وشوی. «‎لار لندسی» د بوش اقتصادی سلاکار او د اقتصادی شورا مشره وړاندیز وکړ چی د دغی جګړی مصارف کیدلای شی تر ۲۰۰ ملیاردو ډالرو پوری ورسیږی، مګر دا تخمین د «دونالد رامسفیلد» د امریکای د دفاع وزیر لخوا رد شو. مرستیال یی «پاول ولفویتـــــــز» وړاندیز وکړ چی د بیا جوړونی چاری د جنګ په ختمیدو سره د نفتو د عوایدو په زیاتوالی سره تآمینیدلای شی.  « میش ډانیل» د بودجی او اداری دفتر ریاست او ښاغلی « رامسفیلد» د عراق مصارف یی ۵۰ تر۶۰ ملیاردو ډالرو پوری تخمین کړل. د دوی په عقیده د دغو لګښتونو یوه برخه د نورو هیوادونو لخوا ورکول کیږی.  د ۲۰۰۷م کال د ډالر په حساب ۵۷ تر ۶۹ ملیاردو ډالرو پوری تخمین شوی وو.

ټوله اداره داسی ښودله چی په دی جنګ کی به مصارف ډیر لږ وی. حتی «لاندسی» د دی خبری په ویلو سره ښودل چی د په دی جنګ کی د کامیابی په صورت کی د اقتصادی پلوه د امریکی په ګټه دی.  « لاندسی» سوابقو ته په پاملرنی سره د جګړییز لګښتونو دواړه اړخونه، یعنی خپله د جګړی مصارف او اقتصادی مستقبل ته یی اهمیت نه وو ورکړی.

اوس داسی فرض کړو چی کانګرس هغه پاتی احتیاطی ۲۰۰ ملیاردو ډالرو غوښتنه هم د  ۲۰۰۸ مالی کال لپاره تصویب کړی، او لکه څرنګه چی ۸۴۵ ملیارده ډالره یی د جنګی، عملیاتی، سفارت، بیا رغاونی، د امریکایی بیزونو دپیاوړتیا او د افغانستان او عراق د خارجی مرستو د لګښتونو لپاره ځانګړی کړی دی.

په پنځم کال کی د جګړی مستقیم مصارف ( هغه مصارف چی صرف په نظامی عملیاتونو کی کیږی)  د میاشتی تر ۱۲.۵ ملیاردو ډالریواځی عراق لپاره په ۲۰۰۸م کال کی. او  د ۴.۴ ملیارده د میاشتی په ۲۰۰۳م کی پوره زیاتوالی ښیی، او د افغانستان سره یی مصارف ۱۶ ملیارده په میاشت کی رسیږی چی د ملګرو ملتونو کلنی بودجی یا د امریکی د ۱۳ ایالتونو سره برابر دی.  سربیره پردی چی د پنتاګون عادی مصارف چی ۵۰۰ ملیارده ډالره دی په دی کی شامل ندی. او همدا ډول په  دغه لګښتونو کی نور مخفی مصارف  لکه استخباراتی مصارف او مختلطه بودجه د نورو ادارو سره ندی شامل. 

ځکه مصارف ډیردی او اداره هغه نه محاسبه کوی. جګرییز مصارف د هغه تخمین چی دولتی مامورین کړی وو، ډیر لوړ دی.  د بیلګی په توګه حکومت همیشه داسی ښیی لکه چی د یو سرباز ژوند هیڅ ارزښت او قیمت و نلری .  مګر د ارزښت په بنسټ دغه بی ارزښت ژوند د پنتــــــــا ګون په کتابونو کی ۵۰۰ زره ډالره هر سرباز قیمت لری.  دا هغه قیمت دی چی د بیمه لخوا د مړی وارثینو ته د ژوند په بدل کی ورکول کیږی. د جګړی د شروع څخه دغه قیمت ډیر شوی دی او ۱۲۲۴۰ ډالرو څخه ۱۰۰ زرو ډالرو ګټه پس له مرګه او د ۲۵۰ زرو ډالرو څخه ۴۰۰ زرو ډالرو د ژوند د بیمی قیمت رسیدلی دی. حتی دغه قیمت هم د هغه قیمت چی د یوی عادی ترافیکی پیښی په اثر خپل ژوند دلاسه ورکوی یوه کوچنی برخه جوړوی.  د روغتیا او تحفظ په ډګر کی د یو ځوان ارزښت د هغه د راتلونکی عوایدو پر بنسټ د امریکی د حکومت په نزد کی تر ۷ ملیونو ډالرو هم اوړی. او که دغه رقم په پام کی ونیسو د ۴۰۰۰ امریکایی عسکرو قیمت چی په عراق وژل سوی دی، ۲۸ ملیارده ډالره جوړوی.  مخارج د ټولنی لپاره ترهفه بودجی چی حکومت ښکاره کوی، ډیر زیات دی. د مخفی لګښتونو یوه بله بیګه داده چی باید موږ د نظامی تلفاتو مصارف باندی پوه شو. د دفاع وزارت آمار یواځی هغه تلفات ښیی چی په مستقیم جنګ کی وژل کیږی. که یو سرباز د شپی لخوا د موټر د ټکر په سبب وژل اویا ټپی کیږی، دا په جنګی تلفاتو کی نه شمیرل کیږی، په داسی حال کی چی دوی د خپل امنیت د ساتلو په خاطر د ورځی سفر نه کوی.

په حقیقت که پنټــــــــــاګون دوه ډوله کتابونه در ریکارد لپاره د ځان سره لری، یو یی د هغه تلفاتو او لګښتونو لپاره دی چی در رسنیو لخوا نشر او د خلکو غوږو ته ورسول شی، او دویم کتاب یی د آزادی اکت د معلوماتو ترلاسه کولو په ذریعه دی چی په هغه کی د ټپی او ناروغو سربازانو کره شمیره دوه برابره ښیی.  بعضی خلک شاید ادعا وکړی چی عادی ټپیان او ناروغان که چیری په عراق کی هم نه وای، بیا هم موجود وای. مګر هغه دقیقه تحقیقات او څیړنی چی موږ کړی دی، ویلای شو چی اکثریت تپیان او ناروغان د عراق او افغانستان د جنګ په ارتباط دی.

د اضطراری او غیر عادی بودجی د تصویب او د ریکارد مختلف کتابونه، د جنګ د تعقیب لازمی منابع ته کم ارزښت ورکول، موږ کوښښ کړی دی چی پوه شو چی مو څو لګښت کړی دی، او څو باید په تخمینی توګه تر پایه ولګول شی؟ هغه رقم ته چی موږ رسیدلی یو عبارت دی له ۳ تریلیونه ډالره او زموږ حساب د محافظه کارانه محاسبی پر بنست شوی دی، پوهیدل یی آسانه دی او کله کله یو څه مغلق معلومیږی او ۳ تریلیونه  یو سلیم قضاوت ښيی، او حتی د کم محاسبه کولو خطا هم پکښي ممکن دی.  باید وویل شی چی دا یواځی د امریکی مصارف دی او نورو هیوادونو هم په پراخه توګه لګښت کړی دی چی په دی کی شامل ندی.

د لمړی سره انګلستان په جګړه کی یو مهمه استراتیژیکه ، سیاسی او نظامی رول درلودل. انګلستان په عراق کی ۴۶۰۰۰ عسکر یعنی د ټولټال بهرنی سرتیرو ۱۰٪ درلودل. دا به د تعجب ځآی نه وی چی انګلستان د امریکی په څیر د عینی تجربی سره مخامخ وی. د تلفاتو زیاتوالی، د عملیاتی لګښتونو زیاتوالی، د روڼتیا نشتوالی په لګښتونو کی، پاشلی نظامی منابع او د مجربو نظامی ناروغانو او ټپیانو د درملنی په برخه کی نه پاملرنه  او داسی نور رسوایی...

د جګړی د پیل څخه مخکی «ګوردرن براون)‎» د جګړی مصارف یی یو ملیارد پوند تخمین کړی وو، د ۲۰۰۷م به پای کی د انګلستان مستقیم جنګی مصارف په عراق او افغانستان کی تر ۷ ملیارده پونده واوښتل ( ۷۶٪ یی په عراق کی). دغه مصارف د خاصی مرستندوی ذخیری او د دفاع وزارت د اظافی مصرفونو د کوډ څخه شوی دی.

 مرستندوی یا کمکی ذخیره عبارت دی له هغه خاصی بودجی چی د دفاع وزارت مربوط دی چی د ضرورت پروخت د پارلمان د تصویب څخه پرته دوزارت دفاع په وسیله ولګول شی نو ځکه د لګښتونو په هکله یی روڼتیا موجود نده او ملت یی په هکله نه پوهیږی.

تولنیز مصارف په انګلستان کی د امریکی په څیر دی، د هغو کورنیو لپاره چی د دنډی لاس اخلی ترڅو خپل د کورنی غړی چی تپیان شوی دی، پرستاری وکړی. په زرهاو جنګی ناروغان او معیوبین موجود دی.

فرضا که په روان کال کی انګریزی عسکر په عراق ۲۵۰۰ تنو ته کم شی، او تر ۲۰۱۰م کال پوری دوام وکړی، او موږ توقع کوو چی به افغانستان کی یو څه زیاتوالی راشی، یعنی د ۷۰۰۰ څخه ۸۰۰۰ ته لوړ شی،  او دریو کلونو لپاره ثابته پاته شی.  د دفاع د مشترکی کمیتی په دی ورستیو کی ویلی دی چی سربیره پردی چی د عسکرو تعداد کم هم شی، مصارف په عراق کی ۲٪ زیاتوالی مومی، او په افغانستان مصارف ۳۹٪ زیاتوالی مومی.

که شرایط به همدی ډول وی، هغه مصارف چی موږ تخمین کړی دی تر اصله به لږ وی. زموږ د فرضیاتو په بنسټ د انګلیسی پوځیانو مصارف په ۲۰۱۰م کال د ۱۸ ملیاردو پونده، او که عامه مصارف هم پکښی شامل شی نو بیا به ۲۰ ملیارده انګلسی پونده شی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery