دخپریدو نیټه : 2014-09-17 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
که افغان دولت ته ژر تر ژره نیم میلیارد ډالر ونه رسږي، دیوالي به شي
سید سلام
که د افغانستان حکومت ته په راتلونکو څو ورځو کې څه باندې نیم میلیارد ډالره ونه رسېږي، نو دېوالیه به شي.
دا خبره واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د حکومت د یوه چارواکي له قوله کړې ده. ورځپاڼه وايي دغه افغان چارواکي ورته ویلي چې د افغانستان مرکزي حکومت له پنځو تر شپږو ورځو پورې ۵۳۷ میلیون ډالرو ته اړتیا لري څو خپل لګښتونه پرې پوره کړي.
د افغانستان د مالیې وزارت د خزانې عمومي رييس عطا محمد اقا وویل، سږ کال د افغانستان د حکومت په سلګونه میلیون ډالره عواید، چې له ګمروکونو او نورو لارو یې ترلاسه کال کم شوي دي.
د ده په وینا د افغانستان حکومت به په ګرانه څه باندې ۵ لکه مامورینو ته د روان سپټمبر د میاشتې معاش برابر کړای شي خو دا په داسي حال کې ده چې بله میاشت راروانه ده او مالي ستونزه خورا خطرناک حد ته رسېدلې دي.