مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ماما ! يو کارټ ماته هم راکړه

صديق الله افغان/ کندهار

 

ځان چمتو کړه، يوې خوا ته دي بيايم، هسي هم نن د جمعې شپه ده او سبا کار نسته.
پرته له دې، چي د ملګري څخه مي وپوښتم، چي چيري ځو، هغه ټليفون پرې کړ.
څو شيبې وروسته راغلى او د ځان سره يې يوه واده ته بوتلم.
دا واده د کندهار په ترټولو ګران بيه سالون ( هوټل ) کي وو، په داسي حال کي، چي په کندهار کي خلک د برېښنا او اوبو د نشتوالي له امله لمانځه ته تېمم وهي، خو هلته سپينه ورځ جوړه وه او شاوخوا يې په څراغونو او رنګارنګ برېښنايي اشارو روښانه وه.
دغه هوټل ته مخکي هم په وار – وار ورغلى وم، ځکه هلته خدمتګارو چارواکو غونډي کولې او موږ يې د خبري پوښښ لپاره ورتلو، ځکه دغه هوټل خوندي او په پاى کي مېلمنو ته مزداره ډوډۍ ورکول.
سالون ته د ننوتلو سره سم راته ښکاره سوه، چي واده د کوم چارواکي دى، ځکه هلته ټوپک لرونکي کسان، نوي ماډل او عصري موټران تر شمېر وتلي وه.
د سالون د انګړ څخه سالون ته د ننوتلو سره د سالون کارکوونکي د مېلمنو څخه کارټونه غواړي، هغه کارټونه، چي مېلمنو ته له مخکي د ګران بيه بلنليک سره، چي يوازي پاکټ يې د سلو افغانيو کم نه دى جوړ سوي لېږل سوي دي.
سالون ته لوى او واړه ننوتل، چي نوي جامې يې اغوستې وې، عطرونه يې وهلي او په شونډو يې مسکا خپره وه.
هلته مي زيات کوچنيان وليدل، چي په ښايسته جامو کي خپلو پلرونو تر لاسونو نيولي وه او د ډوډۍ خوړولو ځاى ته يې دننه کول.
په دې مهال مي يو ټيټ ، خو اغېز لرونکي ږغ تر غوږ سو: ( ماما يو کارټ ماته هم راکړه!!! )
دا ږغ دا اته کلن عصمت الله جان وو، هغه ګلالى ماشوم، چي پلار يې د وطن ساتني په لار کي ژوند د لاسه ورکړى او اوس د يوې څلور کسيزي کورنۍ د اقتصاد پېټى وړي.
هغه يوه کونډه مور، دوې خوندې او يو تر ځان کشر ورور لري.
دا بشپړه کورنۍ يې د لوږې ځورېږي، خو عصمت الله ورته نازک لاسونه ټناکي کوي، خو بيا هم د هغوئ ستونزي پرې نه حلېږي.
که څه هم هغه د ورځي له خوا د موټر د يوه جوړونکي سره کار کوي، خو بيا هم مجبوره دى، چي خپلو خويندو، ماشوم ورور او کونډي مور ته ډوډۍ برابره کړي.
هغه نن ( پنجشنبه ) همدغه سالون ته ددې لپاره راغلى وو، چي د واده د مېلمنو څخه پاته سوې ډوډۍ خپلي کورنۍ ته ورسوي، خو هيچا هم کارډ ورنه کړ.
عصمت الله ناهيلي د سالون مخته ولاړ وو، چي د کنسرټ جوړېدو لپاره ټول سالون ته پرېښودل سو، چي عمصت الله هم په تلوار سالون ته ننوت.
د هغه ورتګ کنسرټ، اټنونو، خنداګانو او د ټوکو ټکالو د تماشې لپاره نه وو، بلکي د خپلي لوږي کورنۍ د مړېدو لپاره وو.
دغه ماشوم د ځآن سره يوه کڅوړه راوړې وه او د مېلمنو څخه د پاته سوي ډودۍ په ټولولو بوخت وو.
په سالون کي د مېلمنو لپاره عجبه سياله ډوډۍ تياره سوې وه، څلور، پنځه ډوله د پسه، چرګ او غويي غوښي، رنګارنګ ميوې او چښاک توکي، اخر د يوه چارواکي د زوى واده دى، هغه چارواکى، چي د بيده او چوپ ولس خدمت کوي.
د هغه ټوپک اوس هم په دې ولس خپل راج چلوي، هغه اوس هم لوستي او استعداد لرونکي ځوانان د خپل ټوپک د شپېلۍ لاندي سرټيټ ژوند تېرولو ته اړ کړي دي، هغه اوس هم د يتيم پر سر خپله ګټه اخلي، هغه په مرمۍ ضد موټر کي سپور وي، په ښار کي مارکېټونه او په بهر کي څو پوړيز کورونه لري.
د هغه زوى هم د پلار په شان د هر څه برخمن دى، په ماړه نس په موټر کي ښوونځى ته ځي او راځي، خو يتيم د چا په ياد کي هم نه راځي.
زموږ هم عجب ټولنه ده، کله چي د غريب، بېوزله او يتم نوم واوري، نو ورسره سم، د افسوس ږغ کوي او د هغه پر حالت افسوس کوي، خو خبري او عمل يې جلا وي.
دا خبري د وطن د هغه خرڅوونکو او تش په نوم خدمتګارانو له خاطره کوم، چي هم د ثبات او هم د جګړې ګټه اخلي، ځان د خلکو سالاري ګڼي او د هغوئ پر سر يې معاملې رواني ساتلي وي.
پيسې او واک چي هرڅوک ترلاسه کړي، حتمى په مزې او چړچې پکښي کوي، خو تر ټولو زياته ملامتيا د ولس ده، د قوم د مخور په نوم د همدغه کسانو تر شا ولاړ وي، رايه ورکوي او د هغوئ هيڅ بد کار ته بد نه واي.
زموږ چوپتيا ، زموږ سزا …

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery