مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د اصلاحاتو د ټیم نه پوره کېدونکې غوښتنې

احمد فیصل
د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنيز ټيم وايي، که تر نن سهاره يې تخنيکي غوښتنې ونه منل شي، د ټاکنو له لړۍ سره به پرېکون اعلان کړي. ویل کېږي د اصلاحاتو او همپالنې ټیم په داسې حال کې چې پوهېږي د تفتیش بهیر یې په ګټه نه ده، د ټاکنیز بهیر د ناکامولو هڅه کوي. دوی د تفتیش بهیر له پیله تر اوسه څو ځله خپلې غوښتنې نوې کړې او د ټاکنو کمېسیون او ملګرو ملتونو د دوی دغو غوښتنو ته مثب ځواب هم ورکړی دی. اوس چې تقریقا دغه بهیر په بشپړېدو دی، دغه ډول دریځ پر ټاکنو د ولس نسبي رامنځته شوی باور هم منځه تللی شي. د ولسمشرۍ لومړۍ پړاو ټاکنې د وري مياشتې په ١٦مه او دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شوې. خو تر اوسه په ټاکنو کې د دواړو ټاکنيزو لورو ترمنځ د اختلاف او د پراخو درغليو د ادعاو له امله وروستۍ پايلې نه دې اعلان شوې او د ټولو رايو د تفتيش لړۍ روانه ده. خو د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنيز لوري د تخنيکي ټيم مشر فضل احمد معنوي پرون په کابل کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې ادعا وکړه، چې د رايو د څېړنې لړۍ تر سياسي سيوري لاندې راغلې ده. دا په داسې حال کې ده چې تر وړمې ورځې د ټولو رايو نږدې ٧٢،٦ سلنه رايې تفتيش شوې او وړمه ورځ د تفتيش شوو رايو د پايلو د څېړنې لړۍ چې له مخې به يې باطلې رايې هم ځانګړې شي، پيل شوې ده. خو معنوي وويل، چې د تفتيش شوو رايو د څېړنې لړۍ په داسې حال کې پيل شوې، چې تر اوسه پورې د رايو د باطلولو د لايحې په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې. هغه زياته کړه: « د ابطال لايحه، د روانو خبرو اترو له مهمو موضوعاتو بلل کېږي، خبرې لا روانې دي چې لړۍ پيل شوه، څو ورځې او اونۍ تېرې شوې، خو لايحه بشپړه نه شوه، په پايله کې موږ له يو اېن (ملګرو ملتونو) سره په پنځو ټکو کې خپل نظرونه شريک کړي، خو له ژمنو سره سره بيا هم د دغو مواردو له ډلې يې تر اوسه يو هم نه دى پلى شوى او پرون دغه پروسه پيل شوه.» هغه وايي، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم داسې معلومات تر لاسه کړي، چې د رايې ورکونې په ډېرو محلونو کې د رايو د پايلو پاڼې په يوه قلم ډکې او لاسليک شوې، د سلګونه محلونو د رايې ورکونې پاڼې له لاسليک او ټاپې پرته تېرې شوې، خو بيا هم سيستم ته داخلې او سهي بلل شوې دي. همدارنګه د هغه په وينا، د دغه ټاکنيز ټيم معلومات څرګندوي چې د رايې ورکونې په سلګونو محلونو کې يوازې يو څارونکى شتون لري او يو بل نوماند په دغه محل کې هيڅ رايه نه لري. هغه زياته کړه: « د رايې ورکونې سلګونه نښه شوې پاڼې، له قاتولو پرته صندوقونو ته اچول شوې دي. دا ټول موارد د درغلۍ څرګندويي کوي، خو تر اوسه پورې زموږ پوښتنې ته ځواب نه دى راکړل شوى.» هغه د خپلو خبرو په دوام زياته کړه: « يو څوک چې نه يوازې په ټاکنو پوه نه شي يا برعکس پوه شي، که چېرې يې يو ځل هم رايه ورکړې وي نو کم تر کمه د ټاکنو په لومړيو اصولو پوهېږي، څوک چې ټاکنې پر مخ بيايي نو دې ته يې ولې پام نه دى کړى؟ کم تر کمه د دې پوښتنې ځواب مو په تخنيکي لحاظ پيدا نه کړ.» معنوي ادعا وکړه، د ١٩٠ محلونو رايې چې د امنيتي ارګانونو له لوري تړلي اعلان شوي وو، سيسنم ته داخل کړل شوې او وړمه ورځ باطلې شوې هم نه دي. همدارنګه هغه زياته کړه: « موږ لسګونه موارد لرو چې بايد د ابطال د مسخرې لايحې له مخې باطل شوي واى، خو د باطلېدو پر ځاى منل شوې دي.» هغه وويل، دغه ټيم دا غوښتنه هم درلوده، چې د رايې ورکونې نوملړ بايد د دوو ټيمونو تر څار لاندې وي، خو دغه کار هم ونه شو او دى پر دې باور دى چې په دې لړۍ کې لاسوهنې شوې دي. معنوي وويل، چې دغه موارد يې څو ځلې له ملګرو ملتونو سره مطرح کړي، خو پام نه دى ورته شوى. هغه زياته کړه: « اخر دې پايلې ته ورسېدو، چې زموږ دا خبرې به کوم ځاى ونه نيسي، سبا ته به دغه مشروعيت، چې موږ انتظار درلود، د ټاکنو له لارې ترلاسه نه کړو نو موږ په مسوولانه ډول د افغانستان شريف ملت په حضور کې وايو، که تر سبا سهار پورې زموږ دغه معقولې غوښتنې، چې کومې اضافه خبرې نه دي، که چېرې ومنل شوې نو دې پروسې ته په مطلق ډول دوام ورکوو، که هره پايله ولري، موږ ته به د منلو وړ وي، خو که چېرې زموږ غوښتنې ونه منل شي نو زموږ حوصله پاى ته رسېدلې... پر دې ټينګار کوم، چې له سبا سهار وروسته به موږ دغه پروسه پاى ته رسېدلې اعلان کړو.» هغه د خپلو خبرو په دوام کې وويل: « دا چې له دې وروسته دې لړۍ ته ملګري ملتونه دوام ورکوي، کمېسيون ورته دوام ورکوي او يا سيال ټيم ورته دوام ورکوي، که هر څه کوي نو خپل کار يې دى، په پروسې کې به زموږ مسووليت نه وي، دا چې عواقب او پايلې به يې څه وي، زموږ مسووليت به نه وي او هغه به د هغه چا مسووليت وي، چې په دې تېرو څو اونيو کې يې موږ ته فريب راکړى.» خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نور محمد نور پرون په خبري ناسته کې وويل، چې د ټاکنو لړۍ د ټکني کېدو او له ستونزو سره د مخ کېدو لپاره کوم خنډ او ستونزه نشته او دغه لړۍ به دوام ومومي. هغه زياته کړه: « موږ هيله من يو چې دواړه ټاکنيز ټيمونه په ګډه سره د تفتيش روانه لړۍ وڅاري او پايله يې بايد ټولو ته د منلو وړ وي.» نور وويل، چې د کمېسيون ټول تصميمونه او پرېکړې تر اوسه پورې د هغه چک لېست له مخې تر سره کېږي، چې دواړو نوماندانو يې په اړه هوکړه کړې ده. د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم له دې وړاندې هم د ټاکنو له کمېسيون سره خپلې اړيکې پرې کړې وې او د ټاکنو لړۍ د يوې مودې لپاره له خنډ سره مخ شوې وه، خو له هغه وروسته دغه ټاکنيزې ناندرۍ د امريکا د بهرنيو چارو وزير او ملګرو ملتونو سازمان په منځګړيتوب پاى ته ورسېدې او دواړو ټيمونو د ملي يووالي حکومت په رامنځته کولو او د ټولو رايو په بيا شمېرنې هوکړه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو لړۍ اوږدېدو، هېواد له اقتصادي، امنيتي او نورو ډېرو ستونزو سره مخ کړى او خلک يې اندېښمن کړي دي. همدارنګه د يادولو ده چې افغان ولسمشر کرزي هم ويلي، چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم بايد د وږي مياشتې په ١١ مه ترسره شي. هغه ويلي، چې دغه ضرب الاجل د بدلېدو وړ نه دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery