دخپریدو نیټه : 2014-08-20 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د نورستان دواب ولسوالۍ سره اړيکې پرې شوې دي
احمد فیصل
د نورستان ولايت امنيتي مسوولين وايي چې له دواب ولسوالۍ سره يې اړيکې پرې شوې دي. ددې ولايت دامنيه قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال شېرزاد وويل چې له پرون راهيسې په دواب ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده. خو هغه زياته کړه، چې له نن سهار اتو بجو راهيسې يې له يادې ولسوالۍ څخه اړيکې پرې شوې، دوى نه پوهېږي، چې ولسوالي د ځواکونو په لاس کې ده او که سقوط يې کړې. د نوموړي په وينا، له پرون راهيسې په جګړه کې دوه پوليس وژل شوي، دوه ژوبل دي او پنځه وسلوال وژل شوي دي. خو يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې ولسوالي نن سهار د وسلوالو طالبانو په لاس سقوط کړى دى. وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.