دخپریدو نیټه : 2014-08-20 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په هلمند کې د منار څلور لارې د شهیدانو په نوم ونومول شوه
احمد فیصل
د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د ښاروالۍ له لوري يوه څلورلارې جوړه او د " شهيدانو" په نوم ونومول شوه. د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم د يادې څلورلارې د پرانيستلو پر مهال وويل، دغه څلورلاره چې پخوا د منار څلورلارې په نوم يادېده اوس په عصري ډول رغول شوې ده. نوموړي زياته کړه چې ياده څلورلاره بېلابېلې ځانګړتياوې لري، د شوروي پر وړاندې د افغانانو د ٩ کلونو د جهاد نهه پايې درول شوې، لوړه برخه (ګنبده) يې د اسلامي تمدن، پنځه فواري يې د غازيانو او معلولينو، يوه برخه يې د بېرغونو لپاره ځانګړې شوې دي. والي وايي چې ياده څلورلاره د"شهيدانو" په نوم نومول شوې او هر کال د غويي په اتمه او د زمري په ۲۸مه عام خلک او چارواکي پرې د ګلونو ګېډۍ ږدي.