مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دهلمند مدنی ټولنه د مولوی محمدهاشم دینی عالم وژنه په کلکه غندی

مولوی محمدهاشم یو تن دینی عالم وو چی تیره شپه د ناوی ولسوالی د هزاراسپ په سیمه کی د نامعلومو وسلوالو له لوری د خپل کورمخی ته په ډزو سره ووژل سو
امنیتی چارواکی وایی چی دهغه د قاتلینو دنیولو هڅی یی پیل کړی دی خو د پرمختګ په اړه یی تردی دمه څه ندی ویلی
دغه دینی عالم چی تیره شپه ۹ بجی د نامعلومو وسلوالو له لوری د خپل کورمخی ته په بی رحانه توګه سره په ډزو ووژل سو دهلمند مدني ټولنه پرامنیتی چارواکو ږغ کوی چی د ورته وژنو د لړی د دریدو مخه ونیسی او د پیښی عاملین ژرترژره پیدا اود قانون منګولوته وسپاری
دهلمندمدنی ټولنه له افغان دولت ولایتی اداری او امنیتی چارواکو باندی ږغ کوی چی ددغسی دینی عالمانو وژنه به ددی هیوادوګړی له امنیتی ځواکونوڅخه په واټن کی واچوی
هلمند مدنی ټولنه پرامنیتی ځواکونو ږغ کوی چی ددغی دینی عالم قاتلین ونیسی او د قانون منګولو ته یی وسپاری
له تیرو څو میاشتو راهیسی دا دویم کس دی چی د کلاشنکوف په ډزو د نامعلومو وسلوالو له لوری په ډزو سره وژل کیږی
تردی وړاندی په هلمند کی روحانی مشر سید بهاوالدین جان اغا هم پخپل کورکی د نامعلومو وسلوالو له لوری په ډزو سره ووژل سو چی امنیتی ځواکونو یی دقاتلینو د نیولو په اړه د هڅو خبره کړی وه خو تردی دمه یی څرک ندی لګیدلی
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery