دخپریدو نیټه : 2014-09-18 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
اوباما:افغانستان کې د امریکايې ځواکونو مسولیت پای ته رسېدونکی دی
سید سلام
د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي تر راتلونکو دریو میاشتو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مسئولیت پای ته رسېږي. اوباما پوځیانو ته د وینا پر مهال ویلي چې افغان ماموریت په سوله ییز ډول د پای ته رسېدو په حال کې دی. ده ویلي چې په افغانستان او پاکستان کې د القاعده شبکې رېښې ایستل شوې؛ خو ده یادونه کړې چې د افغان جګړې پای په دې معنا نه دی چې د امریکا پر وړاندې ګواښ پای ته رسېدلی دی. د پخواني مهالوېش له مخې ټاکل شوې د ران کال تر وروستیو پورې د امریکا ډېری محارب ځواکونه له افغانستانه ووځي. که راتلونکی حکومت له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي، امریکا ښايي ۹۸۰۰ عسکر په افغانستان کې پرېږدي.