مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-19   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

له اووه سوه پنځوس تنه زده کوونکو څخه د کانکور ازمایښتي ازموینه واخیستل شوه


دپکتیکا په ولایت کي د سواد مدني ټولني او د ځوانانو د مدیریت له لوري د راتلونکي کانکور د آماده ګي په د(۷۵۰) تنه زده کوونکو څخه د کانکور ازمایښتي ازموینه واخیستل شوه.
دسواد مدني ټولني مشر محمدالله همت یار د ازمویني په صحنه کي رسنیو ته وویل چې د دې ازمایښتي کانکور څخه یې موخه د راتلونکي کانکور له پاره د زده کوونکو چمتو کول دي.
هغه وویل دلته زیاتره با استعداده او تکړه زده کوونکي شته چې سږ کال له دوولسم ټولګی څخه فارغیږي خو د کانکور له ازمویني سره بلد ندي، کله چې په دغه ازمایښتي کانکور ازموینه کي ګډون وکړي دوی به وکولای شي د کانکور د رسمي ازمویني له لاري چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا اخیستل کیږي د خپلي خوښي پوهنځی ته کامیاب شي.
همت یار همدا راز زیاته کړه چې دوی به د پکتیکا ولایت په دوو زونونو کي هم چې مرکزونه یې د ارګون او خیرکوټ ولسوالی دي دا ډول ازموینه واخلي ترڅو د لري پرتو ولسوالیو زده کوونکي هم په کي ګډون وکړي او د رسمي کانکور لپاره آماده شي.
د ازمویني ګډونوالو هم د دې ازمویني څخه خوښي څرګنده کړه.
یوه تن زده کوونکی چې مطیع الله نومیږي او د علي بابا د لیسي د دوولسم ټولګی زده کوونکی دی وايي چې تردې وړاندي مي د کانکور د ازمویني لپاره ډیر تشویش کاوه او ویل به مي چې زه نشم کولای چې په دې ازموینه کي د خپلي خوښي پوهنځی ته بریالی شم ځکه دا ازموینه په ذهن کي راته ډیره مشکله ښکاریده.
خو مطیع الله وايي چې ددې ازمویني په ګډون کولو سره اوس دکانکور له اصولو قوانینو، او ټولو فورمو سره بلد شوم او وبه کولای شم چې دکانکور په راتلونکي ازموینه کي له کومي ویرې پرته ګډون وکړم.
دیادوولو وړده چې دسواد مدني ټولنه د تیرو شاوخوا شپږو میاشتو راپدیخوا په پکتیکا ولایت کي فعالیت کوي ، چې موخه یې د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړول، دبشر د حقوقو څخه دفاع، او د زده کړي د کچې لوړوالی ده.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery