مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-14   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د ولسمشرۍ شپږو نورو کاندیدانو د ټاکنو قسمي پایلې رد کړې

لودين

د ولسمشرۍ شپږو کاندیدانو د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا د ټاکنو قسمي پایلې رد او دا یې د نه منلو وړ اعلان کړې.

په دې کاندیدانو کې ډاکټر زلمی رسول، عبد رب الرسول سیاف،ګل اغا شیرزی، قطب الدین هلال، هدایت امین ارسلا او داوود سلطان زوی شامل دي.

دوی دغه اعلان د وري په ۲۴مه، ماخوستن مهال وروسته له هغه وکړ، چې تر غرمې وروسته د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د ۲۶ ولایتونو لس سلنه پایلې اعلان کړې.

په دې پایلو کې چې د څه د پاسه پنځه سوه زره رایو څخه وو، د ولسمشرۍ کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله شاوخوا ۴۲ سلنه او  ډاکټر اشرف غني احمدزی ۳۸ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

یادو شپږو کاندیدانو د استاد سیاف په  کور کې غونډه کړې وه او  په پایی کې یې پریکړه لیک صادر کړ.

په دې پریکړه لیک کې  له هیوادوالو مننه شوې چې د وري د ۱۶مې په ټاکنو کې یې په پراخه کچه ګډون وکړ، خو زیاته شوې چې د ټاکنو د کمیسیون مسوولینو او حکومتي چارواکو په دې ټاکنو کې پراخه درغلیو کولو سره د خلکو په حق کې ظلم کړی دی.

په پریکړه لیک کې یادونه شوې، چې د پراخه درغلیو وروسته کمیسیون باید پاکې او ناپاکې رای سره جلا کړی وای او له هغې وروسته یې قسمي پایلې اعلان کړی وای.

د معترضو کاندیدانو په پریکړه کې زیاته شوې چې دوی د کمیسیون لخوا د قسمي پایلو سره مخالف دي او ددې اعلان  د ناوړه پایلو مسوولیت به د کمیسیون په غاړه وي.

یادو کاندیدانو په دغه غونډه کې پریکړه کړې چې ډیر ژر به د درغلیو په اړه اسناد دیوې خبري غونډې په ترڅ کې رسنیو ته وړاندې کړي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery