رشادسادات
د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي وايي٬ دغه پېښه د پل علم په بابوس سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د اېتلافي ځواکونو يوې بې پيلوټه الوتکې په دې سيمه کې د وسله والو مخالفينو يو سراچه موټر په نښه کړى او شپږ وسله وال يې وژلي دي.
د نوموړي په وينا، تر بريد وروسته په موټر کې چاودنې هم شوې، چې کېداى شي وژل شوي ځانمرګي بريدګر وو او د هغوى چاودېدونکي توکي چاودېدلي وي.
امنيه قوماندان وويل چې په وژل شوو کې د طالبانو د يوه سيمه ييز مشهور قوماندان ملا امرالله مرستيال هم شامل و.
څو ورځې مخکې هم په بابوس کې د بهرنيو په يوه هوايي بريد کې ١۶ وسله وال وژل شوي وو.
له بل لوري دلوګر د والي ویاند دین محمد درویش وایې افغان سرتیرو دیوي ستري چاودنې مخه نیولې چې چاودیدونکې توکې په یوه جماعت کې ځاي پرځاي شوي وو شنډه کړي ده.