ازادي راډيو .
د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې چاودنه شوې، چې شاوخوا ٦٠ کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د اسلام اباد د امنيتي چارواکيو د وينا له مخې، د چهارشنبې په ورځ سهار اسلام اباد د "ايچ ١١" سيمې په سبزي منډيي کې چاودنه شوې، چې تر دې دمه پکې لږ تر لږه ٢٣ کسان وژل شوي او تر ٣٠ زيات ټپيان شوي دي.
د امنيتي چارواکيو په وينا، چاودنه د اسلام اباد د سبزي منډيي په "امرود منډيي" کې هغه مهال وشوه، چې په منډيي کې شاوخوا ٢٠٠٠ کسان موجود وو.
دوى وايي، چې د پېښې قربانيان يې د اسلام آباد او پېنډۍ بېلابېلو روغتونونو ته لېږدولي او په ډېرى روغتونونو کې يې اضطراري حالت اعلان کړى دى.
د اسلام اباد د "پمز" روغتون مسوول ډاکټر جاويد له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې نوموړي روغتون ته تر دې دمه ٣١ ټپيان ور وړل شوي ، چې په دوى کې د ځينو حالت د اندېښنې وړ دى:
" تر دې دمه زموږ روغتون ته ٢٣ مړي او تر ٣٠ زيات ټپيان راوړل شوي دي، چې په دوى کې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي. ټپيانو ته د وينې اړتيا ته او موږ د اسلام اباد له اوسېدونکيو غوښتنه کوو، چې له ټپيانو سره د وينې مرسته وکړي."
تر دې مه لا کومې وسله والې ډلې د اسلام اباد د چاودنې مسووليت نه دى منلى.