مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په بامیانو کې ۴۰ سلنه ګومارنې د شخصي اړیکو پر اساس کېږي

احمدفیصل
د بامیان پر والي تور لگېدلی چې د خپلې کورنۍ غړي یې د دغه ولایت په مهمو امنیتي او ملکي پوستونو کې مقرر کړي دي. خو هغه په خپله وایي چې ډېر شمېر دغه کسان بامیان ته د هغه تر راتلو مخکې په دندو گومارل شوي دي. د بامیان د امنیې قوماندان خدایار قدسي، ادعا کوي چې د دغه ولایت د پولیسو په کرښو کې په لسهاوو تنه داسې کسان شته چې د بامیان د والي غلام علي وحدت، د کورنۍ غړي یا نږدې ملگري دي. د دغه چارواکي په خبره د ښاغلي وحدت ورور چې تر دې مخکې د بامیان د امنیتي قوماندان و اوس د امنیتي قوماندانۍ مشاور دی. قدسي ټینگار کوي چې اوس په بامیان کې ۲۲ د پولیسو افسران د دغه ولایت له والي سره اړیکې لري او په کلیدي دولتي پوستونو کې کار کوي. جنرال قدسي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «موږ نه شو کولای له هغه څه چې حقیقت لري انکار وکړو. هغوی د پولیسو په لیکو کې شته خو په هغه صورت کې چې په کار کې یې کومه ستونزه وي نو زه یې هرو مرو مخه نیسم.» دا په داسې حال کې ده چې د بامیان والي غلام علي وحدت، هغه ادعاوې چې گواکې د ده په ولایت کې کسان د شخصي اړیکو له مخې په لوړپوړو دولتي دندو گومارل شوي دي ردوي او وايي چې ټولې مقررۍ د امنیتي قوماندانۍ په وړاندیز او د کورنیو چارو د وزارت له خوا شوې دي. وحدت دویچه ویله ته وویل: «ما خپل هېڅ خپلوان چېرې نه دی مقرر کړی. نه زما د معینیت پر مهال او نه هم د ولایت پر مهال مې له چا څخه غوښتي دي چې فلان کس دې په فلانۍ دندې وگومارل شي. که څوک مقرر شوي وي نو په خپله د قومانۍ د وړاندیز او د وړاندیز شوي کس د استعداد او وړتیاو له مخې دا کار شوی دی.» په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا خبره مني چې په بامیان کې د دغه ولایت د والي یو شمیر خپلوان په کلیدي پوستونو کې مقرر شوي دي. د دې وزارت چارواکي زیاتوي چې اوس په دې اړه څیړنې روانې دي. د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نجیب الله دانش، ویلي دي چې د پیژنتون ریاست دنده اخیستې ده چې په دې اړه څیړنې وکړی. دانش ټینگار کړی دی چې که د پیژنتون ریاست داسې معلومات ترلاسه کړي چې وښيي د بامیان ولایت په تعیناتو کې طرزالعملونه تر پښو لاندې شوي دي نو په بیړنیو اقداماتو به لاس پورې کړي. د پوځي چارو یو شمیر کارپوهان وايي چې دا موضوع د بامیان لپاره ستونزې رامنځ ته کولای شي. جاوید کوهستاني په دې اړه وویل: «په بامیان کې دې موضوع ډیر کورنۍ رنگ اخیستی دی. د کورنیو چارو د وزارت پخوانۍ معین اوس د بامیانو والي دی. د هغه یوه خور په پارلمان کې وکیله ده. د هغه یو ورور د یو څه وخت لپاره د بامیانو ولایت د امنیې قوماندان وو. دوی ټولو له دغه وضعیت څخه پخپله گټه استفاده کړې ده.» په عین حال کې د بامیان د ولایتي شورا یو شمیر غړي دا خبره تاییدوي چې په دې ولایت کې ډیرې مقررې د اړیکو پر بنسټ کیږي. د دې شورا مشر مولوی یوسف، وایي چې په ملکې څانگه کې مقرري ډیر وخت د پیژندگلوي له مخې ترسره کیږي چې له کبله یې د اداري فساد کچه لوړیږي. هغه وایي: «د دې له کبله فساد رامنځ ته کیږي او خلک خپل حق ته نه رسیږي. که یو کس د یوه کار لیاقت و نه لري او وگومارل شي نو هغه نه شي کولای چې د خلکو، هیواد او خپلې خاورې خدمت وکړي.» د بامیان د ولایتي شورا مشر ادعا وکړه چې په دې ولایت کې ۴۰ سلنه ملکي مقررۍ د شخصي اړیکو له مخې کیږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery