افغان ولس مشر د يوه ځانګړي فرمان له مخي د جامع ټولي چاري د کندهار جيد عالم مولوي محمد رسول اخند ته سپارلي دي .
په کندهار کې د حضرت عمر فاروق ( رض ) تر ټولو لوی او ستر جامع جومات پرانستل شو .
د دي ستر او لوی جامع جومات کار پنځلس کاله مخکي ، د طالبانو د مشر ملامحمد عمر له لوري پيل شو ، تر لس سلنه کار وروسته د هغوی دوره ختمه او د افغان دولت تر شروع کيدو اته کاله وروسته د جامع د جوړوني کار بيا پيل شو ، دا لوی جامع جومات د کندهار ښار شهيدانو څلور لاري ته څيرمه واقع دی ، چې په راتلونکي کي ورته ديني مدرسه او يو سوداګريز مارکيټ هم جوړيږي .
افغان ولس مشر د يوه ځانګړي فرمان له مخي د جامع ټولي چاري د کندهار جيد عالم مولوي محمد رسول اخند ته سپارلي دي .
د کندهار والي توريالی ويسا د کابيني د يو شمير وزيرانو سره د جامع د پرانستني په مراسمو کې خبريالانو ته وويل ، چې د جومات ، ديني مدرسې او سوداګريز مارکيټ ته ټول اتلس ميليونه امريکايي ډالره ځانګړي شوي دي چې اوس يې د پنځه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت يوازي د لمانځه دپاره ځای تيار او نور کار به يې په راتلونکي کي پيل شي .
د پراستني مراسمو ته ، په ديني چارو کې د ولس مشر مشاور نعمت الله شهراني ، د حج او اوقافو وزير ، د قومونو او قبايلو وزير ، د ښاري پراختيا وزير ، د ديني عالمانو د سرتاسري شور مشر او د کندهار ملي سوداګر راغلي وه .
ويناوالو د جومات جوړښت ډير پرمخ تللی وباله او د هيواد په کچه يې د ستر جومات نوم ورکړ .
ښاغلي شهراني تمه وښودل ، چې د جومات په جوړيدو سره به په افغانستان کي سوله راسي او افغانان به په ډاډمن امنيت کې ژوند وکړي .
د جامع جومات په مصرف شوي لګښت کې د کندهار د ملي سوداګرو ونډه هم د پام وړ ده ، د هيواد په کچه د سوداګريزو خونو مرستيال حاجي محمديونس مومند وايې ، چې ملي سوداګرو پوره دوه کاله د دې جامع د لګښت دپاره يوه فيصد محصول ورکړ
نوموړی وايې ، ژمنه يې دا ده چې د جامع د پاتي کار دپاره به هم خپلي مرستي جاري وساتي .
د دې جامع جومات پرانستني ته تيره ورځ افغان ولس مشر راتلی ، خو خپل سفر يې لغوه کړ ، د کندهار والي د ولس مشر د سفر د لغوه کيدو علت د ارګ او ولايتي ادارې تر منځ ناسمه همږغي وبلل ،