مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

که هېواد مشر عبدالله شي ؟

ډاکټر ظهير

تېرې دوه ځلې ټاکنې په افغانستان کې د یوې ولسواکې پروسې د پیاوړتیا او دوام لپاره ترسره شوې مګر له ارګوال سره بخت یاري وکړه او بدل نه شو؛ دا جلا مبحث دی، همدلته یې د پای په ټکي نازوو. 
وروستی ځل یې تر تېرو غبرګو هغو ډېرې اهمې او حساسې دي، یانې د هېواد په تاریخ کې د لومړي  وار لپاره په سوله‌يیز ډول د واک د لېږد په موخه تر سره کېږي.
لاندې فکټورونو ته په کتو سره سړی په زغرده ویلای شي چې که تر کرزي وروسته د ډاکټر اشرف غني پر ځای ډاکټر عبدالله عبدالله ارګوال کېږي؛ نو ښکاره خبره ده چې د هېواد په سیاسي سېنما کې به د نوییمې لسیزې تر فلم خورا د وېرونکو صحنو لرونکی فلم پر پرده را ښکاره شي.
لومړی:
د جنګخوښو ټلوالیانو د ۱۹۹۰يمې لسیزې وحشت او بربریت؛ ملت د اور تنور ته واچاوه او تر اوسه له هغو ټپونو ځورېږي. که یو ځل بیا دا کسان د ملت د برخلیک ټاکلو جرائت کوي؛ ګمان کوم چې له ستر ولسي اصطحکاک سره به مخ شي.
دویم:
په پراخه کچه پښتانه د پنجشېري واکمنۍ د تېرو ۱۲ کالو په بهیر کې د ټلوالې پټو او ښکارو دښمنیو، تېریو او دسیسو ښکار کړل؛ په ټولیز ډول له عبدالله کرکه لري. تجربو ښودلې چې په افغانستان کې پرته له اقلیت (پښتنو) څخه د حکومتدارۍ ګاډی پنچر دی.
درېیم:
له ډاکټر غني سره د ازبکو سیاسي ائتلاف؛ هغوی په دې باوري کړي دي چې ډېر ژر به نیم حکومت د دوی وي.
که په ټاکنو کې د دوام او بدلون ټيم نابریالی کېږي؛ مانا یې دا شوه چې ازبک د تل په څېر د هېواد له سیاسي جریان څخه څنډې ته کېږي؛ په دې اساس د ازبکو سیاسي عقدې په ډېره اسانۍ سره په په اټومي غوټو اوښتلای شي.
څلورم:
طالبان له ټلوالې سره د څه باندې یوې نیمې لسیزې مېرڅي لري؛ چې د عبدالله په راتګ سره به پر طالبي اور د نورو پيټرولو پاشل وي؛ البته ځینې نډ-توکمپالیز لاملونه به یې لمبې اسمان ته هسکې کړي.
پنځم:
په تېرو دوو لسیزو کې د ښيلاسو بې اساسو لنډمهالو ائتلاقونو وښوده چې دوی د یوې ورځې لپاره هم پر سیاسي ټغر نه شي را ټولېدای؛ پر حوزو او کوڅو باندې د کابل وېش یې ښه بېلګه وه. بناً د جمیعت، حزب او وحدت ائيتلاف د اور، اوبو او توپان ملګرتیا ده.
په دې سربېره، اداره پوهه غواړي، ادره وړتيا غواړي، اداره په استخارو، نفلونو او د غاړي په سرو او شنو دسملونو نه چلېږي. هغوی چې ټوپک چلوي، دفتر نه شي چلولای، ماشې ته راکږه شوې ګوته، تر قلم نه شي تاوېدای.
شپږم:
د خلق او پر چم لیږکيان خو مسلکيان، هیڅوک د افغانستان د سیاست له صحنې څخه نه شي حذفولای؛ دا چې چپلاسې او ښيلاسي پخوانۍ دښمنۍ او اوسنی فکر ټکر لري؛ نو د عبدالله پر وړاندې سیاسي تړلې دروازې ته؛ دا اړم هم ټمبه دی.
نو په دې اساس،
که ولسمشر عبدالله شو، تباه شوو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery