مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

الجزیره نت: دمقاومت "غزه" بيا لوری سموي

په الجزیره نت کې د محسن صالح لیکنه.
ژباړه: عبدالرحمن فرقانی

 


دغزې په تراړه کې د مقاومت بې ساره او استثنايی ادا او هلته د فلسطينی باتور ولس ښه مقاومت تر وياړ، فخر او تقدير پرته بل څه نه شي کېدای.
دغه دی، فلسطینی مقاومت کوم چې په تراړه کې یې حماس مشري کوي، یو ځل بیا له سره په هغه عربی چاپېریال کې چې له یوه کال راپدیخوا د بدلونونو له امله پرې د ناهلۍ حالت خپور شوی دی، یو ځلانده او د هيلو څخه ډک حالت وړاندې کوي.
زموږ سیمه د هغې راګرځېدلې څپې څخه تر ننه پورې نلېږي، کومه چې هڅه یې وکړه تر څو ټول هغه ښکلي ولسي خوځښتونه بدرنګ کړي، چې د استبدادی حکومتونو څخه د ژغورلو او د داسې نویو نظامونو د را منځه کول په مخه تر سره شول، کوم چې د امت د عزت او کرامت څخه استازيتوب کوي.
نوموړې راګرځېدلې څپې یوازې د اسلامي معتدل بهیر چې د "سیاسي اسلام" په نوم پېژندل کېږي، د ځپلو هڅه ونه کړه، بلکې د فلسطینی مقاومت چې اسلامي رنګ پرې غالب دی د بدرنګه کولو، بې وسه کولو او ځندۍ کولو هڅه یې هم وکړه.
هیڅ څوک تر اسراییلی اړخ دېر خوشحاله نه وو، ځکه چې راګرځېدلې څپه له هر لوری د اسراییلو د استراتیژیکو مصلحتونو په ګټه تمامه شوه، که هغه د سیاسی اسلام ځپل و او که هغه په غزه کې د فلسطینی مقاومت ځپل و او که هغه په عربي نړۍ کې د قومی او طایفی سختدریخۍ او د بېلتون د کړۍ پراخه کېدل و.
مقاومت په داسې یوه غمجن او کړکیچن چاپېریال کې راڅرګند شو، تر څو موږ ته د هیلو او امیدونو حالت  او د بریا او د لوړو معنویاتو حالت وړاندې کړي، او موږ ته ووایی: چې نیکمرعي، ښېګڼه او وړتیا لا تر اوسه په دغه امت کې ځای لري، او فلسطین موږ سره راټولوي، او باید لوری هغه خوا ته سم شي، چې د انسان په جوړونه کې، او پر ځان باندې د اعتماد او باور په لوړونه کې، او د شونتیاوو په کارونه کې او د ځمکې او مقدساتو په راګرځونه کې د نوموړي امت ښیګنې،  نیکمرغۍ او وړتیاوې را وباسي نه د دوی بدمرغۍ او نیمګړتیاوې.
د اسراییلي و عربي ظالمې او کلکې کلابندۍ سره سره چې د غزې په تراړه کې حماس او د مقاومت ډلې ورسره مخ دي، او د کمو او نا چيزه امکاناتو سره سره، غزې خپل وخت له لاس ورنکړ، خپل روزل شوی انسان یې انساني ټولنې ته وړاندې کړ، خپله بېلګه یې وړاندې کړه، خپله د مقاومت بنسټ یې نوی کړ، په زرهاوو مجاهدین یې وروزل، او دخپلو عسکري او نظامي امکانات او تولیدات په ډګر یې داسې  پرمختګ ته لاره هواره کړه، چې تر ډېرو بډایه عربي هېوادونو څخه مخکښ شي. په مصر کې د نوی نظام او دحکومت پلویانو د کلابندۍ او د بدنامۍ د حملو سره سره مقاومت خپل لوری ورک نه کړ، د دوی په واک کې شته شونتیاوې او ځواک تر پایه د اسراییلی دښمن پر ضد وکارول شول.
په نوموړې جګړه کې چې مقاومت یې د "العصف الماکول" تر نامه لاندې پر مخ وړي او کومه چې اسراییلیانو د "الجرف الصلب" نوم پرې ایزدي، د تېرو مقاومتونو په پرتله څو د اهمیت وړ لاسته راوړنې لري، چې په لاندې ډول دي:
• مقاومت او په تېره بیا حماس و کولای شول تر څو خپل راکټي سیستم نوی کړي، د ویشتلو واټن یې ۱۲۰ کلیوومتره ته ورسېږي، د نښې دقت یې ډېر شي، د هغو متفجره موادو کمیت چې لېږدوي یې ډېر شي، په دې توګه وروسته تر دې چې ځینو متقاعدو انقلابیونو خوښول چې د عبثی راکټونو او اوریزو لوبو نوم پرې کېږدي، ایمان او ارادې وکولای شول چې نوموړي راکټونه چې ویشت یې ترڅو کیلو متره  نه اوښت  داسې نوي کړي، چې یو میلون اسراییلیان په ۲۰۰۸- ۲۰۰۹ کال د "فرقان" په جګړه کې اړ کړي، تر څو پټنځایونو ته پناه یوسي، او بیا یې کړۍ داسې پراخه شي چې د ۲۰۲۱ کال په جګړه کې دری میلیونه اسراییلیان د نوموړیو راکټونو له وېرې پټنځایونو ته پناه یوسي،  او په اوسني جګړه کې په اشغال شوي فلسطین کې ټول شپږ میلیونه اسراییلیان پټنځاینو ته پڼاه یوسي.
• مقاومت وکولای شول تر څو اسراییلی اړخ ته د ځمکې، سمندر او هوا له لارې ور ننوځي او نویې حیرانونکي کړنې لکه بې پیلوټه الوتکې، ولري او د "زیکیم" سمندری عملیات چې د "القسام" نظامي ډلې تر سره کړل، او وکولای شول تر څو د اسراییل یو نظامي ټانګ په "کورنټ" راکټ باندې له منځه یوسي.
• د غزي په تراړه کې د کار مشرتابه "حماس" د چارو نظم او واکمني خوندي وساتله او نوموړی نظم د خند او ګواښ سره مخ نه شو, بلکې ټولو وزارتونو، د دولت مؤسساتو او مقاومت خپلې چارې په ښه ډول پر مخ وړي، د تېر په څېر د مشرتابه په کچه د مقاومت په صفونو کې درانده زیانونه پیښ نه شول.
• هغه څه چې مقاومت په یاده جګړه کې تر سره  کړل، ټول هغه څه یې پاک کړل، چې د فاسدو او مستبدو عربي نظامونو مطبوعاتو او ګمارل شوو رسنیو د مقاومت د بدرنګه کولو په موخه د څو میاشتو راپدیخوا تر سره کړي وو.
• اسراییلی اړخ د یرغل وړتیا له لاس ورکړه، څرنګه یې چې تر دې وړاندې دا وړتیا درلوده.
• د غزې په تراړه کې د مقاومت مشرتابه "حماس" د پخوانیو تجربو څخه دګټې اخیستنې له امله  او د جاوسوسۍ د ښکارندې د له منځه وړلو له کبله اسراییلي اړخ د ځمکې پر مخ د یوه نا څرګند استخبارتی حالت سره مخ کړ، او دا په خپل وار سره د دې لامل شو، چې د تسلیحاتي او نظامي وړتیاوو سره سره د اسراییلو د احتمالي اهدافو کچه راټیټه شي، او د اهدافو په ویشتلو کې د بې نظمۍ سره مخ شي، او د مقاومت د نظامي او تسلیحاتي اهدافو پر ځای مدني اهداف تر برید لاندې ونیسي.
• د اسراییلیانو د وحشي بریدونو سره سره د خلکو تر منځ د وحدت او یووالي روحیه را منځته شوه، او د غزې د تراړې اوسیدونکي حاضر نه شول تر څو د اسراییلیانو اومر د ځينو سیمو په تخلیه یا پرېښودلو کې  ومني.
• وروسته له دې چې پر مقابل لوري یې خپل شرطونه و نه شو منلی، اسراییلي لوری د بې نظمۍ له حالت سره مخ شو، او د یو داسې نظامي مشرتابه سره د اسراییلو اوسیدونکي مخ شول چې د مسوولیت د اخېستلو څخه ډډه کوي، او په خپلو نظامي پریکړو کې تر ډېره بريده  متردده ده. 
هغه څه چې مقاومت په یاده جګړه کې تر سره  کړل، ټول هغه څه یې پاک کړل، چې د فاسدو او مستبدو عربي نظامونو مطبوعاتو او ګمارل شوو رسنیو د مقاومت د بدرنګه کولو په موخه د څو میاشتو راپدیخوا تر سره کړي وو. او حماس چې خپل لوری یې ټاکلی او هغه یې خوندي ساتلی، دا یې ثابته کړه چې د مقاومت پر ډګر یې اغیز ، زیار او هڅې لا تراوسه د تېر په څېر شتون لري، او ټول هغه تورنو چې پرې تړل کېږي نا سم دي، او کومو کړیو چې د مقاومت پر حق کې دا ناسم تبلغات په لاره اچولي وو او دي، په حقیقت کې د مقاومت او فلسطین  په حق کې لوی جنایت تر سره کوي، او غواړي د مقاومت او فلسطین ملاتړې دا عربی، مسلمانه  او پاکه غیږ فاسده او شکمنه کړي.
اوس مقاومت د عربی ولسونو او خلکو ملاتړ بیرته تر لاسه کوي، او د مقاومت د پروسې دښمنان په ملیونونو هغه ډالره له لاسه ورکړل، چې د مقاومت د بدنامۍ او د حقیقتونو د تحریف لپاره یې ولګول.
ولسونه نور دا خبره نه مني، چې د غزې تراړه دې د تروریزم د خپلو په پلمه کلابنده شي، او نه دا مني، چې اوسیدونکي دې یې د  بې ځایه تورنو پر بنسټ اوکورنیو اجنډاوو ته د خدمت کولو په موخه د ژوندانه څخه محروم شي، او تر ځمکه لاندې او باندې ولېږدول شي. تر دې وروسته به ولسونه خپل فشار پر عربي نظامونو باندې زیات کړي، تر څو د فلسطیني مقاومت د ملاتړ په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي، او که نه نو دغه نظامونه به ولسونو ته د دوی پر وړاندې د غضب او قهر نور موجه لاملونه په لاس ورکړي.
له بل لوری دغه جګړه د فلسطین په اړه د اعتدال د محور هغه بې وسي او عاجزي په ډاګه کوي، چې ورڅخه نلېږي، په داسې حیرانونکې توګه، چې سړی ورته هک پک شي، کله چې وګوري چې د راګرځېدلې څپې د ملاتړ او ولسي ځوځښتونو چې هڅه کوي د ولس اراده تمثیل شي، د ځپلو په موخه په داسې حال کې  په بلیونو ډالر لګول کېږي، چېرته چې د فلسطین د کشالې د تایید لپاره دیوه ملاتړي دریځ دنیولو په موخه بخیلی کوي.
په داسې حال کې چې د فلسطین په غزه تراړه کې مسلمانانو فلسطینیانو وینې تویېږي، جوماتونه شهیدان نېږي، کورونه ورانېږي، په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازی ابراهیم خریشه د فلسطین د ټلویزیون دڅپو له لارې راڅرګندېږي، تر څو موږ خبر کړي، چې هغه راکټونه چې د غزې د تراړې څخه پر اسراییلیانو ورېږي، د انسانیت پر ضد یو جنایت دی!!
او یاده جګړه دا هم ثابیتوي، چې د ممانعې محور( حماس او د مقاومت ډلې) خپله لاره سمه پېژني، او خپل لوری یې دقیق ټاکلی،  د دغه او هغه لوری تر اغیز لاندې نه دی واقع شوی، او چا ته اجازه نه ورکوی تر څو یې د خپلو موخو او مقاصدو لپاره وګماري، سره له دې چې ځینې د مقاومت ډلګۍ په کورنیو کړکیچونو کې ښکیل دي او د ځواک لویه برخه یې په یادو کشمکشونو کې او دهغو نظامونو به ملاتړ کې مصرفېږي، چې  خپل ولسونه وژني، خو حماس خپل لوری پېژندلی او تر پایه ورته وفادر پاتې شوی.
پکار ده، چې د حماس او د مقاومت د ډلو ښه ادا او کړنې د فلسطیني کور په ترتیب کې خپل اغیز ولري، او د ملي وحدت د حکومت ننګینه ادا او کړنې او د ابی مازن بې ځایه دریځونه او بیانونه په رام الله کې د فلسطیني مشرتابه او واکمنۍ سره دا تصور او باور را پارولی، چې ګواکې حماس مجبور شوی، تر څو په حکومت کې ګډون ولري او سوله یې د بې وسۍ او د مصری جابر حکومت او اسراییلی وحشی حکومت د کړنو په پایله کې منلې ده.
په رام الله کې د فلسطین حکومت څلويښت زره فلسطینیان په غزه کې چې له اوږدې مودې څخه راپدیخوا په خپل ځان اتکا کوي، د خپلو حقونو څخه محروم کړي دي، په داسې حال کې چې  هغو فلسطینیانو ته له کار پرته معاش ورکوي، چې د فتح د تنظیم او د رام الله د حکومت ملاتړی دي. محمود عباس یو ځل بیا په دې ټینګار کوي، چې د اسراییلیانو سره باید امنیتی همغږي را منځ ته شي، او حکومت د ده خپل حکومت دی او اسراییل په رسمیت پېژني، او کومه هوکړې چې له دوی سره لاسلیک شوې او د روغې جوړې لپاره د حماس شرطونه مبالغه امیزه بولي.
 په داسې حال کې چې د فلسطین په غزه تراړه کې مسلمانانو فلسطینیانو وینې تویېږي، جوماتونه شهیدان نېږي، کورونو ورانېږي، په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازی ابراهیم خریشه د فلسطین د ټلویزیون دڅپو له لارې راڅرګندېږي، تر څو موږ خبر کړي، چې هغه راکټونه چې د غزې د تراړې څخه پر اسراییلیانو ورېږي، د انسانیت پر ضد یو جنایت دی!!
زه نه پوهېږم، چې په "رام الله" کې د فلسطین حکومت ولې د بې وسۍ او عاجزۍ له احساس سره لاس ګریوان دی، او اشغالګرو ته  د مجاهدینو په ځپلو کې او د مقاومت په له منځه وړلو کې او د خپلواکیو په سلبولو کې د مرستې لاس اوږدوي،  او په داسې حال کې چې کوم مهال د اسراییلو ځواکونه پر فلسطیني کلیو حمله کوي، امنیتي ځواکونه یې په کورونو او دفترونو کې پټېږي، او بیا راځي، تر څو د  هغې سرلوړې او ویاړلې غزې امنیتي چارې په واک کې ولري، چې اسراییلیانو ته غواښ ماتونکي ځواب وایی او "تل ابیب"، "حیفا" او ټول اسراییلي ښارونه په راکټونو ولي!
اسراییلي اړخ، چې غوښتل یې خپل شرطونه او خپله اجنډا پر فلسطینیانو وتپي، له ناکامۍ سره مخ شو، او مقاومت چې جګړه یې نه وه پیل کړې، او تېری پرې وشو، پرېکړه کوي، چې تر هغې به دا جګړه نه ختموي، تر څو پورې چې د غزې اوسېدونکو  ته د با عزته ژوندانه ضمانتونه تر لاسه نه کړي.
هغه وخت راسېدلی، چې په "رام الله" کې د بې وسې مدرسه نوره ړنګه شي، او د ملي یوالی د حکومت حزبي او طایفي روحیه له منځه ولاړه شي، او د ریښتني شراکت وخت راسېدلی ، تر څو د فلسطین ملي پروسه ځواکمنه کړي، او په قوت سره يې مخ پر وړاندې په حرکت کې راولي، او د چا اجازې ته منتظر پاتې نه شي، که هغه اسراییل وي او که امریکا او که سیمېز ځواکونه چې د خپلو ولسونو په وژنه کې بخت او د "سیاسي اسلام" او د بدلون د خوځښتونو په  راپزولو کې لالهاند دي، هغه لږ څه چې د "رام الله" د حکومت په وس کې شته هغه د اسراییلو سره د امنیتی همغږي درول دي، او په "الضفه" ښار کې د خلکو آزادیو ته درناوی وکړي.
حماس ثابته کړه چې بي وسه نه دی، او هغه د راپزېدو او له منځه تولو په حالت کې نه دی، او هغه په دغه جګړه کې د مقاومت د نورو ډلو سره په همغږۍ د فلسطین داخلي لوری له سره ټاکي، او د مقاومت د پرېکړو په مرکزي کولو فکر کوي، او همدا راز د سولې د ټینګښت په ټولو اړخونو غور کوي.
داسې ښکاري، چې د جګړې دواړه لوري نه غواړي، چې د دغې جګړې موده دې اوږده شي. خو اسراییلی اړخ چې غوښتل یې، خپل شرطونه پر مقاومت باندې وتپي، د جوتې ناکامۍ سره مخ شوي، او مقاومت چې جګړه یې نه وه پیل کړې، او تېری پرې وشو، پرېکړه كوِي، چې تر هغې به دا جګړه نه ختموي، تر څو پورې چې د غزې اوسېدونکو  ته د با عزته ژوندانه ضمانتونه تر لاسه نه کړي، چې په سر کې یې د کلابندۍ ماتېدل او د معبرونو پرانیستل، هغه څه چې په اصل کې د ۲۰۱۲ کال په جوړ جاړي کې شامل وو، او اوس مهال ریښتینو ضمانتونو ته اړتیا لري، تر څو عملي او درناوی ورته  وشي.
تر هر څه وړاندې مصری اړخ څخه غوښتنه کېږي، چې له خپل اړخه کلابندي ماته کړي، ځکه غزه د عربي نړۍ یوه برخه ده،  د عربي نړۍ د امنیتی او استرتیژی دفاع لومړې کرښه شمېرل کېږي، چې ضعیفېدل یې د عربي نړۍ په زیان او داشغال په ګټه تمامیېږي، آن تر دې چې د کلابندۍ نور دلایل را منځه ته کوي.
 په پای کې غزې ثابته کړه، چې هغه د نړۍ لپاره یوښونځی دی،  ریښتني بدلون د انسان د جوړونې څخه پیلېږي، د ځمکې خپلواکي د انسان د خپلواکۍ څخه پیلېږي او دغه مسلمان، مؤمن او مجاهد انسان د خپلواکۍ په دغه پروسه کې د (سر کلمه) دی.



 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery