مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-31   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

عرب شیخا ن د فلسطینی ولس په وینو معامله کوی

 


ډاکټر حامد

د یوه انسان پتوګه که حتی د یهودو ما شومان هم داسی په بیرحمانه توګه ووژل شی غندل به یی د خپل وجدان اواز وبولو او دا غږ به پورته کړو چی موږمسلما نان او انسا نان یو او اسلام هیچا ته دا ا جازه نه ورکوی چی نا حقه دی یو انسان ووژل شی خو ډير د خواشینئ او غم ځای دی چی د نړی مشران چی ځا نونه ولسواکی او د انسانی حقوقو مدا فعین بولی د اسرا ییلی وحشیانو په لاس د فلسطین د بیګناه او بی د فاع خلکو ا و ما شومانو په وژنه یی ځا نونه داسی په مرګونی چوپتیا ا چولی دی چی په معا صره نړی کی یی حیو انیت ثا بتیږی او هغوی ثا بتوی چی نه بشری حقوق اونه هم دموکراتیک ا صول څه ارزښت لری بلکه متقا بلی ګټی تر هر څه ارزښتمنی دی اویواځی ددوی ملتونه د بشریت برخه ده او پا تی د نورو  انسا نانو وینه او حیثیت هیڅ ارزښت نلری او با ید ددوی د ګټو قربا نی شی له بده مرغه عرب شیخانو د فلسطینی ولس په اوسنئ عا م وژنه کی همداسی خونړی معا ملی پکار اچولی دي له غرب نه په مختلفو ډولونو د خپل واک د بقا لپاره  د فلسطینی بی دفاع ما شومانو په وینومعا مله  کوی تر څو د اسرا ییلی دولت بقا تضمین شی او هغه ګواښ چی د حماس د مجا هدینولخوا اسرییلی وحشیان ورسره مخ دی لمنځه یوسی چی د ا اوسنئ جګړه د همدی موخی لپاره پیل شویده تر څو حماس بی وسلی او وځپل شی چی لدی سره به له یوی خوا اسراییل ځا نونه خوندی حس کړی او له بل اړخه به جنرال سیسی ، سعودی شیخان او د قطر امیران  د ارامی ساه واخلی ځکه همدا دری ډلی عرب مشران په هیڅ قیمت نه غواړی واک یی په خطر کی پریوځی او د واک د سا تلو لپاره له هیڅ جنا یت څخه لاس نه اخلی او تیاردي چی د واک دسا تلو لپاره په میلیونونو نو رعرب او مسلمان ما شومان قربانی کړی او له هر چا سره چی ددوی واک وسا تی معا مله وکړی چی دا اوسنئ یو ه یی داسراییلی ترورستانوسره د واک سا تنی همدا خونړی معا مله ده .
سعودی شیخان چی واک ورته له خپلو پلرونو د انګریزانو لخوا په میراث رسیدلئ دئ لدی ویری چی واک یی له لاسه ونه وځی په ټولو اسلامی ، انسانی او ولسواکو ارزښتونو یی دا سی ستوني مروړلي دي او اوس هم همدی چاری ته دوام ورکوی ځکه هغوی خپله دیکتا توری په اوسنئ نړی کی هره ګړئ له ستونزو سره لاس او ګریوان وینی او دا احساس ورسر ه پیدا شویدئ چی عربی توپان به ډیر ژر ددوی بیړی پداسی مرګونو ګردابونو ور ننباسی چی د مصر د پخوانی ولسمشر حسنی  مبارک برخلیک به ورته ګوته په غا ښ پا تی شی ځکه همدا د سعودی بیرحمه شیخانو القا عده د خپلو دښمنانو د ځپلو لپاره د یوی وسیلی پتوګه کټ مټ د غرب پشان وکاروله او اوس هم خپل د واک دښمنان په همدی نامه وژنی او یا بند خونی پری ډکوی تاریخ وښودله چی همدی ښیخانو د اسلام له مقد سا تو څخه د خپلو شومو موخو لپاره د خادم ا لحرمین توری داسی وکارول چی حتی خپله دوی هم ورته ګوته په غا ښ پا تی شول او اوس یی له بده مرغه د ایرانی آخوندانو پشان چی هغوی له شیعیزم څخه د اسلامی نړی په لړمون خنجر ننویست سعودی شیخان او د قطر امیران د وها بیت څخه په ګټه اخیستنه غواړی چی له مخکی ویشل شوی اسلامی نړئ یو ځل بیا د وها بیت په چاړه وویشی چی له یوی خوا به ددوی واک وغځیږی او له بل لوری به خپل با داران غرب او بیا اسراییل خوښ وساتی تر څو د صدام  مرسی او قذافی په برخلیک اخته نشی که ستا سو ځینو غربی خبری منابعو داسی شواهد وړاندی کړی وو چی  همدی سعودی شیخانو او د قطر امیرانو نیږدی لس میلیارده ډالر له سیسی سره د مرسی د حکومت د نسکورولو او د اخوان المسلین او نورو ولسواکو نیظیمونو د ځپلو لپاره مرسته وکړه نو هما غه وو چی مرسی د زندان د میلو شاته او نیږدی تر زرو ډیر   پلویان یی په اعدام محکوم شول ځکه اسراییلو د مرسی له حکومت څخه ویره درلوده چی د فلسطینی ولس سره  به د خپلواکی په تر لاسه کولو کی مرسته وکړی او یا به فلسطینی دولت وسله وال کړی چی بیا به وحشی صهیونستان ونشی کړای  په خلاص مټ بیا بیا فلسطینی ما شومان په شها دت ورسوی او د فلسطین پا تی خاوره هم تر کومی تیره کړی .
له بده مرغه حالاتو ته په کتو ویلای شو چی فلسطینی ولس د یوه شیطانی مثلث ( سیسی،  سعودی شیخان+ د قطر امیران او  اسراییل) ښکاردی او پا تی نوره اسلامی نړئ داسی پخپلو د ننیو ستونزو ا خته ده چی هره ورځ په سلګونو جنازی خښوی وروڼه زامن او پلرونه یو بل سره وژنی او یواځی د فلسطینی بیګناه ولس په وژنه یا لاریونونه کوی او یا په مطبوعا تو کی د صهیونست رژیم لدی حیوانی کړو وړو غندنه کوی او اسلامی امت ته د یوالی او  بیدارئ آوازونه کوی او اوښکی تویوی خو عرب شیخان پخپلو مزو بوخت دي او د فلسطین د ما شومانو ټو ټی ټوټی جسدونه ورته د  کا میډین سریا ل یوه برخه ښکاری خو هغوی لدی څخه بی خبره دي چی یوه ورځ به د همد ی اور لمن ددوی تر غولی ورسیږی او همدا وینه څښونکی وحشی صهیونستان به ددوی ما شومان همداس ټو ټه کوی او په بیرحمانه ډول به یی وژنی .
په پای کی په ټولو انسانانو او په ځا نګړی توګه په مسلمان امت با ندی غږ کوم چی د صهیونستی وحشیانو مخه دی ونیسی او پخپلو حکومتونو دی فشار راوړی تر څو د صهیو نست رژیم له ملا تړ ه لاس واخلی او د وینو تویولو دی تود بازار ته دی د پا ی ټکی کیږدی  . وما علینا الی البلاغ     

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery