مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-27   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د قطب الدین هلال د اخترمبارکۍ پیغام


بسم الله الرحمن الرحیم

 ګرانو هیوادوالو کوچنۍ اختر مو مبارک شه الله جل جلاله دی د ستاسو روژی، تراویح او ټول کړي عبادتونه په خپل عظیم دربار کی قبول کړی.
الله رب العزت د وکړی چه د کوم افغان دعاګانی د لیلة القدر په شپه د افغانستان او اسلامی امت د ناخوالو او غمیزو په هکله قبولی شوی وی.
ګران وطن افغانستان د امنیتی، سیاسی، اقتصادی او ډیرئ ستونځو سره مخ دی پوره ۳۶ کاله وشو چه د افغانانو یو اختر هم په خوشحالی نه دی تیر شوی په افغانانو د چا د خوشحالی او راحت شپی نه لوریږی هر ځل یوه ستونځه د نورو ستونځو لامل جوړیږی.
نه پوهیږم چه افغان ولس د څه ګناه ارتکاب کړی چه غمیزو ته ورته هسی بهانی لټول کیږی.
ددی مبارکی روژی په میاشت کی زمونږ اورګون ښارګوټي وران شو او سل تنان بی ګناه افغانان تر خاورو او ډبرو لاندی شول لږ څه را جوړ شوی ښارګوټی په پوره بی رحمئ بیا د خاورو ډیران شو همداسی ډول د غور ولایت ډیریئ اوسیدونکی چه یواځی لاروی او کسبه کار وو په ګولو سوری سوری او د ورانو دیوالونو په اړخ کی پر ناوړه حالت کی پراته وو خدای تعالی د ټولو شهیدانو ته د جنت الفردوس دروازی پرانیزی او د دی جرایمو مرتکب کسان د الله ج په دنیا او آخرت مجازات کړی.
د بلی خوا د یوه کال راهیسی ټاکنیزی ناندری او ډرامی روانی دی چه پای یی لری لری هم نه ښکاری، د ټاکنو پایلی نه منل کیږی او د همدی چارواکو په لاس جوړ شوی اساسی قانون دوی په خپله نه منی چه بیا به مخالفینو ته ولی وایی چه راځه د وطن قانون ومنه ځکه په خپله یی نه منی.
د ملک د اعلی قیادت، د ټاکنو کمیسونونه او یو اړخ بل اړخ په تقلب کی ښکیل بولی، د افغانانو باور په یوه بل نشته او دریم ګړوته چه د همدی ډرامو طراحان دی د مداخلو لار هواریږی، تر اوسه د رایو د شمیر او د رایو د باطلولو په میکانیزم جوړجاړی نشته او داخلیان او خارجیان د اوړی په دی ګرمو شپو کی د ټاکنو د کمیسون په هنګرونو کی ګرد تاویږی د دا منم او دا نه منم چیغی وهل کیږی.
دا خو هسی پیل دی د سیاسی توافقاتو اجنډا چه په اصطلاح دریم ګړی جوړه کړی هغه خو لا وروستی کشاله ده او اصلی مسُله همغه ده.
یو ځل به بیا هغه دریم ګړی خامخا راځی او خپله اجنډا به پلی کوی او اوس دلایل هم لری هغه دا چه افغانان د خپلمنځی تفاهم او توافق صلاحیت نه لری نه ولس مشر منی نه ټاکنیز کمیسونونه او نه حقوق پوهان او نه دینی عالمان او نه مدنی ټولنی، نو اوس واوری چه روپی زمونږ دی نو خبره به هم زمونږ وی. ګاونډیان او د دنیا ولسونه هک پک دی چه دا افغانی سیاست وال او زور واکی څه کوی.
وړاندیز می دا دی چه که دا ډرامه هندی سریال وی چه کلونه چلیږی او پای نه لری نو ای ځوانانو خبره ګانو، عالمانو، حقوق پوهانو د مدنی ټولنو غړو او په دین او وطن مین ولسونو متحرک شی او د افغانیت او اسلامیت په اډانه کی روان بحران ته د پای ټکی کشیژدی چه دا کار شونی او ممکن دی.
د بلی خوا اسلامی امت د اور په سکروټو کی سوځی دا د فلسطین دغزی په ټرانګه څه اور بل دی بی دفاع فلسطینیان په دی لسو ورځو کی یو زر کسان د ظالمانو یهودیانو په لاس شهیدان شول چه دری سوه یی واړه ماشومان ول او په زرګونو زخمیان دی.
د اسراییل د قوی توپونو او بمباریو په واسطه لوړ منزله تعمیرونه په یو ځل را نسکوریږی همدا نن ورځ د هیروشیما او ناګاساکی تاریخ په غزه کی تکرار نه شو؟ آیا دنیا والو او اسلامی امت دا صحنی په ژوندی بڼه ونه لیدی؟
 آیا په فلسطین کی بیت المقدس نه دی؟ أیا بیت المقدس اولی القبلتین او ثالث الحرمین نه دی؟ أیا د اسلامی امت د مشرانو ضمیر مړ دی چه باید بیدار شی؟
 دا یواځی فلسطین نه دی په ټول امت سور اور لګیدلی ای لویه ربه افغانستان او اسلامی نړی ته خبیر، باایمانه زړوړ او په اسلام او وطن مین مشران او قیادتونه نصیب کړه هغه چه تدبر، زړورتیا او پوهه ولری او زمونږ ګران وطن هم څلور لسیزی وروسته د سولی، أرامی، آزادی او ترقی په لور ګامونه اوچت کړی.
وما ذالک عل الله بعزیز
(آمین)

انجینیر قطب الدین هلال
 ۲۹ رمضان المبارک

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery