دخپریدو نیټه : 2014-09-29 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
پر زرمت ولسوالۍ ډېز برید د۱۹کسانو پر مرګ ژوبله ختم شو
سید سلام
د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې ډله ييز بريد د ١٩ کسانو پر مرګ ژوبله پاى ته ورسېد.
د ياد ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عظيم الله وايي دغه بريد نن سهار شپـږ نيمې بجې پيل شوى و او شاوخوا نهه نيمې بجې پاى ته ورسېد.
هغه زياته کړه چې لومړی د يوه موټربم په وسيله د ولسوالۍ په قراول کې چاودنه وشوه او ورپسې ډله ييز بريد پيل شو. نوموړي وويل چې په دغه بريد کې څلور ځانمرګي بريدګر، څلور پوليس، دوه د ملي امنيت کارکوونکي او دوه د ولسوالۍ ملکي کارکوونکي وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، د بريد پر مهال اوه پوليس ټپيان شوي هم دي.