مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-08   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د بدلون او همپالني ټیم توپېرونه‎

خان ولي کامران‎


که څه هم ټولو ته جوته ده چې د بدلون د ټیم په سر کې څوک او دهمپالني ټیم په سر کې څوک قرار لري هرڅوک د دوی دواړو ټیمونو ترمنځ د لمر په څېر توپېر کولای شي خو بیا هم ځیني خلک په رڼو سترګو کې خاورې اچوي او په حق پښي ږدي نو که راشو ددوي پیغامونو او شعارونو ته چې په لویو بنرونو، لوحو، دیوالونو، څلور لارو او نورو عامه ځایونو کې لګولی دي په ښکاره ډول معلومېږي چې کوم ټیم قوي او کوم کمزوري دي.
د بیلګي په توګه د اصلاحاتو او همپالني ټيم خلکو ته په خپل یو پیغام کې لیکلي ( ۲۴ جوزا روز پیروزی مردم افغانستان، همه باهم بسوی پیروزی) یانې په دغه پیغام کې ډاکټر صیب عبدالله د خلکو لپاره هیڅ کوم داسی څه نه دی ویلي چې خلک پرې باور وکړي بلکی تشي او پوچي کلیمی دي چې هیڅ مانا نه ورکوي ۲۴ جوزا د خلکو د څه شي بریالیتوب ،د خلکو د وینو بهولو بریالیتوب، د کابل ښار د ورانولو بریالیتوب او یا نور د پیغام په بله فقره کې وایي یو له بل سره د بریالیتوب په لور دلته هم هیڅ مانا ترې نه اخیستل کېږي یانې د دوی د ټیم لخوا د ځمکو د غصبولو په لور، د فساد د زیاتولو په لور ، د چور او تالان پیداکولو په لور او داسي نور خو که بلمقابل د ډاکټر صیب اشرف غني احمدزی پیغامونو او شعارونو ته وګوری د کمیت له لحاظه کم خو د کیفیت له لحاظه پر مانا دي جملي یې لنډي او ماناداره دي خلک ترې په اسانۍ سره مطلب اخیستلی شي د بیلګي په توګه په یو شعار کې وایي ( دویم پړاو، زموږ د بریا پړاو دی) ښکاره پیغام لری او خلکو ته په لنډه توګه تشریح کوي چې په دویم پړاو کې ستاسو په مټ بریالي یو او افغانستان به د تل پاتې سولي، ترقۍ، پرمختګ او ملي یووالي خواته روان شي.
نو که خدای مکړه په دغو دویم پړاو ټاکنو کې خلک د شپی او ورځ ترمنځ توپېر ، د سپین او تور ترمنځ توپېر ونکړي هېواد به مو په یو نامعلوم راتلوونکي برخلیک اخته شي چې پړه به یې زموږ او ستاسو په غاړه وي ځکه د څو مادي امتیازاتو په بدل کې به خپل تېر او راتلوونکي هویت له لاسه ورکړو نو هغه د پښتو متل دی چې وایې ښکاري هغه څانګه پرې کوي چې خپله پرې ناست دی نو اوس هم اوبه له ورخه نه دې تیری شوې راځئ په ګډه د یوې ښي راتلوونکي لپاره ، د راتلوونکو نسلونو د خوندي ژوند لپاره، د سولي لپاره ، د پوهنې او روغتیا د پرمختګ لپاره او د خپل ځان د خوندي او په عزت کې ساتلو لپاره په ګډه ګام پورته کړو ترڅو بیا د مچ په څېر لاسونه ونه مروړو

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery