دخپریدو نیټه : 2014-09-18 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
په کونړکې له افغان سرتېرو سره په نښته کې ۲۲طالبان وژل شوي
سید سلام
د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر پوسته د طالبانو په برید کې ۲۲ وسله وال وژل شوي دي. د کونړ امنیه قوماندان وايي طالبانو تېره شپه د غازي اباد ولسوالۍ په جلاله سیمه کې د ملي اردو پر پوسته ډله ییز برید وکړ؛ خو د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول. دی وايي په نښته کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه افغان سرتېري ټپیان شوي دي.