مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-07   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د زړونو ترجمان

عبدالمجید راغستانی

 

د هیواد نامتو،پیاوړی او د خاموش ملت د زړونو ترجمان شاعر او لیکوال ښاغلی "جهاني" اروپا ته تشریف راوړی وو،ما یې هم د لیدلو او بانډارونو افتخار درلود.دا لاندي څو کرښي مي ورته ډالۍ دي خدای دي وکړي چي په ډیر څه یې ومني.


په شاعرانو کي چي ستر شاعر دئ
خواري پښتو ته د زړه سر شاعر دئ


که د مغان کوڅې ته سر ور وهي
هم د محراب هم د منبر شاعر دئ


د توریالیو که یادونه ستایي
د بې وزلانو د حق سپر شاعر دئ


ته وا په لاړ کي مرغلري پیي
هم دمیوند هم د ګودر شاعر دئ


د تورو شپو چي انګولاوي غندي
هم د سهار هم مازدیګر شاعر دئ


چي یې ځواني کړه تر جانان۱ صدقه
د پښتنو د لوی ټبر شاعر دئ


زما د خاموش ولس د زړه ترجمان
یاره رشتیا د لر او بر شاعر دئ


د غلیم سترګو ته چي خار یادیږي
داسي دښمن ته یو لښکر شاعر دئ


چي یې اواز لکه اذان د بلال
د ګران هیواد بیا د سنګر شاعر دئ


چي له نیمروزه تر پامیره ستایي
وطنه! ستا د دښت او غر شاعر دئ


زما کندهار ته که په لپو ژاړي
هم د کونړ هم د خیبر شاعر دئ


د خوشحال خان د قافیلې لاروی
د پښتنو نه مرور شاعر دئ


چي له بولانه تر خیبره ورځي
دئ هم د کوټي ،پیښور شاعر دئ


مجیده!ته وا "جهاني" یادوي؟
چي دومره لوړ او معتبر شاعر دئ.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery