مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-01   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

افغان ولس مشر نن کندهار ته خپل سفر لغوه کړ

 
نن کندهار ته د افغان ولس مشر د راتګ دپاره کلک امنتي تدابير نيول سوي وه او ويل کيده ، چې نوموړی به نن دوشنبه د حضرت عمر بن خطاب ( رض ) لوی جامع جومات پرانيزي .
 د پرانستني دپاره ولايتي ادارې پوره تياری نيولی وو او امنتي ځواکونو ښار ته دخولي لاري او جامع ته نژدي ټول سړکونه تړلي وه ، خو د نوموړی سفر لغوه سو.
د افتتاح دې مراسمو ته ، د کندهار مخور ، ځانګړي کسان او خبريالان هم غوښتل سوي او د ګډون کارتونه ورجوړ سوي وه ، خو تر ټولي ورځي انتظار وروسته نن څلور بجې د ولس مشر د نه راتګ ورته وويل سوه . د  تيري شپي راهيسي ښار ته د ولسواليو غځيدلي لاري او د ښار مهم واټونه د ترافيکو پر مخ تړل سوي وه .
کندهار والي يوې خبري ناستي ته په خپلو خبرو کې د هغه د نه راتګ علت د ارګ او ولايتي ادارې تر منځ د ټاکلي ورځي په اړه ناسمه  همږغي وبلل . 

نوموړي وويل ، چي ولس مشر به په نژدي ورځو کي د جامع جومات د افتتاخ دپاره  کندهار ته راسي ، يا به استازی را وليږي او يا به هم ولايتي ادارې ته د پرانستني امر وکړي .
کندهار والي ومنل چې ، د ولس مشر د تشريفاتو مهم کسان هم راغلي وه ، د ارګ يوه سرچينه وايې ، چې   ولس مشر د جامع د کار د نه بشپړيدو په  له امله بيرته پاته سوی دی او ويلي يې چې افتتاح ته يې د ټول کار تر بشپړيدو وروسته راځي .
کندهار والي توريالی ويسا وايې ، چې د امنتي تدابيرو له امله تړلي لاري په ورو ، ورو  ډول د خلکو پر مخ خلاصيږي او بيرته به د ښار اوضاع عادي حالت ته را وګرځي .
د حضرت عمر فاروق جامع چي د کندهار تر ټولو لوى جومات ګڼل کېږي، د بنسټ ډبره يې ۱۵ کاله مخکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال اېښودل سوې وه، خو د رغونې لس سلنه چارې يې نه وې بشپړې سوي، چې د طالبانو حکومت سقوط وکړ.
دغه ستره پروژه چي دری برخي لرۍ د جامع جومات چاري يې  ۹۰ سلنه بشپړي سوي ، پاتي دوي برخي چي سوداګريز مارکيټ او  د ديني مدرسه ده د جوړيدو چاری يی رواني دي.
چارواکي وايي چي د جامع جومات پر جوړولو پنځه ميليون ډالره لګښت راغلي او ټوله پروژه ۱۸ ميليون ډالر لګښت غواړي
د کندهار د عمر فاروق مسجد جامع، چې له کلونو کلونو يې د رغونې کار روان دى د افغانستان په کچه تر ټولو لويه جامع ده، چې د دارالحفاظ، مسجد، د ښځو لپاره جامع، د دوکانونه او مارکېټونو تر څنګ پکښې پارکونه هم په نظر کې نيول سوي دي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery