مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د سویدن هیواد د مالمو ښار افغان منورینو ته د منښت او درنښت لیک



 د سویدن هیواد په مالمو ښار کی د هڅاندو فرهنګی ټولنو ،افغان روڼ اند او ټولو میشتو افغانانو حضور ته په درنښت خپل سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم !
همدا اوس د افغانستان د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون څخه ستاسو لپاره د درناوی او ستاسو د مهربانی او لوروینی په وړاندی د دې لیک د لیکلو تکل کوم . هیله می دا ده چی د تیر اګست میاشتی د ۳۰ می نېټې په درنه او ارزښتمنه غونډه کی چی ستاسو درنو ورڼو او خویندو د زیار او هڅو په پایله کی د افغانستان د درنو او وتلو فرهنګیانو د ستاینی لپاره جوړه سوې وه ، د خپلی غیرحاضری جبیره وکړم.
ما د رړه له کومی غوښتل چی په دې درنه او پرتمینه غونډه کی برخه واخلم ، غوښتل می چی له ډیری مودې ورسته هغه ملګری ، دوستان او انډیوالان و وینم چی لیدلو ته یی ډیر تږی وم . خو له بده مرغه زما د اختیاره وتلی شرایط راغله چی د بدلون او تغییر واک یی زما سره نه وو. دا حال می دروند مشر غمخور صاحب ته پر خپل مهال لیکلی وو. زه هیله من یم چی زما د ناسوبی عذر ومنی .
د غونډی احوال می په هغه سبا ورځ واخست، ډیره پر تمینه غونډه وه او د نړی د بیلا بیلو هیوادونو څخه زیات شمیر نامتوافغان مشرانو ( شاعران ، لیکوالان ، فرهنګیان او د بیلا بیلو علمی او هنری څانګو ماهرین او نوموتی شخصیتونه ) ګډون درلود. دا زما لپاره تر ټولو ستره له لاسه وتنه وه چی هر مهال به یی افسوس او حسرت کوم چی کاشکی زه هم وای چی د هیواد دا نامتو شخصیتونه می یو ځل بیا لیدلی وای ، او په لیدلو یی مشرف سوی وای. او بیا زیات افسوس په دې هم کوم چی زما نوم هم د هغو درنو فرهنګیانو د نومونو په لړ کی لیکل سوی وو چی د سویدن د فرهنګیانو له لوری ستایل کیدل، خو زه له بده مرغه په دې ونه توانیدلم چی د هغو درنو خویندو ، ورڼو او مشرانو د ستری ستړیااو ربړ ګاللو ، مخامخ درنښت او مننه ونه کړم ، اوس غواړم د دې لنډ لیک په مټ د هغو ټولو فرهنګیانو مننه او درنښت وکړم چی د سویدن په غونډه کی یی زیار ګاللی دی . په څانګړی توګه په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنه ،دروزگان ملي مهالنۍ خپرونه ،افغانی کلتوری ټولنه ،اريانا کلتوری ټولنه اويوشمېرنورو فرهنگی ټولنو څخه د زړه له کومی مننه وکړم .
ستاسو ورور
 رسول باوری
 خوست - افغانستان
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery