مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-10   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

په برتانیه کي د افغانانودټولني پیغام!

دافغانستان دولسمشريزوټول ټاکنوددوهم پړاودابتداېي نتايجوداعلان په مناسبت په بريتانياکې دافغانانودمتحدکلتوري مرکزدمبارکۍ پيغام !


موږپه بريتانياکې ټول ميشت افغانان دولسمشريزوټولټاکنوددوهم پړاودابتداېي نتايجوداعلان په مناسبت دافغانستان ټول ميړني اونجيب ملت ته  اوپه ځانګړې توګه دتحول اوتداووم ټول ټيم ښاغلي ډاکټراشرف غني احمدزي اومعاوينينوته دزړه له کومي مبارکي وايو اوهمدارنګه په دغه حساسوشرايطوکې په ډيره ميړانه اوسرښندنه اودهرقسم قربانۍ دمنلوپه بدل دولس دغوڅ اکثريت هم دښځواونرودګډون هرکلی اوقدرداني کوو.

هيله منديوچې دملت دغه ميړانه اودانتخاباتودغه ابتداېي اوبيانهاېي نتيجې ټولوته دمنلووړوګرځي. اوديوباثباته اويوموټي افغانستان دپاره په ګډه کاراوهلې ځلې وکړي.

موږپه دغه برياکې هيڅ بايلونکی نه وينواودغه بريادافغانستان دټول ملت بريابولواوپه ځانګړې توګه دافغانستان دخلکودغه ستره سياسي برياداصلاحاتواواوهمپالنې ټيم ته هم مبارکي وايوچې په دغه سياسي مبارزه کې ېي ډيرې هلې ځلې کړيدي اوددوئ دغه مثبت رول په افغانستان کې دځوانې دموکراسۍ تهدابونه لانورهم پسې پياوړي کوي.

زموږددواړوخوواوڅخه اوپه ځانګړی توګه داصلاحاتواوهمپالنې دټيم څخه داده چې دافغانستان دخلکوراېې ته چې په ډيره ميړانه اوقربانيوورکولوسره ميدان ته راووتل اوخپله سياسي راتلونکي ېې وټاکله دقدرپه سترګه وګوري اودهرډول بې مسئوليته اوتخريش اميزه اوپاروونکوڅرګندونواواعمالوڅخه جدي پرهيزوکړي، دټولوهغوخودغرضو، متعصبواوپرديپالواشخاصواوکړيوچې دافغانستان ثبات اوبريانه شي زغملائ مخنيوی وکړي.

دهرنوع بحران اوتشنج رامنځ ته کول په افغانستان کې دهيڅ اړخ په ګټه نه دی،  دافغانستان دملي ګټو اودافغانستان دملت ترڅنګ ښکيلې غاړې ترهرچادمخه قرباني کيدی شي.

موږپه دې باوريوچې هيوادته خدمت کول دحکومت څخه بهردحکومت داعمالودڅارونکې اواصلاح کونکي اپوزوسيون په رول کې لاهم ښه کیدای شي.

بريالي ټيم ته دلوی خدای ج ددربارڅخه دافغانستان ټولوولسونوته ( دهيڅ يوافغان تربل افغان بهترنه دی اوهيڅ افغان دبل افغان څخه کمترنه دی) پربنياددخدمت په لاره کې پوره بريالیتوبونه غواړو.

 


ديوپياوړي ، سرلوړي اويوموټي افغانستان په هيله

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery