مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-14   مخپرونکئ : 129 - دبېنواخبريال- کابل

فاني په شعرکي داوښکو انځور

لیکنه : حبیب الله قلم مل
فاني په شعرکي داوښکو انځور              لیکنه : حبیب الله  قلم مل
زړه په لاس کي د احمد (فاني) دلاس هغه تڼاکي دي چي دکلو،کلو قيمتي وخت يې
پرمصرف کړى او دخپل هنر په برکت يې ملغلري ځني جوړي کړي او د ولس ترلاسو
يې ورسولي اونه داچي خپل وخت يې پر مصرف کړى بلکي اوښکي يې هم ورسره توۍ
کړي چي دا دپښتو ادب ولمن ته يوه بله ډالۍ اوزياتونه ده زموږټولنه داسي
کسانوته ضرورت لري چي دخپل ورځنيو چارو ترڅنګ يې فارغه وخت هم په کار
اچوى او ددې وخت څخه په استفاده يې خپل اولس ته په مختليفو برخو کي
دشعراونثر په قوي ژبه دقوي هنريت سره يو ځاي پيغام پريښى نه داچي يوازي
يې پيغام پرېښي بلکي خپلي قيمتي اوښکي يې هم توى کړي دي.
لکه په لاندي بيلګه کي
                                اوښکي خپل ځان ته رانيسو دخپل ژوند په قيمت باندي
                                ويني وبل ته ورکوو دخپل ځيګر په نيمه بيه
دايو روښانه حقيقت دى چي موږ هميشه دجنګ ،کاميابې او ويني تويولو وروسته
ترهغه وخت لا کمزوري پاته سوي يو لکه څنګه چي دجنګ له کولو مخکي وو دجنګ
له ګټلو وروسته مو له کاميابې څخه هغه ستره استفاده نه ده کړي لکه څنګه
چي لازمه ده دجنګ له کولو اوګټلو څخه هدف دادى چي بايد د ژوند ټولي
ويجاړي سمي کړو يو ټاکلى هدف ولرو خوموږ داسي نه دي کړي دهر وار اوښکو
تويولو ورسته بيا اوښکي تويوو.
                               دغه اوښکه چي پرلاره ده لوېدلې
                               داښيښه له کومه خواره ده لوېدلې
له مودو،مودو راهيسي موداوښکو پر لاره مزل کړي چي اوس ټولي لاري دلارويو
د اوښکوله غميوڅخه په ښيښو بدلي سوي دي که موږچيري په مينه درياضت په
قدمونو پردې لاره تګ راتګ کړى واي نو زموږ په دې کارسره به دا ښيښې هره
يوه دالماسو په ټوټو بدلې سوي واي اوبيا به مونه ويلاي چي
                              له دې غريب سره غم خپل دى همېشه اوسيږي
                              خپل لکه اوښکي ځني ځي ورسره نه اوسيږي
اوداسي به موويلاي
                              اوښکودي احمد (فاني) يار راوستى
                              دې سيلاب دي څه ګوهر راوړي دي
داچي موږ ته زموږ د اوښکو دسيلابه څخه ګوهر په لاس راځي نو ظالمان ددي
ګوهر د ترلاسه کولو لپاره موږ په کراتو کراتوهم ژړولي يو اوهم مو ژړوي نو
شاعر ددې لپاره چي ظالمانو ته داڅرګنده کړي چي تاسي زموږ پرژړېدلو خوند
اخلى داخوند به مو روزي نه سي او د دوې دمايوسۍ لپاره داسي وايي
                             دچا اوښکي مو احمد (فاني) زړه نه خوري
                             دغه توره اوس له کاره ده لوېدلي
د شاعر د (چا) دلفظ څخه مراد خپل اولس دي او داوښکوتوره له کاره لويدل يو
نوى ترکيب دى. شاعرخپلو خلګو ته ډاډ ورکوي چي دښمن هميشه کوښښ کوي چي موږ
وژړوي خوتاسي بايد په ژړيدو باک ونه کړي ترڅنګ يې بايد دحل لاره وسجوي
هغه چاته دا اخطار ورکړى چي زموږ دژړيدلولپاره پلانونه جوړوي اودښمن ته
وواياست چي دا ژړيده به موږ مايوسه نه کړي. دشاعر اساسي وظيفه همداده چي
دښمن مايوسه کړي خپل اولس ته ډاډ ورکړي او د اوښکو له ډم څخه يې راپورته
کړي دهيلو په سيند کي يې واچوي ترڅو ددې سيند په تل کي هغه دصبرورک غمي
پيداکړي کوم چي ددوي ورته ضرورت دى . شاعر هر وخت هيله من او ډاډه وي،په
اوښکو تويولو يې پروا هم نه کيږي داځکه چي د اوښکو تويولو وروسته
دخوشحالۍ روښنايي ويني او اوښکي تويول هغه مهم توکى بولي لکه د باران
اوبه چي دهرژوندى موجود لپاره يو حياتي ماده ده
                            اوښکي که توييږي ارمان مه کوه
                            مه وايه چي خدايه(ج) باران مه کوه
شاعر داغوره ګڼي چي بايد اوښکي توي سي اوخلګ منع کوي چي مه واياست چي ولي
مو اوښکي توييږي ځکه اوښکي په مثال دباران دي اوباران د ابادۍ نښه ده.
مګرشاعرهم ددې ټولني زيږنده دى کله کله دى هم مايوسي په خپله غيږي کي
ونيسي اوهغه مقابله يې هيره سي چي کلونه کلونه دنا هيلۍ په مقابل کي
جنګيدلى دي او دا الفاظ يې تر خوله ووزي
                           موږ غريبان يو تيروو دلته ټول ژوند په اوښکو
                           له ژوندانه سره موسته دايوپيوند په اوښکو
                           دومره مواوښکي دي توي کړي هرڅه اوښکي بولو
                           کوو دميني دخپل رب سره سوګند په اوښکو
                           په دغه ښارکي موله غمه تل لانده وليدل
                           دچا باڼودچا باړخو دچا مړوند په اوښکو
شاعر هم عجيبه انسان دي کله دخيال په وزر اسمان ته ختلى وي اوکله دسمندر
تل ته کښته سوى وي خو کله بيا داولس او ټولني ناخوالو داسي راګيرکړي وي
چي هر څه اوښکي بولي اوپه هره اوښکه کي يو عالم غمونه اودردونه محسوس کوي
اوددې مشکلاتو دسرچينې يادونه کوي
                           اوښکي دي احمد (فاني) وچيږي نه
                           دغه د زم زم اوبه وياله لري
داچي دزم زم اوبه مقدسي دي نو دى دخپل اولس اوښکي هم مقدسي بولي ځکه چي
دمظلوم  اوښکوته داسي يومقدسه تشبه ډيره خوندوره راغلې ده. موږ بايد ډير
څه پرنوروهم ورونه غورځو ځکه چي اکثره شيان موږته له خپلې بې علمى څخه
راپيښ سوي  تر څو چي موږ خپله بې علمي له مينځه يونه سو زموږله سترګو څخه
به دغه دزم زم داوبو په شان مقدسي اوښکي بهيږي او وچيده به نه لري ځکه چي
تر شايې يوعالم ستونزي وجود لري .
                                                                     ز
                         زموږ په اوښکو کي به ډوب واي ستا په مرسته ووت
                           تا قدمونه پر خپل سر باندي تېر کړل ددښمن
شاعرانه  اوهنري خبره هميشه په بيل وخت ،ځاي اوبيلو حالاتوکي ومختليفو
کسانوته اشاره په کښي کيږي فاني صاحب هم داسي موضوع ته اشاره کوي اوځينو
ګاونډيو ته وايي که مو دهمسايه توب حق نه واي ترپښولاندي کړى اوزموږ دښمن
ته مولار نه واي ورکړي نو ولي به يې موږ داسي په خپلو اوښکو لمبولاي او
که بيرته تاسي دتېښتي لپاره لار نه واي ورکړي که مو نور څه په وسه نه واي
پوره د خپلو اوښکوپه سيند کي خومو ډوب کولاي سول خو افسوس چي ستا په
مرسته په تېښته له ميدانه ووت .
داچي هيڅ چا يې دمرستي لپاره لاس نه کړي را اوږد نو دځان دتسلۍ لپاره وايې
                           احمد (فاني) پريمينځي دخپل زړه هر سوى داغ
                           له سترګوچي داوښکو باران اوري دومره ډير
شاعر که مايوسه هم سي خوبيا هم له خپلي مايوسى څخه داسباب په رقم کار
اخلي او دخپلو اوښکو په باران دزړه هغه سوي داغونه چي ددښمن لخوا ورکول
سوي دي پريولي ځکه ددرمل پر ځاي خپلي اوښکي په کاراچوي.
                           دهغه چا زړه به په خپلو اوښکو ومري اخير
                           دچا دزړه اوبه چي سترګو ته څه لار نه لري
داچي شاعر هميشه دماسيوپه مقابل کي جنګيدلى دى نو په رمزي ژبه اوښکي
يادوي خومطلب يې دادى چي موږ ولي په لوي لاس ځان دهلاکت کندي ته اچوو موږ
بايد ځان ته لار پيداکړو خپل ټاکلى هدف ولرو اوبلاخيره ځان له نړيوالو
سره په سيالۍ ودروو داچي ځان له نړيوالو سره په سيالي کي کمزوري ويني
درياضت اوزحمت خبره په رمزي ژبه کوي
                           چي نه اوري پر مځکه څه باران ددغه خلګو
                           داوښکو اوبه نسته پراسمان ددغه خلګو
داخلګ ځکه په راحت اوخوښي کي نه دي چي  دې دزحمت اوتکليف درانه پيټو ته
يې اوږه نه وه ورکړې ټولني ته يې کار نه دى کړى او دخپلو خلګو څخه دګيلي
په ډول وايې چي درياضت پردښت يې په کار کولو خولې نه دي توي کړي نو ځکه
لوړو پوړونوته نه دي رسيدلي .
فاني ديوې سوالګري اوښکي موږته داسي ژباړلي دي
                           دټول فاميل دشهادت کيسه يې اوښکو وکړه
                           ماچي ترې وپوښتل په سوال ولي يې خوري اخته
دايو روښانه حقيقت دى چي زموږ په ټولنه کي داسي ډير انسانان سته چي ټوله
کورنۍ يې له لاسه ورکړې وي اوله مجبوريته و سوال کولو ته اړ وي
                           احمد (فاني) اوښکي اظهار دي دغم
                           کله خوښي کي تر خنداسي مخته
فاني دامني چي اوښکي دغم دښکاره کولو لپاره دي مګر کله بيا داسي هم وسي
چي په خوښي کي دچاتر سترګو راسي
داخبره هغه چاته ښه خوند ورکوي چي دداسي حالت سره مخ سوي وي اوهغه ته
دهغه شېبې انځور ورپه يادوي کوم چي پرهغه راغلي وي او انځور په شعر کي
وړاندي کو ل بهترين کار دي او انځور په داسي رقم وړاندي کول چي مات
اونمګړى نه وي. او روغ په دې معني چي لوستونکي اويا اوريدونکي اوري
اويايې لولي هغه ته دستي هغه انځور په ذهن کي راسي کوم چي شاعر يې په شعر
کي يادونه کړي وي .
په اخير کي وايم چي فاني په واقعي توګه دشعر رسالت اومسوليت دشعري اوهنري
اندازسره يوځاي تر ډيري اندازي سرته رسولى دى ځکه  دشاعر رسالت اومسؤلت
دادى چي ټولنه صحح لاري ته رهنمايې کړي اوټولني ته هغه پيغام وړاندي کړي
کوم چي دټولني په ګټه وي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery