مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

وسله والو په کونړ کې دوه زده کوونکي وژلي

احمدفیصل
وسله والو په کونړ ولايت کې دوه زده کوونکي د جاسوسۍ په تور وژلي دي.د کونړ د امنيې قوماندانۍ مرستيال سمونوال عبدالقادر اميد وويل چې وسله والو طالبانو ياد زده کوونکي پنځه ورځې مخکې له ناړۍ ولسوالۍ څخه تښتولي وو.هغه زياته کړه چې ياد دوه تنه د دوولسم ټولګي زده کوونکي وو او پر دې تور يې نيولي وو چې ګواکې اېتلافي ځواکونو ته جاسوسي کوي.اميد وويل چې وسله والو مخالفينو ياد زده کوونکي تېره شپه د ناړۍ ولسوالۍ په يوه غرنيزه سيمه کې وژلي دي.د کونړ د پوهنې رياست مرستيال عبدالقهار اخوندزاده د پېښې د پخلي تر څنګ وويل چې دا زده کوونکي د ناړۍ ولسوالۍ د ساو لېسې د دوولسم ټولګي زده کوونکي وو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery