مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-20   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د ټاکنو د قسمي رايو دوهم پړاو نن اعلانيږي .

لودين

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د وري مياشتې د ١٦مې نېټې د ولسشمريزو ټاکنو د قسمي پايلو يوه بله برخه به هم نن له غرمې وروسته اعلان کړي.

دغه کمېسيون تېره ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل، په پام کې ده، چې دا پايلې نن له غرمې وروسته پنځه بجې له رسنيو سره شريکې کړي.

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون يوې سرچينې ويلي،  چې  دغه ځل د ټاکنو د قسمي پايلو ٤٠ سلنه برخه اعلانېږي، چې په ټولو ولايتونو پورې اړه لري.

تر دې وړاندې هم د کمېسيون چارواکو ويلي وو، چې دغه ځل به  د ټاکنو يوه زياته سلنه په قسمي پايلو کې شامله وي.

د ټاکنو مهالوېش ته په پام سره، د ټاکنو لومړنۍ پايلې د غويي په ٤مه او وروستۍ هغه يې ورڅخه ١٩ ورځې وروسته د غويي په ٢٤مه اعلانېږي.

دغه کمېسيون تر اوسه پورې  يو ځل له ٢٦ ولايتونو څخه د ټاکنو لس سلنه قسمي  پايلې اعلان کړې دي.

د دغو پايلو له مخې ډاکتر عبدالله عبدالله ٤١،٩ سلنه، ډاکتر اشرف غني احمدزي ٣٧،٦ سلنه، ډاکتر زلمي رسول ٩،٨ سلنه رايو په خپلولو سره  په لومړي، دويم او درېيم مقام کې راغلي دي.

همدرانګه عبدالرسول سياف٥،١، قطب الدين هلال ٢،٧، ګل اغا شېرزى ٢،٢، داوود سلطانزوى ٠،٥ او هدايت امين ارسلا ٠،٣ سلنه محاسبه شوې رايې خپلې کړې دي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery