دخپریدو نیټه : 2014-08-20 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د زابل اوسېدونکو له اېتلافي حکومت سره مخالفت څرګند کړ
احمد فیصل
د زابل سلګونو اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې د اېتلافي حکومت او له اساسي قانونه خلاف په دولت کې د نوو تشکيلاتو د رامنځته کولو پر وړاندې احتجاجي غونډه وکړه.دغه غونډه چې نن د دغه ولايت په عيدګاه جومات کې جوړه شوې وه، په کې د دغه ولايت له مرکز او ولسواليو سلګونو قومي مشرانو، ځوانانو، د ولايتي شورا وکيلانو او عامو خلکو برخه اخيستې وه.د غونډې يوه وينا وال محمد داود ګلزار وويل چې د زابل خلک له اېتلافي حکومت سره مخالف دي او نه غواړي چې په غير قانوني ډول واک د دوو کانديدانو د ډلو ترمنځ ووېشل شي.نوموړى وايي چې نړيواله ټولنه او ځيني هېوادونه بايد د ولس رايو ته درناوی وکړي او د ولسمشرۍ پر کانديدانو فشار را نه وړي چې سهامي دولت جوړ کړي او قدرت په ناقانونه ډول ووېشي.