مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-13   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د احمدولي کرزي د شهادت د دريم تلين په مناسبت د کندهار والي بيغام .

لودين

کندهار، افغانستان- د سولي، امن او ملي يووالي د اتل شهيد احمدولي خان کرزي د شهادت دريم تلين په ياد، چي تل يې په هيواد کي د سولي، ورورولۍ او امن لپاره نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کولې.

ارواښاد احمدولي خان کرزي د خپلو خلکو او وطن د ارمانونو په خاطر هلي ځلي او قربانۍ ورکړي دي. د ده هڅي به د تل لپاره د تاريخ په پاڼو کي په زرينو کرښو ثبت وي او بااحساسه افغانان به همېشه د ده ياد ساتي، ځکه مېړونه مري خو نومونه او کارنامې يې پاتيږي.

شهيد احمدولي خان کرزی د شهيد معين صاحب عبدالاحدخان کرزي زوی او د مرحوم معين صاحب خير محمد خان لمسی وو، چي په ١٣٤١ لمريز کال په خپله پلرنۍ مېنه کرز کي وزېږېد. شهيد احمدولي كرزى کوچنی وو چي له خپل پلار او كورنۍ سره پلازمېني كابل ته ولاړ او هلته استوګن سو، زده كړي يې د كابل په حبيبيه لېسه كي وکړې او له همدې لېسې څخه فارغ سو. وروسته يې د كانكور ازموينه وركړه چي اقتصاد پوهنځي ته په لوړو نمرو بريالى سو. شهيد احمدولي كرزي په خورا مينه لوړي زده كړي كولې او د اقتصاد پوهنځي د دوهم كال محصل وو، چي سرو لـښكرو پر افغانستان يرغل وكړ، خو دى هم د نورو افغانانو په څېر له زده كړو څخه محروم او له خپل پلار سره پاكستان ته ستون سو، تر څه مودې مهاجرت وروسته امريکا ته ولاړ او د ژوند لس کلونه يې په امريکا کې تېر کړل.

هغه به سخت ځورېدى چي له هيواد څخه ليري ژوند كوي، خو تر څه مودي وروسته د هيواد لېونۍ ميني بېرته دې ته اړ كړ چي د خپل هيواد د ژغورني لپاره په بهر كي لېڅي راونغاړي او لازمه يې وبلله چي د پاكستان په كوټه ښار كي استوګن سي او د خپل شهيد پلار او برحاله ولسمشر حامد کرزي سره يو ځاى د خپل هيواد حالات له نژدې وڅاري. کله چي حامد كرزى د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاكل سو، شهيد احمدولي خان كرزى هغه وخت په ولس كي د شته محبوبيت له امله د كندهار د ولايتي شورا د رئيس په توګه انتخاب سو او د يوه قومي مشر په صفت يې د خپلو خلكو د خدمت لپاره ملا وتړله او پوره نهه كاله يې د خپلو خلكو په خدمت كي په داسي ډول تېر كړل چي د ګڼ شمېر خلكو يو عالم ستونزي يې حل كړې.

له ارواښاد څخه دامهال پنځه کوچنيان او يوه مېرمن پاتي ده چي په اولادونو كي يې دوه زامن او درې لوڼي دي. که څه هم پر شهيد احمد ولي خان کرزي په څو-څو ځله ناکام بريدونه سوي، خو په وروستي ځل نوموړی په خپل کور کي د ١٣٩٠يم کال د سرطان پر يوويشتمه نېټه د خپل يوه ساتونکي له خوا په ډېر ناځوانمردانه ډول شهيد کړل سو. زه د کندهار د ټول شريف ولس، دولتي او نظامي مامورينو په استازيتوب دا ډول بريدونه او ترسره کوونکي يې په سختو ټکو غندم او پر ټولو افغانانو ږغ کوم چي په يوه ږغ او اواز د هغو کسانو چي د افغانستان ثبات له منځه وړي، مخه ډب کړي او پر وړاندي يې مبارزه وکړي.

ارواښاد احمدولي خان کرزی که په فزيکي ډول له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې، خو په معنوي لحاظ ژوندی دی او د خپل ولس په زړونو کي ځای لری. هغه پر خلکو او وطن مين سړى وو او د خپل ژوند زياته برخه يې د جنګ ځپلي افغانستان او افغانانو د ښه راتلونکي او سوکالۍ لپاره وقف کړې وه او په همدې لار کي يې د شهادت لوړ مقام خپل کړ.

په درنښت

د کندهار والي

پوهاند ډاکټر توريالی ويسا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery